Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 02 آگوست 2016 12:14

دتهران او کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته کتنه

دتهران او کابل  چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه و الو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو.په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو نو ترپایه راسره مله ووسئ

دایران په تیره بیا دتهران درستو  ورځپاڼو پخپلو لومړی مخ  دایران دبیلابیلو ولایتونو له زرګونو خلکو سره  داسلامی انقلاب  دمعظم لارښود پرونۍ کتنې  او ولوناکې  وینا ته ډیر انعکاس ورکړی  او لیکلی ئې  دی  ،داسلامی انقلاب معظم لا رښود حضرت آیت ا...  العظمی  سید علی خامنه ای  په پرونۍ وینا سره یو ځل بیا دامریکایانو دوکه باز او بې باوره  هویّت  دنړیوالو په تیره بیا ایرانۍ ټولنې په وړاند ې نندارې ته وړاندې کړ   او  په ډاګه ئې ووئیل  چې  پر  امریکایانو هیڅکله هم باؤر نشی کیدلی 

دتهران زیاتره  ورځپاڼو لیکلی دی ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی خامنه ای په دغې پرونۍولولناکې  کتنې کښې ټینګار  کړی: برجام پروګرام  ایکشن پلان د یوې تجروبې په توګه له امریکایانو سره د دخبرواترو بې نتیجه والی ، د هغوئ   په ژمنو باندې د بې اعتمادۍ  او بی باورۍضرورت ثابت کړاو هیڅکله هم پر دوی باؤر نشی کیدلی په همدې دلیل مو له هماغه پیله له امریکایانو سره دایټمی  موضوع په باب له خبرواترو   هم مخالفت درلود.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې رو ښآنه کړې ،  برجام یا ایکشن پلان وښودله، د خلکو د ژوند  د وضعیت   ښه کیدا او د پرمختګ لاره د هیواد داخلی چارو ته پاملرنه ده، نه هغو دښمنانو ته چې تل په سیمه او نړ ۍ کښې د ایران لپاره د خنډونه جوړوی .

حضرت آیت ....العظمی خامنه ای د امریکا دخالت او دښمنی د ایران پر اسلامی جمهوریت پورې محدوده ونه بلله او دغه راز ئې وفرمائیل؛ د ترکیې په وروستیو مشکلاتو او پیښو کښې ډیر پیاوړئ تورونه شته چې ښئ کودتا د امریکایانو په تدبیر او پلانونې سره شوې چې که   ثابته شی، د امریکې لپاره به یوه بله ستره رسوایی نندارې ته وړ اندې شی

دتهران درستو ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دی ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د سیمې حالاتو ته په اشارې سره ډاګینه کړې: د صهیونیسټ  رژیم سره د سعودی رژیم د اړیکو څرګندیدل د اسلامی امت په شا  د خنجر یوګوزار او اسلامی امت سره ستر خیانت دی خو، په دغه ستر غلط کار کښې هم امریکایان رول لری ځکه چې د سعودی حکومت د امریکا تابع دی.

دوئ په یمن باندې تیرئ او د دغه هیواد د کورونو، روغتونونو او مدرسو دوامداره بمبارئ او د ماشومانو همیشنۍ وژله د سعودی دولت یو بل ستر جرم   بللی او فرمائیلی ئې دی ، له بده مرغه  حتی ملګروملتو  له ډیرې مودې وروسته د دغو جنایتونو د غندلو اراده درلوده، خو په پیسو، ګواښ او دباؤ سره د هغوئ خولې وربندې شوې  چې دا هم  ډیره دافسوس خبره او له بشریّت سره یو بل ظلم دی  .

=  دغه راز جمهوری اسلامی ورځپاڼې  دخپلې نننۍ ګڼې په لومړنی مخ بیا لیکلی دی ، دنړۍ دکاتولیکانو  رهبر پاپ فرانسس پو لینډ ته له سفره دبیرته ستنیدا په وخت  په هوائی ډګر  کې خبریالانو سره په خبرو کې  په ډاګه کړې ، دما په اند،  داسمه نه ده چې  اسلام له تاؤتریخوالی سره اړونده دین وبولو،  دا  خبره هیڅ حقیقت نه لری  او بې عدالتی  او  د پیسو پیروی کول  دترهه ګرۍ دبڼه موندنې  یو اصلی دلیل د ی .

