Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 13 ژانویه 2015 11:14

وحدت او يووالے د اسلامي نړۍ يو هنګامي ضرورت

د وړومبۍ خور يا ربيع الاول د مياشتې په اولسمه نېټه د جمعې په ورځ د اسلام د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د ولادت د نېکمرغې کليزې په موقع د اسلامي وحدت په نړيوال کانفرنس کښې ګډون کوونکو يو شمېر عالمانو، متفکرانو او د اسلامي هېوادونو سفيرانو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمي خامنه اي سره کتنه وکړه. په دغه کتنه کښې د اسلامي  انقلاب د معظم رهبر بيانات په يو لړ مهمو مسائلو مشتمل دي چې له مختلفو زاويو څخه د اسلامي نړۍ له برخليک سره تړل شوي دي. په غه وېنا کښې چې ستاسو په خدمت کښې به يې وړاندې کړو دغه موضوع څېړلې شوې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلو بياناتو په يوه برخه کښې د اسلامي وحدت او يووالي د نيشتوالي له کبله رامنځته شويو افسوسناکو پېښو ته په اشارې او د اسلام د دښمنانو د تفرقه اچوونکو پلانونو په کاميابۍ باندې د خواښينۍ په  څرګندولو سره تاکيد وکړ،که مسلمان ملتونه په سترو وسائلو او ځانګړيو خصوصيتونو سره نۀ په جزئياتو کښې بلکې په کلي تګلارو کښې يو زړۀ  او يو اواز شي نو د اسلامي امت د ترقۍ او لوړتيا ضمانت ورکېدې شي او د اسلامي دنيا د وحدت او يو اواز والي نړيوال انعکاس به د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) د شرف، آبرو او عظمت ذريعه وګرځي.

خو نن نړۍ ته د مسلمانانو يو بل شان انځور وړاندې شوے دے. يوې ډلې د اسلام،دين او جهاد په نامه د جنون تر حده او بې مهارتوب سره د خلقو وژلې، تشدد او تندلاريتوب ته مخه کړې ده. دغه پېښې يو ساده اتفاق نۀ دے. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وېنا له مخې هغه تشيع چې د برطانيې له اېم آئي شپږ سره تعلق لري او هغه تسنن چې د سي آئي اے اېجنټ دے دواړه د اسلام او پېغمبراکرم (ص) خلاف دي.

د اسلامي نړۍ اوسنے حالت ښودنه کوي چې وحدت او يووالے د اسلامي امت ورکه شوې کړۍ ده. يو هغه عامل چې دغې تفرقې ته يې لمن وهلې ده د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقه اچونې لپاره د لويديځو رسنيو او د لويديځي جاسوسي او استخباراتي مرکزونو پرله پسې کوششونه دي. دغه دوامدار بهير د اسلام د عدل او انصاف غوښتونکو افکارو له پراختيا څخه د مخنيوي لپاره د لويديځ د سټراټيجۍ يوه برخه ده.

خو د دغه رغانده تفکر په ځاے په نړيوالو سطحو کښې غالب بهير له اسلام څخه د ويرونې القاء ده چې کوشش کوي د شيعه  او سني په شمول ټول مسلمانان د بل لپاره يو خطر معرفي کړي.

دغه تخريبي بهير د سيمې په سطح په ظاهره په ديني تعليماتو معتقدو ډلو او حتی د سياسي نظامونو د بڼه نيونې په بنياد دے، خو په حقيقت کښې د هغې نړيوالې سلطې اوزار دے چې  د اسلامي نړۍ په سياسي افکارو کښې يې رخنه کړې ده. د دغه بهير له نظره د حج د مناسکو په شان د وحدت او يو والي يو لړ موضوع ګانې او هغه ګډ دودونه او اعتقادات چې د مسلمانانو له ګډ برخليک سره تعلق لري پيکه او حتی باطل ښودل کيږي چې حقيقي اسلامي وحدت ونه کړې شي د اسلامي امت د نرم قدرت د مظهر په توګه خپل کارنده توب ثابت کړي.

