Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 30 دسامبر 2012 16:24

له اسلامه د ویرولو په لړ کې د وهابیت رول

عزتمنو اوریدونکیو په تیرې برخې کې دغه ځای ته رسیدلی وو چې ال سعود د نړۍ په ګوټ ګوټ په تیره په اسلامی هیوادونو کې داسې دینې مدرسې لر ی چې پکې د بیچارګانو او اړمنو خلکو د بچیانو مغزه وینځی او پکې د کفر ، قتل عام ، تباهی ، اجبار، د نورو په حقوقو د تیری او د انسانی کرامت او عزت د چیخنی کولو او همداراز د وچ کلک مذهبی لیدتوګو درس ورکول کیږی ، چې بیا همدغه لیدتوګې او کړچارونه له اسلامه د ویرولو په لړ کې د استفادې وړ ګرځی او د اسلام غلیمان ترې د مسلما نانو پر ضد ناوړه استفاده کو ی .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نهمه دا چې وهابیت د یو موټې امت د تفرقې او درز په لړ کې یو منظم پروګرام دې چې صیهونیزم او استعماری نړۍ برابر کړې دې .
د تاریخ په اوږدو کې د مسلما نانو د بیلا بیلو مکتبونو ترمینځ له فرعی اختلافاتو سره سره مسلمانانو د یوه بل په څنګ کې په مینې او محبت سره ژوند کړ ېدې او دینی مدرسو او علمی حوزو یې له یوه بل ښې اړیکی درلودلی دی . د مسلمانانو د پینځم مذهب په توګه د شیعیانو د فقهې د منلو د جواز په اړه د جامعه الازهر د عالمانو فتوا او سیاسی ازادی غواړی غورځنګونه یې ګډ د ی ، هماغه ډول چې د اسلامی امت د عزت او کرامت په خاطر د جنګ او جهاد په ډګرونو کې د یوه بل په څنګ کې دی . خو وهابیانو په امت کې درز او تفرقه رامینځته کړه ، یو یې کافر وباله او بل یې له دینه وتلې ، او دریم یې په بدعت تورن کړې دې او څلورم ته یې د ګمراهۍ نسبت ورکړې دې ........ وغیره وغیره .
د تاریخ په کوم پړاو کې عراقیانو ورور وژنه رامینځته کړی وه ؟تر دې چې وهابیت او ترهه ګرۍ ډلې یې عراق ته ورداخلې شوې ، اوکله د اسلام په تندی د ترهه ګرۍ تور داغ ولګول شو ؟ کله چې ال سعودو او استعماری قدرتونو القاعده جوړه کړه ، دا او داسې نورې ډیرې بیلګې د وهابیت و ګمراه کولو او درز رامینڅته کولو پروګرامونه او نقشې دی چې د اسلامی امت د سوله ایز ژوند مخالف دی ، کله چې وهابیان دا وایی چې د شیعیانو خطره د اسلام لپاره له یهودیت او عیسایته سخته ده ، نو دا څرنکه ممکنه ده چې په دغو فتواګانو قانع شو او ووایو چې هغو د اسلامی امت لپاره له خیر غوښتنې پرته بله څه نه غواړی ؟
لسمه دا چې د وهبیت جنایتونه یو عمل دې نه د یوه کار په وړاندې غبر ګون ، هماغه ډول چې ځینې د هغوی د اعمالونو سبیناوې کو ی ، یعنی هغو په خپل جنایت ټینګار لر ی ، خو ډیر ښه پوهیږی چې له شرمونکیو اعمالو څه نیت لر ی ، دلیل یې هم دا دې ، وهابیانو هغه وخت چې کله امریکا تراوسه عراق نه وو نیولې او هغه وخت هم چې امریکا په نړۍ کې نه وه موجوده ، دیر زیات جنایتونه کړی دی .

د بیلګې په توګه ..........................................................

