Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 25 دسامبر 2012 15:58

له اسلامه ویرول یا له یوې انقلابی ایډیا ویره ؟

له اسلامه ویرول نن په لویدیځ کې له اسلامه د ویرولو په معنا ندی بلکې له تبلیغاتو پلان شوی استفاده ده چې د خلکو په ذهنونوکې په نفوذ سره د یوې امنیتی پروژې لپاره زمینه برابره کړی .
اوس پو ښتنه دا ده چې دغه امنیتی پروژه څه ده او د هغې هدفو نه څه دی ؟
په فرانسې کې له برقعې (سکارف ) استفاده منع کیږی . په سویټرز لینډ کې په جو ما تو نو د مینارو جوړول غیر قا نونی اعلانیږی .
د امریکا په فلوریډا کې یو پادری د مسلما نا نو سپیڅلې کتاب قران کریم سو ځوی . لویدیځې رسندویې په افغانستان ، پاکستان او عراق کې د القاعدې او نورو ترهه ګرو ډلو له ځیږو اقداما تو د انځورونو په ښو دلو سره عمومی افکارو ته د اسلام داغی او زشته څیره ښی . د امریکا ۵۳ فیصده خلک په یوې نظر پو ښتنې کې د اسلام په نسبت منفی نظر وړاندی کوی . د ستمبر د ۱۱ له شکمنو پیښو وروسته په امریکا کې ۷۸ فیصده خلک وایی په امریکا کې ډیر زیات دباونه زغمی . د امریکا دملی امنیت په وزارت کې د مدنی ازادیانو او حقوقو اداره له تر هه ګرۍ د مخنیوی او د مدنی ازادیانو د تامینولو په شعار سره په امریکا کې موجود جو ما تونه تر سخت کنټرول لاندې راولی . امریکا او پرمختګ موسسه په خپل وروستی راپور کې په امریکا کې له اسلامه د ویرولو د دودولو لپاره د اوو امریکایی او صیهونیستی موسسو له ۴۲ میلیون ډالری مرستې پرده پورته کوی او...... داسې نورې پیښې .
ایا دغه درست اقدامات له اسلامه د ویرولو په معنا دی ؟
که اسلام یو ویرونکې ماهیت ولرلې شی ، نو ایا دغوتبلیغاتو او لګښتو نو ته اړتیا کو مه معنا لر ی ؟ ایا په لویدیځو رسندویو کې د حقیقتونو لپاره کوشش او سپیناوې منطقی دې ؟
حقیقت دا دې چې په لویدیځ کې فکری ټولنې اسلام له ټولو اړخونو ډیر ښه پیژنی .امریکا او لویدیځ ، سیکو لر ، سلفی او وهابی اسلام په ډیرې ځیرتیا سره جاجولې دې . هغو پو هیږی چې د القاعدې او سلفی تاوتریخوالی غو ښتو نکې اسلام حتی په مسلما نا نو کې هم باطل دې او پلویان نلر ی . پر دې اساس په نړۍ کې دسلفی اسلام د څیرې ښو دلو ته اړتیا نشته ده ، ځکه چې د دغه اسلام څیره پخپله ویرونکی ده .
اوس پو ښتنه دا ده چې ولې لویدیځ له اسلام څخه د ویرولو پروژه د تاوتریخجن اسلام د سمبولونو په ښو دلو سره تبلیغ کوی ؟
د دې پو ښتنې ځواب په یوې جملې کې دې او هغه دا چې له اسلامه د لویدیځ حقیقی ویره ، له سیاسی اسلامه ده چې په تیره بیا د ایران په تاریخ کې د پیړیو په اوږدو کې موجود وو او په ۱۹۷۹ میلادی کال کې د ایران د اسلامی انقلاب په رامینځته کیدا سره یې په درستې نړۍ کې خپل اغیز ښودلې دې ، امریکا او لویدیځ له دغه سیاسی اسلامه ویره لری ، کنی نو سلفی اسلام خو د ویرې وړ ندې ، ځکه چې دغه سلفی اسلام اصلا د ملتو نو د جذبولو توان نلری او استعماری قدرتو نو په وسیله په مسلمانانو یو ډول تپل شوې دې .
له اسلامه د ویرولو په پروژې کې د امریکا او لویدیځ اصلی خو،پټ هدف د اسلامی انقلاب تفکر دې چې نن یې د عربی هیوادونو ملتو نه هم ډیر سخت تر اغیز لاندې راوستی دی .
لویدیځ په دغه پروژه کې لو مړې کوشش کوی چې اسلام تاوتریجن وښی او په بل پړاو کې په سیمه او نړۍ کې د ایران د څیرې د خرابولو لپاره زمینه برابره کړی .
ډله وژونکو وسلو ته د رسیدا لپاره د ایران د کوشش ، له نړیوالې ترهه ګرۍ د ایران د ملاتړ ، د مینځنی ختیځ د سولې په بهیر کې د ګډوډی لپاره د ایران هڅه او په ایران کې د بشری حقوقودخلاف ورزی په شان ادعاګانې ، د لویدیځ له اسلامه د ویرولو پروژې هلې ځلې دی .حا ل دا چې ایران پخپله د ترهه ګرۍ تر ټولو ستر قربانی دې ، د ایران په پولو کې د جند ا... او پژاک د ترهه ګرو ډلو په وسیله د ایرانی ملکیانو وژل د دې ښکاره بیلګه ده او نن د نړۍ د عمومی افکارو لپاره دا ډیره ښه جو ته شوی ده چې له دغو تر هه ګرو ډلو لویدیځ لجستکی او مالی ملاتړونه کو ی . په همدې وروستیو کې د امریکا د پرمختللی ار کیو ـــ ۱۷۰ ډوله جاسوسی الوتکې په وسیله د ایران د هوایی حریم خلاف ورزی او جاسوسی عملیاتو نن د ایران پرضد د امریکا او لویدیځ پټ عملیات نندارې ته وړاندې کړی دی .

