Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 14 اکتبر 2015 11:41

د ورانکاریو لپاره دتکفیری بهیرونوسناریو

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو د ورانکارۍ لپاره دتکفیری بهیرونو دسناریو دلړۍ  له شپاړسم  مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . په مخکیني مطلب کې مو دسلفیانو د راپورته کیدا  جغرافیائي ځاي ته په پام سره درسره وغږیدو.هندبراعظمګی داسلامی نړۍ دلیدتوګې اویو پر نفوسه  قطب دی،که په تیرو وختونوکې،مصر داسلامی لیدتوګوځانګو وه،نو له ډير وخت راهسې ده چې هند براعظمګی هم داصلاحی یا  افراطي لیدتوګو راخوټيدونکی او دبدلونونو مرکز دی . په هندبراعظمګي کې د سلفیّت ریښې په اتلسمې پیړۍ کې ددغې لوئې وچې دیوه لوي محدث   :شاولی ا... دهلوي :پړاؤ ته ګرځي.دشاولی ا...دهلوي اودهغه دزوي شاه عبدالعزیز دهلوي اعتقادات او افکار څيړل شوي دي ،ددغې لوئې وچې  د دغو دوو لویو محدثانو افکار او چلندونه له سلفیّت سره  هم نزدې  او  هم لیرې دي .شاولی ا...د دین د احیاءلپاره حدیث  پالنې ته مخه کول غوره کړل .هغه په اعتقادي مسئلوکې  عقل ته څه ارزښت نه ورکاوه . دهغه په نظر،خلک په اعتقادي مسئلوکې باید دخپلو مخکینیو لویانو اعتقاداتو  په سنت  عمل وکړي . او دهغوی پيروي وکړي .دپام وړ ټکی چې  شاولی ا...  نور له سلفیانو په بشپړ ډول جلا کوي،تصوّف ؤ .هغه  دخپلو مخکینیو  په شان معتقد ؤ چې  دین  له دوو برخو یعني له شریعت او طریقت جوړ شوی دی  او په دوي کې یو هم  په ځان له سر  دانسان ژغورل او نیکمرغي نه شي برابرولی .په همدې دلیل،پر دیني مناسکو او شریعت سربیره ،هغه دهند براعظمګي دنورو ډيرو عالمانو په شان تصوّف ته پابند ؤ.دشاولی ا... دهلوي زوی  شاعبدالعزیز دهلوی،سلفیّت ته لانزدې شو  . هغه له پلاره زیات  حدیث ته ګروهنه درلوده  او عقل  هم دهغه په نظر کې  له کم اهمیّته برخمن ؤ.ددغو دواړو پلار او زوي  یوه ځانګړنه دهغوي دشیعَیت ضد افکار دي .له شاولی ا...دهلوي وروسته،په نولسمې پيړۍکې د: دیوبند: مکتب راوپنځید. دیوبندي مکتب،دشاه ولی ا... او شاه عبدالعزیز دهلوي د لیدتوګو  یوه ټولګه ده .  دیوبند دهندوستان  په اوترپردیش صوبې کې یوه سیمه ده چې د عالمانو یوې ډلې په ۱۲۸۹قمری کال کې دلته د :دارلعلوم : په نامه یوه دیني مدرسه جوړه کړه . ددغې مدرسې له جوړولو موخه  دانګلستان له سلطې سره  مبارزه وه . انګلستان هڅه کوله  دښونې او روزنې  په اختیار کې په درلودلو سره په هند کې دلودیځي استعمار  دښونې د رودې پراختیا  سسټماټيک کړي . ددغې مدرسې په  جوړولو سره د دیوبندي  مکتب بنیاد کیښودل شو . دغه مکتب دسنتي  مدرسو  په رامینځةکولو او  دځانګړو درسی پروګرامونو په جوړولو سره  هڅه وکړه څو دبریتانوي ښونو د رودو  داغیزشیندنې مخه ونیسی . ددیوبند  مکتب د ودې چټکتیا  د عالمانو دملاتړ او دخلکو دپیروۍ  په دلیل وه  او له یوې مودې وروسته  دهندپه بیلابیلو سیمو کې  دیوبندي مدرسې  پراخې شوې .