د کفر تور ، وهابیت رامینځته کړې دې
ترهه ګری وهابیت رامینځته کړی ده (که څه هم دغه کار یې د استعماری قدرتونو په اشاره او د هغو د هدفونو او ګټو په لړ کې کړې دې )
تباهی او ځان وژونکی حملې وهابیت رامینځته کړی دی .
د انسانانو په حقوقو او کرامت تیری ته شرعی بڼه وهابیت ورکړی ده .
د باچاهی وراثتی نظام ته شرعی څیره وهابیت وربخښلی ده .
له اسلامه د ویرولو په لړ کې د وهابیت له ځیږو کارونو او اقداماتو استعماری قدرتونو د اسلام د بدنامولو په لړ کې ناوړه استفاده کړی ده ، وغیره وغیره

د وهابیت د کنټرولولو لپاره څو وړاندیزونه

لو مړې د وهابی عالمانو سزا کول چې په خلکو کې یې کوم ځای ترلاسه کړې دې او حق یې ندې اود هغه څه پرضد حکمونه ورکوی چې خداوند منان او ګران رسول یې راوړی دی او فتنه رامینځته کوی او د بیګناه انسانانو د وژل کیدا سبب کیږی .
دوهم د کفر د تور په اړه د هغو د درستو فتواګا نو لغوه کول او له داسې فتواګانو د هغو منعه کول
دریم د نورو په چارو کې د هغو د لاسوهنو مخنیوې
څلورم په درستې نړۍ کې د وهابیت تر کنټرول لاندې د موسسو تړل ، که څه هم تر غیر حقیقی نومونو لاندې هم فعالیت ولر لې شی ځکه چې دا موسسې د تر هه ګرو ځالې دی .
پنځم د وهابیت له افکارو د برایت اعلان ، په ټولو مسلمانو عالمانو او فقیهانو واجبه ده چې اسلامی امت د وهابیت له خطر خبر کړ ی .
شپږم د وهابیت له رایمڼخته کیدو تر اوسه پورې د هغو د جنایتونو سندونو جوړول
اووم دا چې د دغې ګمراه فرقې د کفری فتواګانو او افکارو د نړۍ په ژوندی ژبو ژباړل چې درست د وهابیت له خطرې خبر شی ، ځکه چې د وهابیت خطر یوازې مسلما نانو ته ندې متوجه بلکې درست بشریت لپاره یو ستر خطر حسابیږی .
اتمه دا چې د اسلامی امت عالمان او فقیهان باید په حقه اسلامی لیدتوګې او د وهابیت حقیقت چې د اسلام څیره یې داغی کړی ده او د اسلام رایې یې تحریف کړی دی ، تر دې حده چې اسلام په ترهه ګرۍ تورن شوې دې او له اسلامه د ویرولو په لړ کې ترې ناوړه استفاده کیږی ، په داسې حال کې چې اسلام یو پرمختللې او د سولې او مینې دین دې ، د خلکو لپاره دا خبره سپینه کړ ی او سوچه محمدی اسلام مسلما نانو او نړۍ ته وړاندې کړ ی
نهمه دا چې د عمومی شتمنیو ځارنه وشی ، په عربستان کې په جدی او دقیقه توګه دغه کار وشی ، چې د مسلما نانو په میلیارډونو ډالره شتمنۍ په ناحقه ال سعودو قبضه کړی دی او د ترهه ګرو جیبونو ته ورځی او مسلمانان پرې وژنی او د ماشو مانو له شنډو خنده ګانې اخلی او همداراز د اسلام د بدنامۍ سبب کیږی ،
دا هغه څو ګامونه دی چې د وهابیت له خطر سره د مقابلې لپاره یوه موده پورته کیدلې شی ُ، تر دې یا هغو هدایت شی او یه یې خداوند متعال د مځکې له مخه لیرې کړ ی ، خو د وهابیت د خطرې جرړیز اوارې په دې کې پټ دې چې ال سعود د حرمینو شریفینو په ټاټوبی کې له هغو قدرت واخلی چې په نهایت کې د وهابیت خطره له مینځه لاړه شی او د دغې چارې پوره کیدا له خداوند متعال څخه لیرې نده .

 

Add comment


Security code
Refresh