Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 26 آگوست 2015 12:29

ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه ۴۱

 

 

 

عزیزانو په نني پروګرام کښې د تیرې اونۍ د بحث په دوام کښې د پنځمې هجري قمري پیړۍ د مشهور ایراني شاعر او حکیم ناصر خسرو قبادیاني افکار څيړو چې د کلتوري ایران په پراخ ټاټوبي کښې اوسیده. هیله ده چې د پام وړ مو وګرځي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                ومو ویل چې د پنځمې هجري قمري پیړۍ د مشهور ایراني شاعر او حکیم ناصر خسرو قبادیاني د اسماعیلیه د ګروهنې په دلیل له درباري خدماتو څنګته شو او خپل عمر یې د خپلو اعتقاداتو د دودولو او پراخولو ولګوه او د خپل عمر وروستي ۱۵ کاله یې د داسې ګرانقدره آثارو په تالیف او تدوین کښې تیر کړل چې ځیني یې مونږ ته رارسیدلي دي او په تیرو پروګرامونو کښې مو دروپیژندل. د ناصر خسرو منظوم او منثور آثار که هغه د دغو آثارو د جاري فکر له نظره وي او که د ادبي سبک او طریقې له نظره، له منفردو ځانګړتیاو برخور دي.

ناصر خسرو د فارسي ژبې له توانمنو شاعرانو او لیکوالانو څخه دی چې په فلسفه او حکمت کښې یې لاس درلودلی او د هغه ټول آثار د فارسي ادب او کلتور خزانې ګڼل کیږي. هغه په خدای پیژندنه او دیندارۍ کښې ټينګ ولاړ و او د هغه د طبعې ټینګوالی او د همت لوړوالی او د نفس عزت او د وینا صراحت او خلوص د هغه له ټولو خبرو څرګند دی.

                ناصر خسرو د طبعې په متانت سره یو خاکسار او خوښ سړی و. هغه د خپل ژوند په اوږدو کښې د پيښو او سختیو په وړاندې زغم لرونکی و او هدف ته د رسیدو په لاره کښې به ټینګ ولاړ و. هغه د یوې پاکې، له اخلاقي مفاسدو، ریا، دروغو او رشوت خوړو نه د لرې ټولنې غوښتنونکی و. هغه باوري و چې داسې یوه ټولنه د دین او عقل له ولکې پرته نه رامینځته کیږي. ناصر خسرو پخپلو شعرونو کښې په قرآن استناد کوي. په ډیرو مواردو کښې د قرآن د آیتونو تضمین ورکوي.

د ناصر خسرو د وینا طریقه د هغه یوه خاص طریقه ده او هغه د یو ډیر اصلي سبک یوه مشهوره نمونه وګڼو چې په (خراساني سبک) مشهوره ده او د رودکي، فردوسي او عنصري وغیره په شان شاعران په دې طریقه مشهور دي په دې فرق سره چې د ناصر خسرو خبره د عادت او معمول له سرحده لرې شوې او د زمانې د خاوندانو له ذوق او طریقې سره چندانې سمون نه لري. د دې چارې وجه دا ده چې د ناصر خسرو لپآره شعر د دیني او فلسفي عقیدو د بیانولو وسیله نه ده او او پند او نصیحت اړخ لري. ناصر خسرو که د اسمان او بهار او خزان او د داسې نورو د صفت خبره کوي او حتی په دې توصیفونو کښې نوې ایجاد کوي هغه بل مقصد ته د رسیدو لپاره دی چې غالباً پند او نصیحت او د علم او عقل ستاینه ده.

                د ناصر خسرو قصیدې اوږدې، نیغې او منسجمې دي. د دې شعرونو ویونکی یو ژمن، عقل ته ګروهنه لرونکی او د آزاد فکر خاوند دی او په دې هرڅه سره سره د شاعرانه خیال او الهام خاوند. له هغه نه په پاتې آثارو کښې د مدحې هیڅ اثر نه لیدل کیږي. که مدحه یې ویلې نو هغه کسان یې ستایلي چې د هغه په عقیده خدای د خلکو د مشرۍ لپاره غوره کړي دي.

د هغه د شعر موسیقي درنه، باوقاره او پرتمینه ده. ناصر خسرو په سختیو کښې ځان ازمویلی دی. ناصر خسرو د خپلو شعرونو لپآره د موسیقۍ په خیال ساتنه او غوره کونه کښې عجیبه وسواس درلودلی او دا وسواس یې په زیاترو قصیدو کښې لیدل کیدی شي. هغه د خپلې طریقې د غیرمعمولي قصیدو لپاره چې کله کله په زړه راکښونکي وصف سره له طبیعته پيلیږي او په یولړ پندونو، عتاب، خطاب، بحثونو، دیني مناظرو او فلسفو سره ختمیږي، زړه راکښونکي او اسماني ننګونه غوره کړي دي.

