Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 27 می 2015 16:35

د ميانمار مسلمانان د دنيا ترټولو هېر شوے ملت

په دې ورځو کښې د اېشيا په ختيځ کښې په يو ملت باندې د مسلمانۍ په جرم ظلمونه اوستمونه کيږي چې د يو شمېر محدودو انسانانو او بشر دوستانه ادارو نه بغېر هيڅوک د دغو انسانانو سختو حالاتو ته پاملرنه نۀ کوي.د ميانمار روهينګيا نومې تر ستم لاندې زرګونه مسلمانان د ميانمار د تندلارو او اورپکو بودايانو او د دغه هېواد د حکومت د دباو او ځپنې له کبله له خپلو کورونو څخه کډه په سر شوي دي او اوس د لرګو په کشتيو کښې د اېشيا د جنوب ختيځ په غورځنګناکو څپو کښې سرګردانه دي. دغه غميزه دومره بوږنوونکې ده چې ملګرو ملتو هغوي ((د دنيا يو ترټولو مظلوم ملت)) او ((يو بې دوسته او بې وطنه اقليت)) بللي دي.

له دې سره سره چې د روهينګيا مسلمانانو پرله پسې نسلونه نسلونه په ميانمار کښې ژوند کړے دے، د دغه هېواد حکومت هغوي ((تازه راغلي مهاجران)) نوموي او دې ته تيار نۀ دے چې په خپل هېواد کښې هغوي ته د ښاريز توب او مدني حقوق ورکړي.

روهينګيا په ميانمار کښې تقريباً يو ميلين او درې لکه نفوس لرونکي مسلمانان دي.  هغوي د ميانمار په لويديځ کښې په راخين صوبه کښې د بنګلادېش له پولې سره نزدې ژوند کوي.د ميانمار حکومت د روهينګيا اقليت په رسميت نۀ پېژني، د هغوي لپاره د ښاريزوتوب او مدني حقوقو قائل نۀ دے او هغوي غېر قانوني بنګالي مهاجرين بولي.

د ميانمار حکومت روهينګيا مسلمانان له ښاريزو سيمو لرې په کليو او کېمپونو کښې مېشته کړې دي او هغوي له يو ځاے نه بل ځاے ته د تلو له اجازې بغېر د حکومتي ځواکونو تر نظر لاندې ژوند کوي. د روهينګيا مسلمانانو ازار او ا‌ذيت يوازې د ميانمار د حکومت لخوا نۀ دے بلکې په وروستيو کلونو کښې په ميانمار ټولنه کښې د نژاد پرستانه تفکراتو په پراختيا سره زيات روهينګيا مسلمانان د بودائي تندلارو ډلو په لاس قتل عام شوي دي. ميانمار له درې پنځوس ميلينو زيات نفوس لري او نوي فيصده نفوس يې بودايان دي. له 2011 کال څخه په ميانمار کښې له سياسي بدلونونو وروسته په روهينګيانو باندې دباو زيات شوے دے. د رسمي شمېرنو له مخې يوازې له 2012 نه تر 2014 پورې کلونو کښې تقريباً درې سوه روهينګيا مسلمانان د تندلارو بودائي ډلو په حملو کښې ووژل شول او د ملګرو ملتو د اعلان له مخې په تېرو درې کلونو کښې له هغوي څخه له يو لک او شل زرو نه زيات کسان له خپل هېواد څخه په تښتېدو مجبوره شوي دي.

 د 2014 کال په دسمبر کښې د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ د يو پرېکړ ليک په تصويبولو سره د ميانمار له حکومته وغوښتل چې د روهينګيا مسلمانانو په باره کښې دې خپله پاليسي بدله کړي او ورته دې د ښاريزتوب حق ورکړي. د دې باوجود چې دغه پرېکړ ليک د ملګرو ملتو د  193 هېوادونو په مثبتې راې سره تصويب شو د ميانمار حکومت يې هم هغه شان د مفادو اجرا او عملي کولو ته پام نۀ کوي. هغه کسان چې له ميانمار څخه تښتېدل غواړي نو پکار دي قاچاقچيانو ته د هر کس په سر له دوه سوو نه تر درې سوو ډالرو پورې پېسو په ورکولوسره وړومبې تائيلېنډ او بيا د تائيلېنډ له لارې ملېشيا ته لاړ شي. د تائيلېنډ، ملېشيا او انډونېشيا ترمېنځ اوبو کښې په هفتو هفتو سرګردانۍ، د خوراک څښاک نۀ شتون او په دغو کشتيو کښې د مرګ تر حده جنګ جګړو يوه وحشتناکه ټرېجېډي رامنځته کړې ده.

