Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 07 دسامبر 2014 16:06

ايراني مشهور شخصيتونه نړيوال وياړونه ( 12 )

ايراني مشهور شخصيتونه نړيوال وياړونه ( 12 )

د هستي بخښونکي خداے په نامه او ياد سره.ګرانو او قدرمنو ملګرو که مو په ياد وي چې د ((ايراني شخصيتونه او نړيوال وياړونه )) نومې دويمه لړۍ مو د دريمې او څلورمې هجري قمري پېړيو د ايراني فېلسوف ابونصر محمد فارابي په ژوند ليک سره شروع کړه. وموويل چې فارابي په قزاقستان يا افغانستان کښې د فاراب په ښار کښې دنيا ته راغے او په دمشق ښار کښې وفات شو او هم هلته کښې ښخ کړے شو او په دې ټکي مو تاکيد وکړ چې ټول ايراني او بهرني محققان او مورخان د فارابي په ايراني والي کښې شک نۀ لري او د هغۀ د کورنۍ په ايرانيوالي يې تاکيد کړے دے او د فارابي د ترک والي په اړه د ځينو کسانو ناسمې ادعاګانې يې د هغه لمن ليک په شمول چې په فارسۍ او سُغدي ژبو يې په خپلو کتابونو ليکلي دی په دقيقو او قانع کوونکو اسنادو او مدارکو سره رد کړې دي. همدارنګ مو وويل چې فارابي په مختلفو علومو کښې بې څارے ؤ. ځکه چې د خپلې زمانې د ډېرو علومو په باره کښې يې کتابونه ليکلي دي. هغه د فلسفې راژوندي کوونکے او د اسلامي فلسفې بنسټ اېښودونکے دے.  د فارابي له نظره فلسفه مطلق وجود دے.د فارابي فلسفه که څه هم اسلامي ده خو د يوناني په تېره بيا د ارسطو د فلسفې تر تاثير لاندې ده.

د فارابي له نظره فلاسفر د ټولنې مشر وي او لکه چې خداے پاک کائناب چلوي نو فلاسفر هم د ټولنې چارو ته نظم  او ضبط وربخښي. فارابي سياسي فلسفې ته زياته پاملرنه کړې ده. هغه يو داسې فلاسفر دے چې زياتې اجتماعي او سياسي انګيزې لري او همدغه چاره  د دې سبب شوې ده چې د اجتماعي او سياسي مسائلو ترمېنځ فلسفي رشتې پېدا  او په دې زمينه کښې مختلف اثار وليکي. د فارابي له نظره سياست په دوو يعنې اخلاقي او مدني برخو وېشل کيږي. د اخلاقي سياست بنياد په خداے محورۍ او په قيامت او وحي باندې په اعتقاد باندې ولاړ. همدارنګ د مدني سياست بنياد د ملت د وګړو اجتماعي ضرورت، تعاون او د هغوي مشارکت بولي. په زړۀ پورې دا ده چې فارابي مدني نېکمرغي له اخلاقي سياست سره د هغې د سمون والي په وجه بولي. د ايراني فلاسفر ډاکټر ابراهيمي ديناني په باور: ((فارابي په اجتماعي مسائلو او د هستۍله مبداء سره د اجتماعي مسائلو په ارتباط کښې  د ژوند انګېزه لري. د هغۀ تفکر له فېزېکس څخه مېټا فېزېکس يعنې ماوراء الطبيعت ته او له مېټا فېزېکس څخه فزېکس ته سېر و سفر دے. په همدې وجه دي چې هغه کلتوري فلاسفر  ګڼل شوے دے.))

فارابي کلتوري انګيزه لري او دغه انګېزه د هغۀ په  ډېرو اثارو کښې ليدل کيږي. ټولو مسلمانو حکماو د اجتماع او ټولنې په باره کښې يو ډول خبرې کړي دي خو تر اوسه هيڅ يو فلاسفر د اسلامي نړۍ په دغو څوارلسو پېړيو کښې د اجتماعي مسائلو په باره کښې د فارابي هومره خبرې نۀ دي کړې.

ويل شوي دي چې فارابي د مختلفو علومو په څانګو کښې له سلو نه زيات کتابونه تاليف کړي دي او د نړۍ خلقو ته يې په يادګار پرېښودي دي. فلسفه، منطق او مابعدالطبيعت د فارابي د  اثارو او افکارو درې مهمې او محوري څانګې بللې شوو.

د فلسفې په څانګه کښې پکار دي ووايو چې فارابي وړومبنے مسلمان فلاسفر دے چې په ډېر رنځ او کړان سره يې د ارسطو او افلاطون زياتره اثار په کامله توګه درک کړل او په خپلو کتابونو او رسالو کښې يې د هغو شرح، تفسير او نقد بيان کړ. د دغو فلاسفرانو له اثارو سره د نړۍ بيا اشنائي په حقيقت کښې د ابونصر فارابي د پوهې او کوشش په وجه ده. هغۀله يوناني فلسفې سره مينه پېدا کړه خو خپله د تجربي، ازمېښت او تعقل خاوند ؤ او يوازې يې د يوناني استادانو په الفاظو او عبارتونو بسنه نۀ ده کړې. هغۀ په فلسفې سره يو داسې عالَم وړاندې کړے دے

چې که څه هم د افلاطون او ارسطو له دنيا سره ورته والي لري خو پکار نۀ دي پکې اشتباه وکړوو.