حال دا چې د اسلام مبين دين په بالقوه توګه له وحدت بخښونکو عناصرو څخه جوړ شوے دے چې د اسلامي امت لپاره يو ترټولو مهم ضرورت دے خو دغو مهمو او کليدي عناصرو د علم او عمل په مېدان کښې نۀ  دي کړې شوي د راڅرګندېدو فرصت پېدا کړي. د دغه کمښت دليل البته پکار دي د مسئلې په دواړو خواو کښې ووينو. يوې خوا ته يې د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت او يو والي د ړنګولو لپاره د اسلام د دښمنانو رول دے او  د مسلمانانو ترمېنځ هيڅکله وحدت او يو والے نۀ شي زغملے. بل علت يې د وحدت په نيشتوالي البته پکار دي د ځينو اسلامي حکومتونو د سياستونو او چلندونو په دننه کښې وګورو چې د وحدت په ځاے تل د استکباري قدرتونو په نيابت سره تېل، پېسې، وسائل او حتی اسلامي هېوادونه او سيمې د پرديو په خدمت کښې او د اسلامي هېوادونوترمېنځ د تعلقاتو د خرابولو او له دننه څخه د اسلامي نړۍ د تخريب لپاره کارول شوي دي.

د دغه سياست نمونې له امريکې سره د سعودي عربستان په شان د سيمې د ځينو هېوادونو په غږملتيا کښې لېدې شوو چې خپلې پېسې او قدرت په بحرېن، يمن، سوريې، عراق او لبنان کښې د مسلمانانو په ځپلو خرچ کوي او د تفرقه اچوونکو مداخلتونو او د سلفي ګرۍ او افراطي افکارو په ترويجولو سره له مېنځني ختيځ نه واخلې د افريقا تر شمال او تر  پاکستان او افغانستان پورې اسلامي هېوادونو کښې د مذهبي،اجتماعي او ملي ډلو او اختلافاتو د رامنځته کونې زمينه برابروونکي شوي دي.

په سيمه کښې استبدادي او سطحي نظر لرونکي رژيمونه چې د استعماري بهير لخوا له  هر اړخيزو او پراخو ملاتړونو سره وابسته دي، نۀ يوازې د اسلام او حتی د تسنن د ګټو په لاره کښې څه ډېر وړوکے ګام هم نۀ اخلي بلکې په تشدد پالنې، فتنه اچونې او په فاشېسټي دريځونو او چلندونو سره د اسلامي مذهبونو د پېروکارو او اقوامو ترمېنځ د بېلتون هم سبب شوي دي. په داسې حال کښې چې د اسلامي امت په ګټو او د اسلامي نړۍ په وحدت باندې تمرکز  د اسلامي هېوادونو د ګټو د پوره کېدو ضمانت ورکوونکے دے.

په لا زيات واضحه بيان سره پکار دي ووايو چې هيڅ يو اسلامي هېواد له وحدت څخه ضرر نۀ کوي، ځکه چې وحدت او يووالے د يو ملت د اقتدار له اصلي موضوعاتو څخه دے.

خو د اسلامي امت د برخليک د يو والي او پېوستون په معنا وحدت هغه وخت رامنځته کېدې شي چې د هغۀ په زمينه برابروونکي بنياد  باندې يې بڼه نيولې وي چې د ټولو مسلمانانو په برخليک کښې يو موثره کردار ولرلې شي.

د وروستيو کلونو په ترخو پېښو کښې له بده مرغه زيات ليدل کيږي

چې د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت ماتوونکو ډلو له رامنځته کېدو سره سره استکباري او سلطه لټونکو قوتونو د اسلامي امت په صفونو کښې د نفاق د رامنځته کولو لپاره د ترکي ازم او پان عربي ازم په جعل کولو او ايجادلو او د وهابيت په شان فرقو په جوړولو سره د اسلامي وحدت اصل هدف ګرځولے دے. دغو مخربو بهيرونو د فرقو او مذهبونو کلامي، فقهي او سياسي  مطلب اخېستنو او د نظرياتو د اختلاف په غټولو سره کوشش کړے دے چې د اسلام اصل له مشکل سره مخامخ کړي، دغه کمزوري او کمښت د سياسي شاته پاتې واليو او د هغو مداخلت کوونکو قدرتونو له زماني او سياسي  حالاتو څخه د ناسم درک په دليل چې هغوي يې په اسلامي نړۍ کښې د وحدت او پېوستون د زمينو د ختمولو اوزار ګرځولې دي.

دغو ټولو ترخو حقائقو ته په پام سره دي چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ چې ټولو مسلمانانو ته پکار دي  چې د قران شريف په تعليماتو باندې په تکيې سره د نړيوال استکبار او صهيونېزم چې په سر کښې يې امريکه او د اسرائيلو غاصب رژيم دے په مقابل کښې ټينګ  اودرېږي.

حقيقت دا دے چې په افغانستان کښې د طالبانو په شان تر عنوانونو لاندې د اسلام په نامه د تندلارو ډلو او په سر کښې يې د القاعدې او داعش په شان د ترهه ګرو ډلو پېدائش د ټولو مسلمانانو لپاره له پولو نه وراخوا يو ګواښ دے. دغه سياسي بهير د تکفيري فرقود رامنځته کولو په شان د مذهبي نفاق اچونکي سياست او په ظاهره د مسلمانو ډېکټاټوري رژيمونو د ملاتړ له لارې تعقيبوي.