په ميانمار کښې د روهينګيا مسلمانانو د ژوند تېرولو حالت تر دومره حده سخت او مرګونے دے چې هغوي په ورستو کشتيو کښې د مرګ خطر ته  په خپل پلارني وطن کښې اوسېدو باندې ترجيح ورکوي، خو د ميانمار هيڅ يو ګاونډي هېواد د هغوي قبلولو ته تيار نۀ دے. د انډونېشيا، ملېشيا او تائيلېنډ حکومتونه په هيڅ وجه د روهينګيا مسلمانانو کډوالۍ منلو ته تيار نۀ دي. په سمندر کښې د هغوي د سرګردانۍ يو دليل هم د دغو بې وزلو او مظلومو مسلمانانو له قبلولو څخه د سيمې د هېوادونو ډډه کونه ده. د بنګلادېش د حکومت د وېنا له مخې په اوس حال کښې له درې لکو نه زيات روهينګيان د دغه هېواد د جنوب ختيځو غاړو په کېمپونو کښې مېشته شوي دي. د دغو کېمپونو حالت او هغه مشکلات چې د دغو مسلمانو مهاجرو په وړاندې موجود دي له دې نۀ زيات ښۀ نۀ دي چې دوستان او خپلوان يې په ميانمار کښې ورسره مخامخ دي. په اکثرو کېمپونو کښې ښځې، ماشومان، بوډاګان او بيماران پراتۀ دي. په دغو  کېمپونو کښې د ژوندي پاتې کېدو او په شواروز کښې د ډېرو لږو خوړو د حاصلولو لپاره جنګ روان دے. د بنګلادېشيانو له نظره دغه کډوال د يوې ډېرې ټيټې طبقې خلق دي او څوک يې د لږ احترام هم قائل نۀ دي. په دغو کېمپونو کښې د نړيوالو مرستو هيڅ خبر نيشته، د ډېرسخت او ستومانه کوونکي کار په بدله کښې يې د يو وخت مختصرې ډوډۍ ترحده ډېره لږه مزدوري او دياړي په برخه کيږي. تۀ به وائې د دغو مهاجرو مشکلات او مصائب څه پوله او حد نۀ لري، د هغوي لپاره د امن څنډه نۀ په ميانمار کښې، نۀ په تائيلېنډ او بنګلادېش کښې او نۀ په بل يو ځاے کښې پېدا کيږي.

په بشر دوستانه چارو کښې د ملګرو ملتو يو لوړرتبه چارواکي ((والر آموس)) دوه کاله آګاهو له ميانمار څخه په کتنه کښې وويل، د روهينګيانو حالات هغه ډېر وحشتزده کړے دے. آموس ډېر نامناسب حالات لرونکو  کېمپونو کښې له يولکونه د زياتو ورهينګيانو ژوند ته په اشارې سره تاکيد کړے ؤ چې د راخين صوبې د تشدد قربانيان او مهاجر مسلمانان حتی له امدادي مرستو څخه هم بې برخې شوي دي. د ميانمار د مسلمانانو د دغو واقعاتو او حقائقو د اعلانېدو او د هغوي د افسوسناک حالت د رپوټونو د خپرېدو باوجود ملګرو ملتو او له بشري حقوقو څخه د دفاع مدعي لويديځو حکومتونو تر اوسه د اورپکو بودايانو په لاس د ميانمار د مسلمانانو له نسل کشۍ څخه د مخنيوي لپاره هيڅ اقدام نۀ دے کړے. د دې په اپوټه د امريکې ولسمشر باراک اوباما او د اروپا  واکمانانو او د اروپائي اتحاديې چارواکو د هغه څه په رامنځته کولو کښې چې هغوي يې خلاصه سياسي فضاء بولي د ميانمار د حکومت د اقدام د ستائېنې لپاره ميانمار ته سفرونه وکړل. هغوي د ميانمار د حکومت په خلاف بائيکاټونه ختم کړل او د دغه هېواد شپږ ميليارډ ډالري پورونه يې معاف کړل.