ایا د ایران اسلامی انقلاب د نړیوالې ټولنې لپاره ګواښ دې ؟

د ایران د اسلامی انقلاب د لید توګې اساس چې د حضرت امام خمینی رح او د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په نظرونو او لید توګو کې څر ګند دې ، ښی چې دغه تفکر یوه کلتوری لیدتو ګه ده او د دغه انقلاب مخاطب انسانان دی .او په تیرو درې دیرشو کلو نو کې یې تل نړیوالو قوانینو ته درناوې کړې دې او نړیوال د دې شا هد دی او په اساسی تو ګه د اسلامی انقلاب ایډیا له ماډرنې دنیا سره د مخالفت لپاره هیڅ ضرورت نه وینی .دغه ایډیا او لید تو ګه یوازې غواړی چې د بیان د ازادۍ له حقه په استفادې سره اسلامی لید تو ګې مطرح کړ ی . د دې هدف د ژوند بدلول ندی بلکې د ژوند د معنا بدلول دی او د ماډرنې دنیا د بریاو په درناوی سره غواړی چې د ماډرنیزم پروژه بشپړه کړی .
دغه اسلامی انقلاب نوی طرحه هم نه وړاندی کوی ، خو پو ښتنه کونکې دې ، د ظلم او بی عدالتی پو ښتنه کوی ، د فلسطین او د نړۍ د درستو مسلما نانو د حقوقو د چیخنی کیدا پوښتنه او د هغو د حق خبره کوی .
همدا وجه ده چې د دغه پو ښتنه کونکی نظام منصفانه او حق غو ښتو نکو پو ښتنو د نړۍ د ملتو نو په ذهنونو اغیز شیندلې چې نن یې غږ په عربی هیوادونو کې اوریدل کیږی او په حقیقت کې دا د اسلامی انقلاب پو ښتنه کونکی طرحه ده چې د نوروملتونو په ژبه بیا نیږی .
له دې امله پو هیدلې شو چې ولې د صیهونیسټ رژیم لو مړی وزیر نتانیاهو د مصر د انقلاب په وخت وویل باید ځیر ووسو عربی سپرلې په ایرانی ژمی ختم نشی .
امریکا او صیهونیسټ رژیم د ایران اسلامی انقلاب ډیر ښه پیژنی ، هغو پو هیږی چې دغه ایډیا د مادی قدرت درلودونکی نده ، خو یو کلتوری مرجعیت لری .دوی لپاره د ایران د انقلاب خطره دا ده چې دغه انقلاب له حسینی غورځنګه سرچینه اخیستلی ده چې د ازادۍ ، خپلواکۍ ، پتیالیتوب ، ځوان مردی ، معنویت ، زړورتیا ، فدا کاری ، ایثار او له ځانه تیریدا ده .
له دې امله ده چې په لویدیځ کې له اسلامه د ویرولو پروژه له اسلامه ویره نده بلکې د ایران د اسلامی انقلاب له تفکره ویره او اندیښنه ده .