                ژبه یې پاکیزه، ټینګه او له اصیلو دري الفاظو او خوښو ترکیباتو ډکه وه او بیان یې د معلوماتو د پراختیا، د فکر د ژورتیا او فکري انضباط ښودونکی دی. د غني او بډایه الفاظو په غوره کولو او د مطلب په بیان کښې په استحکام کښې  د ناصر خسرو دقت استثنايي دی. سره له دې چې د ناصر خسرو په دوران کښې فارسي ژبه لا د مصنوعي عبارت لټونو او مترادف راوړلو په ناروغۍ نه وه ککړه شوې خو په عین حال کېښ هغه په دې لړ کښې په تیره بیا فارسۍ ژبې ته ځانګړی ځاې ورکړ او همدا څیز سبب شوی چې آثار یې د فارسي ادب په مشهورو او ممتازو آثارو کښې راشي. ډیر الفاظ د ناصر خسرو د حکمي او عقلايي تفکر په واک کښې دي او هغه، هغه د نازک خیال په مرستې سره داسې په استاذۍ سره برابر کړي او ژور تفکر په مرستې سره یې داسې عبرت اخیستونکي بیان کړي چې کله کله معجزه جوړونکي دي. په همدې وجه د ناصر خسرو ځینې قطعات د فارسي شعر ترټولو مشهور قطعات دي.

                د ناصر خسرو د کار نیمګړتیا په دې کښې ده چې سره له دې چې علم او عقل ته ګروهنه لري خو د هغو ټولو کسانو په شان چې په ټاکلي اعتقاد کښې جرړه نیسي له ساده توبه مبره نه دي او همدې خصوصیت د هغه په ګفتار او تفکر کښې ځیني تناقضونه رامینځته کړي دي.

د سلطان او د هغه د نظام په نسبت د هغه خوش بیني او ستاینه له هغې اندازې ډیره زیاته ده چې د هغه په شان یو سنبال او روشن فکره انسان څخه یې تمه کیدې شي. هغه په فاطمیانو باندې پخپل اعتقاد کښې په هغه تعصب او جمود اخته شو چې نور به یې ورڅخه منعه کول.

د ناصر خسرو شعر په هغه ټول استوارتوب سره چې یې لري، له ځینو عیبونو مبرا نه دی، د هغه د شعر ترټولو ستر عیب تکرار او اوږد والی دی، تکرار په عمدي توګه کوي ځکه چې غواړي له دې لارې مفاهیم د میخ په شان د لوستونکي په سر کښې ښخ کړي خو اوږدوالی یې په دې وجه دی چې په شعر کښې یې د استدلال او وضاحت طریقه کارولې ده.

                خو د مضمون له نظره باید ووایو هغه څه چې د ناصر خسرو په منظومو آثارو کښې نه لیدل کیږي مدیحه او تغزل دي او هرڅه چې دي توصیف، موعظه، مباحثه او نیوکه ده. ناصر خسرو هڅه کوي چې په خپلو شعرون سره د خپلې منلو وړ فلسفي او اخلاقي نتایج په لوستونکي کښې پاخه کړي. د ناصر خسرو په شعرونو کښې د غزلونو او غنايي شعرونو د نشتوالي وجه د هغه سختې مذهبي ګروهنې په تیره بیا اسماعیلیه ته د هغه ګروهنه ده. هغه د (حجت خراسان) په مقام کښې ډډه کول خپله طریقه ګرځولې وه او د شرابو او معشوقې خبره به یې نه کوله او حتی خندل به یې هم بد بلل. ادبي منتقدان د ناصر خسرو په شعرونو کښې د مدیحې نشتوالی د هغه لوړ او استثنايي فضیلت ذکر کړی دی. هغه له مدحه وینې کرکه لرله او له باچاهانو او امیرانو بې زاره و. د هغه په قصیدو کښې د باچاهانو او امیرانو په ترټنه کښې ډیر بیتونه موندلی شو او له دې اړخه ښايي هغه وړومبنی شاعر دی چې داسې په تعقیب سره یې باچاهان او امیران ترټلي دي.