هغه خطر چې نن اسلامي نړۍ ګواښي له ديني اعتقاداتو څخه د دفاع په نامه د ديني تفرقې پراختيا ده چې په عراق، افغانستان، سوريې او لبنان کښې د وروستيو څو کلونو د پېښو په څرګندو او پټو لايو کښې تعقيب شوي دي.

له بده مرغه مخرب بهير اوس هر ځاے ته رسېدلے او پراخه شوے دے دے او مسلمانان يې د مسلمانانو په مقابل کښې او له اسلام څخه د ويرې بهير يې د اسلامي امت په مقابل کښې راوستے دے.

دغه باطل دور د دې سبب شوے دے چې د سني او شيعه په شمول اسلامي نړۍ د پرمختګ او د اسلام حقيقي مقام ته د رسېدو لپاره ونکړې شي له هغو مشکلاتو او خنډونو څخه چې رامنځته شوي دي تېره شي.

په حقيقت کښې هغه کسان چې د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې په فکر کښې دي په دې لټه کښې دي چې د اسلامي ټاټوبو په برخليک باندې د تسلط او د هغو د طبيعي ذخائرو، شتمنيو  او اومو موادو په تېره بيا د تېلو د لوټلو لپاره لاره برابره کړي او پوهيږي چې د هغوي د دغو سپېرو هدفونو  پوره کېدل د مسلمانانو له يو بل نه له بېلتون او وړو لويو ټولنو له اختلافاتو، بېلتون او ناتوانۍ سره تړاو لري.

د امريکې او صهيونېسټ رژيم واکمنان له هغو ټولو کوششونو او په درنو بودجو سره چې په مېنځني ختيځ کښې يې د بنيادي بدلونونو د رامنځته کولو لپاره لګولې دي تر اوسه نۀ دي کامياب شوي چې د ټاکل شويو پروګرامونو او نقشو له مخې خپل خوبونه رښتيا کړي  او له دې امله په تېرو څو کلونو کښې امريکې او صهيونېسټ رژيم کوشش کړے دے چې په سيمه کښې د بدلونونو د رامنځته کولو لپاره د مخکېنو روشونو په کارولو کښې د تاکتيک په بدلون او بيا نظر کونې سره اقدام وکړي.

په سيمه کښې د افراطي او تندلارو ډلو څرګندېدنه په حقيقت کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د مېنځني ختيځي طرحې د فکري کړيو دوام دے چې نتيجې ته د رسېدو لپاره  په سيمه کښې له مالي، سياسي او فکري مرستو  څخه برخور دي چې د سي آئي، موساد او په امريکه کښې له صهيونېسټي لابۍ آئپېک ادارو سره مرتبط دي

دا هغه ګواښ دے چې اسلامي نړۍ يې پکار دي ټول اړخونه وپېژني او په دې پوهه شي چې هغه کسان چې له تشدد او ترهه ګرۍ څخه ملاتړ کوي د اسلام د دښمنانو د سياسي مقاصدو او ګټو لپاره ګام اوچتوي.

خو هغه کسان چې تشدد او ترهه ګري په هر شکل کښې که هغه په مينځني ختيخ کښې او که په اروپا او امريکه کښې وي د اسلام په نامه ليکي، د دوي کار دوه دليله لرلې شي، يو دا چې د هغوي دا حرکت يو پلان شوے بهير دے او دويم دا چې که فرض شي دا حقيقت يې نۀ وي درک کړې چې حقيقي اسلام د تندلاري توب او تشدد دين نۀ دے بلکې د نرمۍ،روغې جوړې ، رحمت او اعتدلال دين دے او اسلام د انسانانو وژل نۀ غواړي او د اسلام حقيقي څېره پکار نۀ دي د تندلارو اقداماتو د سېمبول په توګه وړاندې کړې شي.

په هر حال د اسلام د وحدت بخښونکو پېغامونو رسول نن د اسلامي هېوادونوترټولو مهمه ترجيح ده او دا مهمه چاره د اسلامي هېوادونو د چارواکو، سياستوالو، عالمانو او پوهانو ذمه واري لا زياته درنوي.

د ايران اسلامي جمهوريت په دې زمينه  کښې يو لړ پرله پسې کوششونه کړي دي او د وحدت په شعار باندې خپله عملي پابندي يې ثابته کړې ده.

---------------------------------

Add comment


Security code
Refresh