Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 30 دسامبر 2012 16:30

له اسلامه د ویرولو په لړ کې د وهابیت رول

د دې لړۍ په لو مړې برخه کې دغه ځای ته ورسیدو چې ناصر السعید په خپل کتاب کې د ال سعودو د شجر نامې په جاجولو سره دا ثابتوی چې د دې کورنۍ اصل د مدینې او حجاز یهودیانو ته ګرځی . هغه په دوام کې د محمد بن عبد الوهاب په لاس کې د دینی مشری او د هغه په څنګ کې ال سعودو ته د عربستان د سیاسی مشری د سپارلو پړاونه چې دیهودیانو په وسیله پلان او اجرا شول ، داسې سپړی ،،
سعودی شاهزاده ملک فیصل د خپلو خاطرو (یادښتونو ) په کتاب کې لیکی ،، مونږه او یهود تره زامن یو ، ځکه راضی نه شوو ، هغه ډول چې ځینو غوښتل ، هغو (یهود ) په دریاب کې غرق کړو بلکې غواړو چې له هغو سره په سولې او امنیت کې ژوند وکړو .،،
ناصر السعید په خپل کتاب کې همداراز د ال سعودو او د اسراییلو رژیم د بنسټ ګر بن ګوریون پټ او نږدې ارتباط ته اشاره کو ی او لیکی ،، عبد العزیز بن عبد الرحمان ( دال سعود د بادشاهۍ د نوی پړاو بنسټ ګر ) په ۱۹۱۵ م کا ل کې په مینځنی ختیځ کې د انګلستان استازی سر پرسی کاکس ته په کتبی ډول ژمنه ورکړی ده چې د فلسطین خاوره ، یهودیانو ته سپاری ،،
په دغه سند کې چې د لو مړی ځل لپاره په کویتی العربی مجلې کې په ۱۹۷۲ م کا ل کې چا پ شوې ، سلطان عبد العزیز لیکی چې ،، زه سلطان عبد العزیز بن عبد الرحمن ال الفیصل ال سعود په زرګونو ځل له سر پرسی کاکس سره اقرار او اعتراف کوم چې بې سوکه یهودیانو یا حتی غیر یهودیانو ته د فلسطین له ورکولو سره هیڅ مخالفت نلرم او په دې باره کې به تر قیامته خلاف ورزی ونکړم ،،
د یادولو ده چې فهد بن عبد العزیز د ۱۹۸۱ م کا ل په اکتوبر کې په یوه اته مادیزه طرحه کې په اسلامی نړۍ کې د اسراییلو رژیم په رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه . د صیهونیسټ رژیم په رسمیت پیژندلو بله طرحه په ۱۹۱۹ م کا ل کې د امیر عبد ا... له لوری وړاندې شوه .
عر بستان همداراز له ۱۹۶۷ م کا ل راهیسې د صیهونیسټ رژیم په وسیله د تیران او صنافیر دټا پو ګا نو د نیواک په وړاندې چو پتیا غوره کړی ده . دغه ټا پو ګان په عقبه خلیج او ایلات بندر په لارې په اشراف سره د صیهونیسټ رژیم د کشتیو چلونې لپاره حساس سټراټیجیک موقعیت لر ی ، د دې په تر څ کې عر بستان د ینبع له بندره نیواکی فلسطین ته ارزانه تیل صادروی .
د اسراییلو رژیم یو بل بنسټ ګر وایزمین د چرچل له قوله وایی ،،
د انګلستان لومړنۍ طرحه د سعودی موجودیت جوړول او دوهمه طرحه هم د صیهونیسټی موجودیت رامینځته کول دی .
له لومړنۍ نړیوال جنګه د ال سعودو حکومت او له دوهم نړیوال جنګه هم په ۱۹۴۸ م کال کې د اسراییلو رژیم جوړیدل راڅرګند شول . د وحی په ټاټوبی کې د ال سعودو او وهابیانو حاکمیت چې زمینې یې دوې پیړۍ وړاندې د همفرې او عبدالوهاب په وسیله برابرې شوی وې ، په لومړی نړیوال جنګ کې د انګلستان د پو ځی جاسوس توماس ایډورډ لارنس په وسیله عملې شو . لارنس د ال سعودو د یوې سرغنې فیصل ملګرتیا تر لاسه کړه او هغه یې د عربو امپراتورۍ د جوړولو په ژمنې سره د عثمانیانو پرضد د عربانو د بلواګانو په هدایتولو کې په مینځنی ختیځ کې د برتانوی عسکرو له قوماندان جنرال ایډمونډ النبی سره ملګرتیا ته مجبوره کړ . په ۲۰۰۰ م کا ل کې د انګلستان د خارجه وزارت خپره شوی اسناد ښی چې لارنس د نړیوال صیهونیزم د جاسوسی شبکې عامل وو . په دغو اسنادو کې راغلی دی چې یوه یهودی رونالډ سټورس ، لارنس د ارنسن په مشرۍ له یوې جاسوسی شبکې سره یو ځاې کړ چې په اوسنی تاریخ کې تر ټولو مشهوره صیهونیسټی شبکه بلل کیږی .
یو برتانوی توکمه یهودی مورخ اومشهور کارپیژاندې سر مارټین ګیلبرټ د اسراییلو د مسلو په اړه له یورشلم پوسټ ورځپا ڼې سره په خبرو کې وایی د لارنس د ځینو یادښتونو جاج ښی چې هغه د صیهونیسټا نو له غوښتنو ملاتړ کاوه . د بیلګې په توګه لارنس چې په ۱۹۲۰ م کا ل کې یې د وینسټن چرچل لپاره کار کاوه ، په ډاګه ویلی دی چې باید د مدیترانه سمندر له غاړو تر اردن سینه پورې فلسطینی ټا ټوبی د یهودیانو د ملی ټاټوبی تر عنوان لاندې په رسمیت وپیژندل شی .
چرچل په ۱۹۴۵ م کا ل کې د یالټه له کانفرنسه وروسته له عبد العزیز سره کتنه وکړه او هغه ته یې وویل ،، دا زما لپاره د ویاړ خبره ده چې له هغه چا سره کتنه کوم چې پر ما دیر لوې حق لر ی ، هغه په سختیانو او مشکلاتو کې ډیر ښه ملګرې دې او که هغه نه وې (اشاره عبدالعزیز ته ده ) نو یهودیان به خپل دیر معمولی حق ته هم نه وو رسیدلی ،،
د چرچل دا خبره چې زه یو تعصبی صیهونیسټ یم او په هغه ویاړ کوم ، نړیوال صیهونیزم پورې د هغه د سختې تړل کیدا ښودنه کوی . ،،

نور په بله برخه کې

 

 

Add comment


Security code
Refresh