Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 25 دسامبر 2012 16:09

په لویدیځ کې له اسلامه د ویرولو نوی څپه

نن سبا نړیوال په امریکا او لویدیځو ټو لنو کې له یوې خوا د اسلام پالنې او له بل پلوه د اسلام دښمنۍ شاهدان دی .هغه لویدیځ هیوادونه او ټولنې چې تر ټو لو پراخې ډله ایزې رسندویې لر ی ، په ټول توان سره د مادی او دنیاوی ژوند او خوندونو تبلیغ کوی .
په ایران کې د اسلامی انقلاب د ښکارندې له رامینځته کیدا وروسته په امریکا او اروپایی هیوادونو کې مسلمان لږکی د دغه انفلاب په رڼا کې له ویښ او عزتمند شول او اسلام ته یې د غیر مسلما نو د ګروهنې او پیژندنې زمینه هم برابره کړه . همدا اوس مسلما نان په خپل مسلمان والی ویاړی او د هغه له څرګندولو هم کو مه ویره نلر ی .
له دې سره سره چې په لویدیځ کې له اسلامه ویرول د حکو متو نو ، اورګا نو نو او نړیوال صیهونیزم پورې اړونده رسندویو په وسیله تبلیغ کیږی ، په اروپایی هیوادونو او امریکا کې میشت مسلما نان له خپلو اعتقادی ، سیاسی او کلتوری بنسټونو دفا ع کو ی . مسلما نان د کلتوری او دینی مرکزونو ، اسلامی مدرسو ، جو ما تو نو او د حلالې غو ښې په شان د خوراکی موادو د دوکا نو نو په جوړولو او همداراز د اسلامی حجاب یا ستر او د جامې لمانځونو په تر سره کولو سره خپل شتون اعلانوی او د تر هه ګرۍ په شان له ناروا تهمتونو او دین ضده تبلیغاتو کو مه ویره نلری او د لویدیځوالو له دغو اقداما تو نه منفعل کیږی .
په لویدیځ کې رسندویې ، موسسې ، انجیو ګانې او شخصیتونه د اسلامی او دین ضد فیلمو نو په جوړولو ، د مسلما نا نو د سپڅلتیاو په سپکاوی ، د کتا بو نو او کارټو نو نو په چا پولو او د قران کریم د سپڅلی کتاب په شلولو او سو ځولو سره د نورو غیر اسلامی ملتو نو تر مینځ د اسلام او مسلمانا نو د څیرې له داغی کولو او کمزوری کولو پرته بل هدف نلر ی ، چې په دې وسیله د صیهونیسټا نو د سپیرو هدفو نو د تحقق په لړ کې خدمت او چو پړ وکړی او اسلام ته د خپلو ټو لنو د خلکو د ګروهنې مخه ونیسی .
خو دغه ډول اعما لو نه نه یوازې د اسلام پا لنې او د مسلما نا نو د څنګته کولو سبب ندی شوی بلکې د دغو ټو لنو د پو ها نو بلکې د عادی خلکو لپاره یې د اسلام په هکله د تحقیق او پلټنې زمینه هم برابره کړی او د نورو الهی دینونوتر مینځ یې د دینی ویښتیا او دین ته ګروهنه ژوندی او زیاته کړی ده . همدا اوس د اسلام د غلیما نو تر ټولو ستره ویره او اندیښنه له سیاسی اسلام څخه ده ، په همدې خاطر په لویدیځ کې د اسلام د غلیما نو یو څو سپیرو هدفو نو ته اشاره کوو .
۱:
له انقلابی اسلام سره د مقا بلې په خا طر د صیهونیسټا نو له هدفو نو سره مرسته
۲:
په نورو ملتو نو کې د مسلما نا نو د څیرې خرابول او د هغو څنګته کول
۳:
په نورو ټو لنو کې د وګړیو اسلام ته د مخه کولو او دین ته د ګروهنې مخنیوې
۴:
د ښځو د حجاب یا ستر په شان په بیلا بیلو پلمو په لویدیځو هیوادونو کې د میشته مسلمانا نو لپاره د محدودیتونو رامینځته کول
۵:
د ترهه ګرۍ او افراط پالنې په شان د ټکیو کارول او مسلمانا نو پورې د هغو تړل
۶:
د بې دینه اوغر ضی کسا نو او رسندویو په وسیله د مسلما نا نو د سپیڅلتیاو سپکاویې او دروغجن تبلیغات
۷:
د اسلامی مذهبونو تر مینځ د اختلاف درامینځته کول او د هغو د پیوستون مخه نیول
۸:
د دین د تبلیغ او مسلمان والی په پلمه د لویدیځو ګوډاګیا نو په لاس د اسلامی او دینی شخصیتو نو ترور کول او وژل
۹:
د لویدیځو قدرتونو پورې د تړلیو مرکزونو ، موسسو ،ډلو او رسندویو ملاتړ
۱۰:
او با لاخره په لویدیځو ټولنو کې د مسلما نا نو محرومول یا نورو هیوادونو او ټا ټوبیو ته د هغو کډوالول د لویدیځوالو مهم هدفو نه دی .
هغه څه چې حاضر دمه اهمیت لر ی ، دا دی چې د بشریت د تاریخ په اوږدو کې الهی اعتقاداتو او لید تو ګو ځانګړې مقام او ځاې درلودلې دې ، په دې ډول چې هیڅکله سلطه پالو او ډیر غو ښتو نکیو انسانا نو په زور سره هغه سپیڅلی او الهی اعتقادات له مینځه ندی وړل شوی ، ځکه چې الهی دینونه او باورونه له مینځه تلونکی ندی ، کیدلې شی د تاریخ په کو م پړاو کې پیکه او ګردو دوړو پټ کړې شوی وی ، خو با لاخره د ځلانده لمر سترګې په شان ځلیدلی دی او یوه ورځ به د عا لم (جهان ) او بشریت ژغورونکې په درسته مځکه داسې الهی نظام ټینګ کړی چې پر مځکه به د شر هیڅ قدرت او مرکز وجود ونلر لې شی او دا د یوه او واحد ، خداې ژمنه ده چې سارې نلری او درستې ښکلاوې دهغه لره دی .