د ميانمار له مسلمانانو سره د دغه هېواد له واکمنانو څخه له تبعيض نه په ډک چلند کښې د هيڅ بدلون اميد نۀ کيږي، ځکه چې هغوي په خپل کردار او چلند سره ښودلې ده چې د ميانمار په مسلمانانو د اورپکو بودايانو وحشيانه حملې د ميانمار د حکومت لخوا د تائيد وړ دي. دوه کاله مخکې د ميانمار يو نامتو چارواکي په يوه مرکه کښې د دغه هېواد د مسلمانانو د نسل وژنې او وړومبنيو بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په باره کښې د نيويارک ټائمز د خبريال د پوښتنې په ځواب کښې وويل: ((بشري حقوق له مسلمانانو سره تعلق نۀ لري.))

له افسوس نه ډک ټکے دا دے چې د ميانمار ازادي غوښتونکے او د نړۍ په سطح پېژندل شوے شخصيت آنګ سان سوچي هم د روهينګيا مسلمانانو د حقوقو د څرګندې خلاف ورزۍ په اړه خاموشي اختيار کړے ده او ويلي  يې دي چې هغه د هيڅ يوې خوا په ګټه يا زيان دريځ نيونه نۀ شي کولې. آنګسان سوچي د ميانمار له فوځي حکومت سره د خپلو مبارزو په خاطر په لويديځ کښې يو پېژندل شوے شخصيت دے او نوبل انعام يې هم ترلاسه کړے دے. بې له شکه که آنګسان سوچي يوازې د يو انسان په توګه د ميانمار د مسلمانانو د وړومبنيو حقوقو  له خلاف ورزۍ څخه دفاع کړې وې نو کولې يې شول د ميانمار د مسلمانانو سخت حالت ته د نړيوالو نظر راواړوي.

شايد په داسې صورت کښې لويديځو حکومتونو به د عامه افکارو تردباو لاندې د ميانمار له حکومت سره د تعلقاتو په عادي کولو کښې بيړه نۀ کوله.

د ميانمار په وړاندې د لويديځو حکومتونو چې په سر کښې يې امريکه ده سټراټيجي او پاليسي د اېشيا په ختيځ کښې له چين سره د سيالۍ تر تاثير لاندې د خپلو انډيوالانو په ډله کښې د ميانمار شاملول دي. هغوي په ډېرو مواردو کښې دا ښودلې ده  چې د اقليتونو له حقوقو څخه ملاتړ او بشردوستي يوازې د خپلو مقاصدو د پوره کولو لپاره يوه وسيله ده. هر ځاے چې دغه موضوع د هغوي له ګټو سره سمون خوري د بشريت د تاريخ تر ټولو زيات بشر دوسته حکومتونه کيږي او که له ميلينونو انسانانو څخه ملاتړ د هغوي د مقاصدو په خلاف وي نو د لکونو بې ګناه انسانانو په خلاف نژادي تبعيض باندې ښۀ په اسانۍ سره سترګې پټوي. دغه موضوع د تبت له بودائي مشر دالائي لاما  څخه د لويديځ په ملاتړ کښې څرګنده ده. لويديځ له دالائي لاما څخه د چين د حکومت لخوا د تبت د بودايانو د حقوقو د خلاف ورزۍ په دليل ملاتړ کوي، خو د اورپکو بودايانو لخوا د ميانمار د مسلمانانو په نسل وژنې باندې سترګې پټوي. په نړۍ کښې د بودايانو تعليمات په اعتدال او منځ لاريتوب مشهور دي. له بده مرغه دالائي لاما هم د بودائيانو ترمېنځ د خپل ژور نفوذ باوجود د ميانمار د مسلمانانو د قتل عام او د هغوي د  کډمارۍ په وړاندې تر اوسه جدي او تاثير کوونکے غبرګون نۀ دے ښودلے. دالائي لامه هم په عمل کښې د لويديځو حکومتونو د لاس ګوډاګے جوړ شوے دے او د لويديځو حکومتونو د سياستونو او د هغوي د ګټو په بنياد د ډېرو انساني غميزو او د اقليتونو د حقوقو د خلاف ورزيو په  وړاندې د خپل نظر څرګندونه کوي خو له دې امله چې  د ميانمار د مسلمانانو په خلاف په تبعيض، د هغوي په قتل عام او کډوالۍ باندې جدي او مضبوطه نيوکه د لويديځو حکومتونو د بشردوستانه سياستونو په چوکاټ کښې نۀ ده نو د تبت د بودايانو مشر هم په دې زمينه کښې دريځ نيونه لازمي نۀ ګڼي.

------------------------------------------------

Add comment


Security code
Refresh