دلومړی  ځل لپاره  صهونیسټی رژیم   دماشومانو  او بې څوکه  کسانو په تښتولو  او دهغوی  په خرڅلاؤ  په اعتراف سره  منلې ده چې پر فلسطینیو ماشومانو سربیره په تیرې پیړۍ کې  په پنځوسمې لسیزې کې  له یمنه د مها جرو شویو یمن والو  له مورپلاره  ئې په زرګونو ماشومان تښتولی  او دیهودیانو پر اشکناز کورنۍ ئې یاپلورلی دی او یا ئې هغوی ته سپارلی دی  او دغه  ماشومان ترنن پورې  نه دی خبر چې  دهغوی واقعی کورنۍ څو ک دی

دترکیې دناکامې  کودتا اصلی تورن فتح ا...ګولن  له سی این این ټیلیوژنی چینل سره  په خصوصی   خبرو کې   په دې باب پر هغه دلګیدلو تو رونو په ردولو سره  ویلی دی  ، دغه کودتا زیاتره له هالی وډی فلمونو سره شباهت لری  او ممکنه ده  ددماپلویان په دغې کودتا کې موجود وی ،  خو  ما پکې هیڅ ډول  مستقیم رول نه دی لوبولی .  هغه همداراز  دترکیې دحکومت له خوا پر هغه دلګیدلو ترونو  په باب دیوې نړیوالې حقیقت موندونکی څیړنیز پلاوی دجوړولو غوښتنه هم وکړه

  دایران داسلامی  جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهران قاسمی    د دافغانستان په کابل کې دترهه ګرې پیښې په محکوم کولو سره چې طالبانو ئې پړه په غاړه اخستې ده ، ټینګار کړی ،  ترهه ګری  دسیمې دسیاسی تاجرانو  په بازار کې په یوې دودې چارې بدله شوې ده او  نړیوال غرضی  او مطلبی  ټولنو او اورګانونو لوبغاړی  ددغې سپیرې بلا   د لاپراخولو په لټه کې دی څو له دې لارې خپلې سپیرې موخې پوره کړی  خوبلاخره به ئې  دغه بلا دهغوی لمن  هم یوه ورځ راګیره  کړی .

دغې ورځپاڼې همداراز  دایران او  پاکستان داړیکو دپراخولو په باب  دپاکستان  دیوه لوړپوړی  حکومتی چارواکی وروستیو څرګندونو ته هم ډیر انعکاس ورکړی چی ویلی ئې دی ، داسلامی ایران  او پاکستان ورورګلویزې اړیکې ډیرې ژورې دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند د ن څانګې یوه  لوړتبه غړی راجه ظفر الحق پرون له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې  ویلی له اسلامی او ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ایران اسلامی جمهوریت سره د ترټولو ښو اړیکو لرل دپاکستان دحکومت دخار جی سیاست اصل دی ..

هغه ایران ته د پاکستان دحکومت دملی امنیت دسلاکار جنجوعه وروستی سفر ډیر ګټور وباله او ویې ویل ایران او پاکستان دوستان دی او داسې ګاونډیان دی  چې اړیکې یې  شلیدونکی نه دی .

دپاکستان دمشرانو جرګې دغه لوړرتبه غړی د کشمیر دمسلې په په باره  کښې د اسلامی ملګرتیا دموسسې او د ملګروملتو په شمول د نړیوالو ادارو د کړچار په باره کښې وویل دهر هغې موضوع په باب کښې چې له مسلمانانو او دهغوې دحقوقوله ساتل کیدا سره اړه لری د ملګروملتو  د مسولیت احساس او کړچار صفر دی .

هغه دکشمیر دمسلې او په دغه سیمه کښې د ورستیو تاوتریخوالو په باره کښې د اسلامی ملګرتیا دموسسې دکړچار په باره کښې وویل اسلامی ملګرتیا موسسه ‌ډیره په کمزوری کیدا ده او اساسی اصلاحاتو ته ضرورت لری .

=   داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی په ایران کې دعراق سفیر  ویلی دی  که  دعراق حشد الشعبی نومې ولسی رضاکار ځوان نه وائ ،  نو پر دغه ځواک   دنیوکه  کونکو ناموس  به اوس دداعش  په اختیار کې ؤ

دعراق وسله وال پوځ او ولسی مبارز ځواک  په الانبار ولایت کې یو شمیر نور کلی  هم  له داعشیانو پاک کړی دی او دغه راز ئې دهغوی په لسګونو ګاډی اوستر تجهیزات  تباه کړی دی .

 دسورئې پوځ   او  کرد مبارز  ځواک  دحلب په شاوخوا کې  دداعشی تکفیریانو  سترې حملې په شاتنبولی  او  له هغوی کابو پنځوس ترهه ګر هلاک کړی دی . 