دا ډله مضامین د ناصر خسرو د اشعارو انقلابي اړخ دی چې د هغې زمانې د نورو لږو شاعرانو ترمینځ په دې سترتوب او پرتم سره لیدل کیږي. خو د ناصر خسرو د نصیحتونو زیاتره محتوا د نني پرمختللي نړۍ لید له نظره ځیني مثبت او ځیني منفي دي. په مثبت کښې د علم او عقل مینه ناکه مدحه شامله ده. منفي هم عبارت دی په زاهدانه توګه د نړۍ او ځان له ملامتولو څخه. پکار دي د علم او عقل ستاینه وکړو او هغه په دې دنیا کښې د ځان او تن او حقیقي ژوند د سنبالولو وسیله وګرځوو خو ناصر خسرو علم او عقل یوازې د هغې نړۍ توښه او پانګه او د اخروي ژغورل کیدو ذریعه ګڼي او د نړۍ او بدن په هکله یولړ زاهدانه اقوال تکراروي.

                په کلي توګه پکار دي ووایو چې د ناصر لخوا د باچاهانو او امیرانو ملامتول، په فقیهانو او ریاکارانو د هغه نیوکه، له علم او عقل څخه یې ستاینه، په خرافاتو باندې یې بې باوري، له عدالت سره د هغه مینه او له ظلم نه نفرت او د طبیعت له ښکلاو سره د هغه مینه او عشق سبب شوی چې ادبي منتقدان د ناصر خسرو ادبي ارثیه د پارسي مترقي او انسان دوستانه ادب ډیره لوړه خزانه وبولي.

د ناصر خسرو نړۍ لید یې د هغه د زمانې له تعقلي طریقې نه متاثره بللی دی. په دې نړۍ لید کښې عقل په حقایقو باندې د پوهیدو او د هغه د ټولو مخالفو دعوو د ردولو اوزار دی. اسماعیلیه د خلافت د مخالفانو د جلبولو لپاره هڅه وکړه چې ځآن د یوان د فلسفې او د معتزله تعقلي رودې پلوي معرفي کړي. هغوي د دین او منطق او د ایمان او فلسفې په سره اخښلو او د تاویل د رسم په رامخته کولو او د آیتونو او حدیثونو د (باطن) په کشفولو سره له خپلې زمانې سره یو سمون خوړونکی حرکت رامینځته کړ او د ناصر خسرو په قول (معقول حجت) یې د تشو ادعاو په ځاې راوسته.

د اسماعیلیه نړۍ لید په کلي توګه د عربانو د خلافت په تیره بیا د خلافت د لاس پوڅو ایراني اشرافو او ترک امیرانو په خلاف د ټولنې د متوسطو او زیارمنو پرګنو خوزښت و. د عرفان او فلسفې او د مختلفو ایراني عقایدو ترڅنګ دا مذهبي آئیډیالوجي په حقیقت کښې د هغه پراخ فکري مقاومت یو ډول و چې د ایران عامه خلکو د بهرنیو سلطه ګرانو په خلاف وښوده. دا راز چې اسماعیلیه طریقه په ایران کښې له دریمې پیړۍ وروسته ډیره پراخه شوه او د ناصر خسرو په شان مشهور روڼ اندي یې ځان ته جلب کړي دي، د دغه بهیر په عقل باندې ولاړ او مقاومت لرونکي خوزښت کښې بلل شوی دی.

                د ناصر خسرو په آثارو په تیره بیا د هغه په شعرونو کښې ډیر نکات شته چې ښودنه کوي د ناصر خسرو د اسماعیلي حجتونو ترشا یو بل شخصیت پټ دی چې لاژور او لالوړ فکر کوي. منتقدان په دې باور دي چې که یوه ورځ د ناصر خسرو آثار په تیره بیا د هغه دیوان لکه څنګه چې د علمي تحقیق له طریقو سره متناسب دی، په دقت او ځیر سره وڅیړل شي نو د دې (باطن) حقیقي بطن چې یې غوښتل د آیتونو او حدیثونو د تعبیراو تفسیر له لارې او په عددي او حروفي اشارو او کنایو باندې په توسل سره له اسماعیلیه سمون سره سم او موافق تعبیرات ورڅخه راوباسل شي نو ظاهر به شي. جوته ده چې په دې بطن کښې به مونږ له فکر کولو سره مخامخ شو چې په پوره معنا کوی شو هغه د خپلې زمانې د انقلابي او نیوکه کونکي عقل یوه ځلا وګڼو او د یو انسان او متفکر او مجاهد په توګه د ایمان لرلو او د خپل ایمان په لاره کښې د هرډول سختۍ سره سره د جنګیدو او ورباندې تر وروستۍ سلګۍ پورې د دریدو بیلګه کیدې شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

 

Add comment


Security code
Refresh