فارابي فلسفه له يونانيانو څخه زده کړه، خو دغې فلسفې د فارابي په تفکر کښې داسې خصوصيتونه پېدا کړل چې له اسلامي تعليماتو سره نااشنا نۀ وو. فارابي په منطق، طبيعاتو، اخلاقو او مابعدالطبيعت کښې د ارسطو او افلاطون نظريات زده کړل، بيا يې هغه د اسلامي فلسفې د نظام په چوکاټ کښې په مناسبه او سازګاره توګه تاليف کړل. د فارابي د تفکر بنياد دا ؤ چې حقيقي فلسفه له يوې نه زياته نۀ ده او د فلسفې ستر استادان په خپلو کښې اختلاف نۀ شي لرلے، ځکه چې د هغوي مقصد يو دے او د يو حقيقت په طلب کښې دي.

ابونصر فارابي په خپلو ګڼ شمېر فلسفي اثارو کښې کوشش کړے دےچې فلسفه د خلقو ديني عتقاداتو ته نزدې کړي يا په بل عبارت ديني اعتقادات په فلسفي اصولو سره له خرافاتو او توهماتو پاک کړي. هغه دا ثابتوي چې مثلاً د خلقت د شروع په موضوع کښې فلسفه له مذهبي رواياتو څخه  زياته دقيقه او توحيد ته لا زياته نزدې ده. له دې نه علاوه فارابي د فلسفې د رواج لپاره چې ورباندې پوهېدل يې د نورو علوموپه شان د ټولو لپاره ضروري بللي دي کوشش کوي چې هغه مذهبي ژبې او اصطلاحاتو ته نزدې  کړي. دغه کار له هغۀ نه وروسته د لسمې ميلادي پېړۍ په مېنځنيو وختونو کښې د اخوان الصفا په ذريعې سره په کامله توګه په ګڼ شمېر رسالو کښې عملي شو. د ايراني فلاسفر او ((فارابی مؤسس فلسفه اسلامی)) کتاب مولف د  ډاکټر داوري په باور فارابي په فلسفه کښې د اجتهاد مقام ته رسېدلے ؤ او نۀ يوازې د ارسطو په شان د برهاني علم معلم ؤ بلکې علوم يې طبقه بندي کړل، اسلامي علوم يې هم په طبقه بندۍ او ترتيب کښې داخل کړل او هغو ټولو علومو ته يې منطقي او برهاني بڼه ورکړه. فارابي په حقيقت کښې د فلسفې مجدد او د اسلامي فلسفې بنسټ اېښودونکے دے. د فارابي له نظره د فلسفې حقيقت هغه د واحد خداے معرفت دے او له دې لحاظه له دين سره چې د توحيد او په خداے پاک باندې د ايمان په بنياد دے فرق نۀ لري. د دغو دواړو يوازېنے فرق په مقصد او ماهيت کښې نه بلکې په مېټاډالوجېک شکل کښې دے. يو په نظري قوت سره دے او بل په متخيله قوت سره دے او د فارابي کامل انسان هم هغه وړومبے مشر ، نبي او امام دے.))

فارابي د منطق د مباحثو يو خاص اهتمام کړے او په دې زمينه کښې يې مهم اثار ليلکي دي. هغۀ کوشش کړے دے  چې د منطق مقام او اهميت په هغه زمانه کښې چې ځينې کسان يې منکر وو وټاکي او وښئ چې د علم خاوندان ولې منطق ته ضرورت لري او ترې څۀ فائدې اخېستې شي. فارابي منطق هغه صنعت بولي چې ورسره عقل پياوړتيا پېدا کوي او په داسې مواردو کښې چې له توهم او اشتباه سره مخامخيږو مونږ صحيح لارې ته هدايتوي.

فارابي معقولات په دوو برخو يعنې « بديهی » او« نظری » برخو وېشي. د هغۀ په باور خلق په بديهياتو کښې له اشتباه سره نۀ مخامخيږي.لکه ټول د دې خبرې تصديق کوي چې کل له جزء څخه ستر دے. خو نور معقولات پکار دي د فکر او قياس په مرستې سره درک کړې شي او په همدې چارو کښې دي چې منطق ته ضرورت محسوسيږي. فارابي د منطق علم د نحوې يعنې د ژبې د دستور له علم سره قياس کوي او وائي: ((منطق له معقولاتو سره هم هغه نسبت لري چې نحوه يې له الفاظو سره لري.))

يو بل مهم ډګر چې فارابي ورته توجه کړې وه او په دې لړ کښې يې زيات اثار هم ليکلي دي د مابعدالطبيعت  ډګر دے. له توحيد سره د فلسفې د سازګارولو لپاره د هغۀ د کوشش نتيجه هغه نظام او قواعد دي چې له دين سره نااشنائي او مخالفت نۀ لري او لکه چې معلومه ده چې فلاسفر کولې شي هغه د دين باطن وګڼي.

 الهي علم چې ارسطو به د فلسفې تاج بالۀ په هم هغه صورت کښې چې د ارسطو په مابعدالطبيعت کتاب کښې راغلي ؤ باقي پاتې نۀ شو او فارابي پکې يو لړ بدلون رامنځته کړ. د هغۀ له نظره موجودات له ډېرې نيمګړې مرتبې څخه د کمال په لور په حرکت کښې دي او هيڅ څيز د  کمال په مرتبه کښې خداے پاک ته نۀ رسيږي او په همدې وجه ضد او نظير هم نۀ لري.

تر بل پروګرام پورې بريالي  اوسئ.

------------------------------------

Add comment


Security code
Refresh