Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 20 آوریل 2015 16:52

لاسي صنائع، د ايراني تمدن ميراث ( 24 )

ايران په مختلفو سيمو کښې د فلزاتو له سترو زېرمو او ارزښتناکو کانونو څخه برخور دے او همدا موضوع په ايران کښې د فلزکارۍ د علم او صنعت د پراختيا سبب شوې ده. په دا ډول چې د مصر، بابل او هند په شان سيمو اوسېدونکي له هغوټولو پرمختګونو سره چې په دې زمينه کښې يې لرل نه دي کړې شوي له ايرانه په اوچت موقعيت کښې راشي. په دې مېنځومان کښې د ايران د فلزکارۍ په صنعت کښې قيمتي فلزات يو مهم مقام لرۀ. هغه فلزات چې هم يې د يو هېواد د ارزښتناکو زېرمو او ثروت په توګه سياسي انډولونه بدلول او هم به په فوځي جنګونو او جګړو کښې د جنګي غنيمتونو يوه مهمه برخه ګڼلې کېده.

سرۀ زر له ډېرو پخوانيو وختونو راهسې د ښکلې ځلا او د اکسيداسيون او نورو کېميائي عواملو په مقابل کښې د اوچت مقاومت، د اعلی شکل قبلونې او د کم پېدا کېدو په دليل د بشر د پام وړ وو او دي او يو خاص اهميت يې لرلے دے. سرۀ زر د نړۍ د پېسو د ترټولو مهم معيار په توګه هم مطرح دي او د استعمال ترټولو زيات مورد يې د پېسو د نړيوالو ذخيرو په توګه د سرو زرو د خښتو او سيکو په جوړولو کښې دے. دغه فلز د ښکلا او مقاومت په وجه د زيوراتو او کالو او د لاسي صنائعو په ځينو څانګو کښې زيات استعمال لري.

د سرو زرو او جواهراتو صنعت او د زېوراتو او قيمتي فلزي مصنوعاتو جوړښت او توليد په ايران کښې اوږده مخينه لري او ايراني زرګرانو او جوهريانو له اسلام نه مخکې او وروسته په مختلفو تاريخي دورونو کښې يو غېر معمولي مهارت لرلے دے. د ساسانيانو دور په ايران کښې د سرو زرو داستعمال د اوج زمانه وه او د مورخانو د ليکنو، تاريخي اسنادو او د لرغون پېژاندو د تحقيقاتو له مخې په هغه دوران کښې د سرو زرو، جواهراتو، قيمتي کاڼو او طبيعي موادو توليدي او تجارتي فعاليتونو زيات رونق لرلے دے. ساساني باچايانو به د اشرافي زېوراتو او په خاصه توګه د باچائي تاج او تخت جوړولو ته خاصه توجه لرله چې ټول خلق يې حېرانه کړي وو او د هغه دوران د سروزرو د لاسي مصنوعاتو د خصوصيتونو ذکر په تاريخي کتابونو کښې زيات ليدل کيږي.

البته د ويلو ده چې په دغو تاريخي دورونو کښې به سرۀ زر په دربارونو او د باچايانو لخوا استعمالېدل او د عامه خلقو به نه په برخه کېدل. خو د سروزرو ترڅنګه سپينو زرو هم زيات استعمال لرلے او د زېوراتو او لاسي صنائعو په جوړولو کښې ترې استفاده کېده او کيږي. سپين زر يو ګران بيه فلز دے چې د هغو زياتره استعمال هم د يو ګران بيه فلز په توګه او همدارنګ د اوچت رسانائي قابليت لرلو په وجه دے.

مليله کاري د فلزکارۍ له ترټولو ظريفوڅانګو او د ايران له ترټولو مهمو  صنائعو څخه ده.