له ژمنې سره سم د هالیوډ دوو نورو فیلمونو ته یوه لنډه کتنه کوو


د فیلم نوم (ځانګړی نیونه ، rendition ) د جوړیدا کال (۲۰۰۷ )

ذغه هالیوډی فیلم ، هغه لومړنې فیلم وو چې ظاهرا یې د ترهه ګرو په وړاندې د امریکا سیاستو نه غندل . خوکه د دغه اثر په ځیرتیا سره او دقیقه شننه وشی نو متوجه به شو چې که امریکا له اسلامه ویرولو په اړه خپل سیاستونه تعقیب نکړی ، نو د تر هه ګرۍ بنسټونه په پراخه سویه په نږدې راتلو نکی کې د ترهه ګرۍ پلانونې کوی او نړۍ له ستر مشکل سره مخامخوی .
واشنګټن ته د جنوبی افریقا په الوت کې د انور ابراهیمی له بې درکه کیدا وروسته د هغه امریکایی توکمه میرمن ایزابل فیلدزد هغه لټون پیلوی . له دې سره په یووخت استخباراتی مامور ډیګلاس فریمین چې د ترهه ګرو فعالیتو نو په زمینه کې مصر ته تللې دې ، په یوه ځان وژونکی حمله کې له ژغورل کیدا وروسته ، د مصر د پولیسو په وسیله د یوه شکمن په پلټنه کې په څارنه ماموریږی . دغه شکمن له انور ابراهیمی پرته بل څوک ندې چې د واشنګټن په هوایی ډګر کې له نیول کیدا وروسته له امریکا بهر یوه جیل ته منتقلیږی او بیا وروسته د مصر استخباراتو ته سپارل کیږی .
له دې سره په یووخت د انور ابراهیمی میرمن ایزا بلا هم د الن سمیت په نوم د یوه زاړه ملګری په وسیله دا معلو موی چې انور د امنیتی عسکرو په لاس نیول شوې او له امریکا بهر ته منتقل شوې دې . له بلې خوا یو بل کس عباس فاوال نومیږی چې لور فاطمه یې څه موده کیږی چې له کوره همداسې بې پو ښتنې چیرته لاړه ده ، او خالد چې یو افراطی دې له هغه سره په یوې عاطفی رابطې کې ښکیل شوی ده ، خود خالدله لوری دغه رابطه پلان شوی ده او فاطمه د خالد په وسیله په انتحاری عملیاتو کې چې د هغې د پلاز فاوال د وژلو نیت لری وژل کیږی او انور امریکا ته ستنول کیږی .
په دغه فیلم کې یو امنیتی مامور کورین ویټمین یوه جمله وایی چې دامریکا امنیتی ځواکونه هیڅوک نه شکنجه کوی .
دا جمله به د فیلم تر پایې پورې لیدونکې پرنږدی .
ولې په سی ای اې پورې تړلی امنیتی ځواکو نه د امریکا له خاورې بهر ، له ځانه تیریدا ته چمتو دی ،ځکه چې په ګوانتا نامویی ډیموکراسۍ کو مه نیوکه ونشی .

د فیلم نوم (حقیقی دروغ ) فیلم جوړونکې (جیمز کامرون ) د جوړیدا کال( ۱۹۹۴ )

د حقیقی دروغ په فیلم کې ، ښودل کیږی چې یوشمیر عربان او ایرانیان په امریکا کې د یوې ایټمی چا ودنې لپاره په دسیسې جوړونې اخته دی او د هالیوډی فیلمونو اسطوره ارنولډ شوایتزنګر په دغه فیلم کې چورلیزی او مهم رول لوبوی او په پایې کې بریالې کیږی چې درستې دسیسې شنډې کړی او افراطی مسلمانان په یوازې سر تباه کړ ی .

 

Add comment


Security code
Refresh