 دپاکستان  په قبایلی سیمو کې د د غه هیواد د پوځ له خوا دضرب عضب په نامه  پاکونکی عملیات  هماغه راز دوام لری او  په وزیرستان کې ئې ددغو عملیاتو په دوام کې نور  په لسګونو   ترهه ګر هلاک کړی دی

 دافغانستان په ننګرهار کې   په لسګونو وسله وال کسان چې زیاتره په داعش ترهه ګرې ډلې کې غړی وو، خپلې وسلې ئې پر مځکه ایښی  او دافغان حکومت   دسولې له بهیر سره یو ځای شوی دی .

دسعودی عربستان  د  و اکوالانو دغلطو سیاستونو له امله  ددغه هیواد  اقتصاد تر دې حده په ځوړتیا شوی چې  په سلګونو شرکتونو د دیوالیه کیدا اندیښنه څرګند ه کړې ده   او دغه راز   خلک  هم  دخپلو معاشو او کارکسب دله لاسه ورکولو په فکر کې شوی دی .

=    اوس  هم راګرځو دکابل چاپ  ځینو ورځپاڼو ته چې له  انټرنیټه موراخستی او له تاسو سره ئې شریکې کوو

 (البته باید وو ایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو  خپل د ریځونه دی )

د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو خپل مطلبونه او تبصرې تر ډېره د وړمې شپې حملې او د داعش موجوده ګواښ ته ځانګړی کړی دی.

سرنوشت ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې پر نارت ګیټ برید او څو پوښتنې.

په سرمقاله کې راغلی، د وړمې شپې حمله چې د یوه بار وړونکی موټر په وسیله وشوه، دومره درنه وه چې د کابل نږدې ټول اوسیدونکی یې له خوبه را پاڅول او دا حمله د شاشهید د تېر کال حملې ته ورته وه.

د سرمقالې لیکوال ویلی، اساسی پوښتنه داده چې له چاودیدونکو موادو ډکه لارۍ څنګه دغې سیمې ته ورسېده، لیکوال ویلی، یا دغه لارۍ د کابل له دروازو ښار ته را دننه شوې او یا هم په ښار کې دننه ډکه شوې ده.

د سرنوشت د سرمقالې په پای کې راغلی چې طالبان څنګه دې ته زړه ښه کوی چې د پنځه میلیونه وګړو په ښار کې داسې درنه چاودنه وکړی، ځکه داسې حملې د عامو خلکو ترمینځ ویره خوروی او سوداګرو او عامو خلکو ته یې زیان ډیر وی.

ویسا ورځپاڼې هم په خپلې سرمقاله کې د کابل د وړمې شپې حملې ته اشاره کړې او لیکلی دی چې د حملې له سیمې څخه تر دوه کیلو مترۍ پورې عام خلک زیانمن شوی.

په سرمقاله کې راغلی، افغانستان په داسې لویه نړیواله لوبه کې را ګیر دی چې د طالب له وسې پورته ده او که حکومت د دغې لوبې ابعاد درک نه کړی، له ولس سره به لویه جفا وی.

د سرمقالې لیکوال ویلی، افغانستان له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د جګړې په اور کې سوځی، تل حکومت د وسله والو مخالفینو د نیولو او وژلو هڅه کوی، خو د سرمقاله لیکونکی په باور، دې کار تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې او باید په نویو لارو چارو غور وشی.

ملی ارمان ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د داعش ګواښ ته په اشارې لیکلی چې د داعش پښه جوزجان ته هم ورسیده.

په مطلب کې د جوزجان د والی په حواله لیکل شوی چې په دغه ولایت کې د داعش جګړه دوه پاکستانی جنرالان رهبری کوی او پخوانی طالبان اوس له داعش سره یوځای شوی دی.

په مطلب کې د جوزجان د ولایتی شورا غړو اندېښنه ښودلې چې داعش په دغه ولایت کې د نطفې جوړولو په حال کې دی او که یې له منځه وړلو ته اقدامات ونه شی، جوزجان به هم د ننګرهار په څیر د داعش له جدی ګواښ سره مخ شی.

چراغ ورځپاڼې بیا د داعش په اړه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د قوماندان جنرال جان نیکولسن خبرې را اخیستی چې ویلې یې دی، په افغانستان کې جنګیدونکی اویا فیصده داعشیان، پخوانی پاکستانی طالبان دی.

په مطلب کې راغلی، دغه پاکستانی طالبان وروسته له هغې له داعش سره یوځای شوی چې په پاکستان کې د دوی پر ضد د ضرب عضب عملیات پیل شول او دوی افغانستان ته را واوښتل.

  

Add comment