د مليله کارۍ هنر له سروزرو، سپينو زرو او مېسو سره د کار محصول دے چې پکې فلزات په نري تار پېرل کيږي او پېرودونکے يې د وخت په خرچ کولو، په زيات غور کولو، مهارت او هنرمندۍ سره پرې کوي او له دوديزو نقشو او هنري طرحو څخه په استفادې سره يې په خپلو کښې سره يوځاے کوي.

مليله کاري د سروزرو او سپينو زرو د تاوکړې شويو او پېچل شويو تارونو په معنا ده. د هغه شباهت په وجه چې هم د رغوونکو موادو له لحاظه او هم د ظرافت له لحاظه له مليله ګنډلو سره لري په دې نوم مشهور شوے دے.

د دې کار د مخينې په باره کښې هم ويلې شوو چې د مليله کارۍ لرغونوالے تقريباً له ميلاده دوه سوه کاله وړاندې مودې ته رسيږي. د ايران ترټولو پخوانۍ مليله د اکثرو محققانو د روايت له مخې د هخامنشيانو له دوران سره اړوند ده. امريکائي ايران پېژاندے آرتورپوپ د ايران د هنر شاهکارونه نومې کتاب کښې د اسلام له ظهور نه په وروسته کلونو کښې د زرګرۍ او سپين زرو کار ته په اشارې سره له دولسمې ميلادي پېړۍ سره متعلق د مليله کارۍ اثارو ته اشاره کړې ده. خو په عېن حال کښې هغه هم وائي چې له هغې زمانې نه د باقي پاتې اثارو شمېر ډېر کم دے او له دې امله  چې مليله له سرو او سپينو زرو څخه جوړيږي نو له هغو څخه يې زياتره ويلې کړي او بيا يې ترې استفاده کړې ده او په همدې وجه له دغو هنرونو  څخه کمې نمونې باقي پاتې دي.

د تاريخي اسنادو له مخې د دغه لاسي هنر رونق له سلجوقي دور څخه شروع او په صفويه دور کښې خپل اوج ته  ورسېد او  زنجان او اصفهان ښارونو په دې پېشه کښې زياتره هنرمندان تربيت کړل او د لاسي هنرونو ډګر ته يې ډالۍ  کړل.

په زنجان کښې د مليله کارۍ د تاريخچې په باره کښې د سېلانيانو ليکنو او سفرنامو ته مراجعه کولې او همدارنګ د مليلې باقي پاتې آثار څېړلې شوو چې اکثر له دوو وروستيو پېړيو سره متعلق دي. اکثر تاريخي کتابونو چې د زنجان په باره کښې يو لړ اشارات لري د دغه ښار له صنائعو څخه له هر څه نه زيات د فلزکارۍ د صنعت په اړه خبرې شوې دي او له هغه ځايه چې مليله کاري هم د فلزکارۍ يوه څانګه ده د تګ لار يې د سيمې د فلزکارۍ په زمينه کښې لټولې شوو.

په زنجان کښې د مليله کارۍ مخينه له اولسمې ميلادي پېړۍ څخه را په دېخوا روښانه او معلومه ده. د نمونې په توګه انګرېز فرېډريک ريچرډ په خپله سفرنامه کښې ليکي: ((زنجان ښار يو وړوکے ښار دے خو د دغه ښار مليله کاري او سپين زر زيات پړق پړوق او رونق لري.))

نن سبا په زنجان کښې د مليله کارۍ تقريباً دېرش کارخانې فعالې دي چې د دغو کارخانو د مليله کارۍ استادان ټول د استاد منصور کاظميان مقدم له شاګردانو څخه دي. دغه هنرمند له تېرو څلوېښتو کالو نه تر اوسه پورې د دغه هنر د حفاظت او بقا لپاره د مليله کارۍ روزنې ته ملا تړلې او زيات استادان يې تربيت کړي دي.

د زنجان په مليله کښې د استعمال شويو سپينو زرو قېراط يا عيار په 99.9 فيصده خالصوالي سره چې سلو قراطو سره مشهور دي استفاده کيږي. د جوړښت د کېفيت له لحاظه د اصفهان مليله د زنجان د مليله په نسبت زيات ستر نقشونه لري خو د زنجان د مليلو د نقشونو وړې کرښې ، ښکلا او ظرافت زيات دے.