د اسلام پرضد دلویدیځ د نرم جنګ یوڅو بیلګې (نمونې )

نن سبا هالیوډد یوې مشخولونکی رسندویې په توګه د سپینې ما ڼې د راتلو نکیو سیاستو نو اټکل کوی ، خو دغه دا یو اټکل نه وی بلکې د هغو سیاستو نو بیا نونکی وی چې په نږدې راتلو نکی کې تحقق پیدا کوی .

د فیلم نوم (فرانټیک )
د رومن پولانسکی په وسیله جوړ شوې دغه فیلم له اسلامه د ویرولو په ارتباط جوړ شوې فیلم بللې شو .
په دغه فیلم کې هریسن فورډ د هغه ډاکټر رول لوبوی چې له خپلې میرمنې سره د یوې وینا لپاره پاریس ته ورځی ، خو په هوایی ډګر کې یې بکس (صندوق ) له تر هه ګرو سره بدلیږی او بیا ترهه ګر د هغه ښځه تښتوی او د اصلی بکس ِغو ښتنه کوی . په دغه تعقیبولو او تښتیدلو کې دغه ډاکټر په دې خبریږی چې د تر هه ګرو په بکس کې د ایټمی بم د چا ودولو لپاره مواد پټ کړې شوی دی .
د فیلم په ډیرې برخې تیریدو سره لیدونکې ورو ورو متوجه کیږی چې دغه ترهه ګر عرب ژبی او په نهایت کې مسلما نان دی .
په پایې کې هم امریکایې اتل ډاکټرفورډ دغه درستې دسیسې شنډوی .
دغه فیلم په ۱۹۸۸ میلادی کال کې جوړ شوې دې یعنی د ستمبر د ۱۱ نیټې له پیښو کابو دولس کاله مخکې ، نو دا ادعا بې ځایه نده چې له اسلامه د ویرولو پروژه په سینما کې ژوره جرړه لر ی .

د فیلم نوم (وسپنیز سړې )

ټونی سټارک د جریکو توغندی په نوم د سټارک صنا یعو د نوی محصول د معر فی کولو لپاره افغانستان ته سفر کوی او په لاره کې له سټارک سره په ملګری پوځی کاروان حمله کیږی او ټونی پکې ژوبلیږی . تر هه ګر ژوبل شوې ټونی خپل پټنځای ته بیایی او هلته ټونی د ډاکټر ینسن په نوم د یوه بل بندی په لاس درملنه کیږی .
تر هه ګر له ټونی غواړی چې د هغو لپاره د جریکو تو غندې جوړ کړی ، خو ټونی له ډاکټر ینسن سره یو ځاې د دغه کار په څنګ کې یوه ډیره پیاوړی او میکا نیکی زره جوړوی او له ترهه ګرو په تښتیدا کې بریالې کیږی .ټونی امریکا ته له ستنیدا وروسته د خپل بدن لپاره یوه وړکو ټی زره جوړوی او بیا اعلان کوی چې له دې وروسته به د سټارک صنایعې د وسلو جو ړولو په زمینه کې فعالیت ونکړی خو د هغه شریک اوبادیا سټن د هغه له دغې فیصلې راضې ندې .
ټو نی هم په خپل سنبال ازمښت ځای کې د خپلې جوړې کړی زره (زغزه )په بشپړولو کار کوی . د هغه هدف د سولې تامینول او له خلکو دفا ع ده او ډیر ژر خلکو تر مینځ د وسپنیز سړی په نوم شهرت پیدا کوی .
خو له دې سره په یووخت دا خبر راسیږی چې ترهه ګر د سټارک صنا یعو په وسلوپه تیره بیا د جریکو په توغندی سنبال شوی دی . ټونی ډیر ژر دا معلو موی چې سټین په دواړو لورو یعنی د امریکا په پو ځ او افراطی ترهه ګرو چې مسلما نان دی وسلې خرڅوی .
د جریکو په توغندی د ترهه ګرو سنبالیدا سبب کیږی چې ټونی په وسپنزې زره سنبال چې اوس یې د الوت قدرت هم ورسره زیات کړې دې افغانستان ته ستنیږی .
د فیلم په پایې نور لوستونکی پوهیدلې شی چې څه به کیږی .
طبیعی خبره ده چې له دغه ډول سینمایی اثارومعمولا اروپایی او امریکایی ځوانا ن هر کلې کوی او کله چې د امریکا درست محصولات د نړۍ په ټو لو سینماګا نو کې نندارې ته وړاندې کیږی او بیا لږه موده وروسته په مهم ټیلی ویژیونی چینلو نو کې ښودل کیږی ، نو سویډنی ، نارویای ، هالینډی ، کا نا ډایی او د نورو اروپایی هیوادونو ځوا نا ن هم د اسلام په نسبت په بشپړه خراب او داغی ذهنیت سره روزل کیږی .

که خداې کول په راتلو نکو مقا لو کې به هم په دې هکله په نوروداسې فیلمو نو رڼا واچوو (انشا ا... )

 

Add comment


Security code
Refresh