په مليله کښې رائج نقشونه اکثر د ايران له پخوانيو او دوديزو ډيزائنونو څخه اخېستل شوي دي چې په دندانه، تابيده، جِقّه، بته ترمه، برگ فرنگ، برگ، غنچه، پيچ، پيچک، سه چشمه او يک چشمه نومونو سره نومول کيږي. د ويلو ده چې په ځينو مواردو کښې له قيمتي کاڼو څخه استفاده هم د دغو لاسي صنائعو ښکلا دوه چنده کوي.

د مليله کارۍ د کار اوازر د زرګرۍ د اوزارو په شان دي. لکه څټک کاري، تاودوخي ورکول، تار تېرونه،حُديده کاري او قالب بندي له هغو کارونو څخه دي چې د مليله جوړونې په صنعت  کښې د استادکار لخوا ترسره کيږي. د مليله د اثارو د برابرولو او جوړولو لپاره وړومبې پکار دي د سروزرو، سپينو زرو يا مېسو له جنس  څخه د مليلې پټۍ برابره شي. په هغو قالبونو کښې چې معمولاً له تختې او مومو څخه جوړيږي د سيمونو په اېښودلو سره  او ورته د مختلفو طرحو او شکلونو په ورکولو سره د سپينو زرو تارونه د ګرمولو په وجه د مېسو له بورې سره يوځاے کيږي او بيا د مختلفو لوښو په شکل کښې څرګنديږي.

د مليلې د پټۍ له برابرېدو وروسته د مليلې د جوړولو نوبت رارسي. په دغه مرحله کښې وړومبې د يو مستطيل شکل فلزي تخته په مختلفو ډولونو او اندازو سره غوره کيږي او يوه سطح يې په مومو سره لړلې کيږي. د دغې لايئ غټوالے له دريو نه تر څلورو ملي ميټرو پورې دے. بيا يو قالب د نظر وړ محصول په شکل سره برابريږي او کلي طرحه تقسيم بندي کيږي او د سطحو مېنځني ځايونه د مليلې په نقشونو سره ډکيږي. په وروستۍ مرحله کښې د ډېرو ظريفو فولادي تارونو په ذريعې سره نقشونه له يوبل سره تړي چې جوړ شوي شکلونه سره ګډوډ نه شي او بيا د مومو د ويلې کولو په ذريعې سره د مليلې جوړه کړې شوې ډانچه له لاندې پاڼې څخه بيلوي.

البته د مليلې په يو بل ډول کښې په کږولو او ټانکه کولو سره د مليلې صفحې جوړيږي او د جوړېدو طريقه يې داسې ده چې وړومبې له مليلې څخه د خپلې خوښې اندازو سره يو لړ صفحې برابريږي او بيا د هغو په مرستې سره د ګېلاس، پيالۍ، قندان، د ګلابو اوبو شيندونکي . د فوټو د فرېم او قاشغې وغېره لاسکي جوړوي

د سپينو زرو ګرانوالے په ټولو دورانونو کښې د مليله کارۍ د محصولاتو د تقاضا کوونکو د کموالي يو دليل ؤ او دے. خو د مليله کارانو د هنر محصول د ښکلا اوظرافت په دليل نن سبا د نړۍ په مختلفو سيمو کښې ميوزيمونو، خاصو هنري مرکزونو او د سرمايه دارو کسانو د کورونو ښکلا بخښونکے دے. دا ډول لاسي صنائع د هغو بهرنيو سېلانيانو او سياحانو ترمېنځ  زيات پلويان لري چې ايران ته راځي او د ايران د مختلفو لاسي صنائعو نمونې د ډالۍ او تحفې په توګه له ځان سره وړي.

--------------

Add comment


Security code
Refresh