   که  څه هم ددیوبند مکتب  په اصولو کې  هم  له شیعَیت سره  مخالفت  موجود ؤ ،خو  دګډ دښمن (دهندوانو او انګریزانو) وجود  داختلافاتو د  نه راپورته کیدا لامل  کیده .  حتی  په ۱۹۴۷کال کې  چې دهند براعظمګی مسلمانان   دیوه اسلامی هیواد دجوړولو لپاره له هنده جلاشول او  پاکستان ئې جوړ کړ ، شیعه اوسني  عالمان دیوه بل ترڅنګ  دمحمد علی جناح په مشرۍ چې  دمکتب له پلوه یو پوخ شیعه ؤ  له یوه بل سره یو ځای شول .  دخپلواکۍ په لومړنیو کلونو کې  هم  ، هرکال په کراچۍ کې  چې  په هغه وخت کې دپاکستان پلازمینه وه ،  دحسیني عزادارۍ  غونډې جوړیدې ، او اهل سنت  وروڼو هم پکې ګډون درلود او له شیعیانو سره ئې ملګرتیاکوله . ۱۹۴۷کال  دهند براعظمګي  دمسلمانانو لپاره  تل په یاد پاتیکیدونکی یو کال ؤ . په دغه کال کې ،  ددغې سیمې دمسلمانانو  هیله  یعني   داسلام په حاکمیّت سره   یوه آزاد اوخپلواکه هیواد درلودلو خوب پوره شو . دپاکستان دخپلواکۍ رهبر  دهند براعظمګي  مسلمانانوته د  یوه هیواد ځيری ورکړ  چې  په هغه کې ، سوله  اوصفا  واکمنه وي او دټولو اسلامی هیوادونو لپاره یوه بیلګه وي ، خو داسې ونه شول  او هغه مسلمانان چې  یو وخت دیوه بل تر څنګ ، دانګریز استعمار او دهندوانو دزیات غوښتنې  په وړاندې  وجنګیدل ، دیوه بل په مقابل کې ودریدل . اختلاف یوازې دشیعه اوسني ترمینځ نه ؤ ،بلکې  داهل سنتو ترمینځ هم  اختلافات ډير زیات شول .دیوبندي مکتب له خپلواکۍ وروسته یوموټی  پاتې نه شو  او په هغو کې مینځ لارې او سرزورې ډلې جوړې شوې  چې  بیا ئې په درو ډلو کې خلاصه کولی شو ،یوه څانګه ئې دمعتدلو دیوبندیانو دمکتب پيروکار ؤ ، دغه بهیر  دجمعیت علمای اسلام ف څانګې سره  اړونده  دی او هڅه کوي  خپلې موخې له ډیموکراټيکې لارې تعقیب کړي. دغه ګوند چې  د جمعیت علمای هند   ګوند یو دوام دی ،  په پاکستان کې  په جمیعت علمای اسلام مشهور شو . دیوبندي مکتب  دوهمه څانګه ئې یوسرزوری بهیر دی  او په جمعیت علمای اسلام س څانګې (چې مشری ئې مولانا سمیع الحق کوي )  مشهوره شوه . دجمعیت علمای اسلام دغه څانګه دف څانګې په مقابل کې لاافراطي  او فرقه پالې لیدتوګې لري  او طالبانوډله هم  ددغې ډلې د عملونو او کړنو نتیجه د ه . طالبان  دعربستان  او امریکا او انګلستان  دپاکستان دامنیتي ادارې یا آئي ایس آئي  په مالی او تبلیغاتي مرستو سره رامینځةشول . د دیوبندي مکتب دریمه څانګه  هم  ‌ډیرې افراطي اوترهه ګرې لیدتوګې لري . دغه بهیر  نور مسلمانان  رسما کافران ګڼي  او په همدې دلیل  هغوي  مهدور الدم ګڼي (یعني بایدووژل شي ) .  په پاکستان کې  بم چاودنې ، ترهه ګرې  حملې  او نور جنایتونه  ددغو ډلو په وسیله ترسره کیږي    او دسپاه صحابه ، لښکر جنګوي  او لشکر طیبه   په څير غړیدلي اوجنایتکارې ډلې  په بشپړ  ډول تاؤتریخجنو کړنو سره  په دغه بهیر کې ورځاي شوي دي .

*******************

    ددیوبندي او سلفي  وهابی ارتباطاتو پیل ،  په افغانستان کې د شوروي  دپوځي دخالت  په وخت  او  له سره پوځ سره  دمبارزو  ډلو د رامینځةکیدا په وخت کې  ؤ . په هغه پړاؤ کې  عربستان  دمحمد قطب  له لیدتوګو  د راپورته شوي بهیر  په پراختیا اندیښمن  ؤ . محمد قطب  یوازې دقصوری توحید اوقبوری توحید  په مطرح کولو سره  هغه توحید چې وهابیانو مطرح کاوه،یوازې له قبرونو  او دهغو بې دفاع خاوندانو(مردګانو)سره  جنګ باله.  هغه ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې د: قبرونو ورانول او له هغو سره  جنګیدل څه ګټه لري :؟، دقصوری توحید  مفهوم  مطرح کاوه چې  په هغه کې  له مردګانو ا وقبرونو سره د جنګونو  په ځاي ، دستمګرو  واکمنانو او دماڼیو  له خاوندانو سره   جنګونو  اهمیّت درلود.  دغه شان تفکر  په عربستان کې یو بهیر راپورته کړ چې  د ال سعود دمستبد اوپاچائي  نظام مخالف وو .  همدلته وه چې  د روسیې له نیواکګرو سره  دمبارزې موضوع  دکفر دبیلګې  په توګه او  له هغو سره  دمبارزې دضرورت په توګه دعربو استبداد ځپلو  هیوادونو په تیره بیا  په عربستان کې مطرح شوه  څو  یو ډول   دآل سعود پرګنیز نظام او د عربو استبداد ځپلو حکومتونو   دنیوکه کونکو خوځښتونو خطره  لیرې شي .په همدې سیاست پسې په زرګونو عربانو  له سره پوځ سره دجنګ لپاره  افغانستان ته مخه کړه  چې په افغان عربانو مشهور شول . دغو افغان عربانو   وروسته وروسته دیوه سعودي شهزاده  اسامه بن لادن   په مشرۍ  القاعدې  ترهه ګره ډله جوړه کړه . دافغانستان له جنګ سره په یووخت  وهابیانو  په یوې بلې جبهې کې  هم فعالیت کاوه  او هغه دشعیانو ضد  افراطي دیوبندی ډلو څخه مالی  ملاتړ ؤ . هغه ډلې چې  په غلطه   ځانونه  ددیوبند مکتب خاوندان ګڼي ، لکه چې سپاه صحابه او لښکر جنګوي ، له نورو اسلامی مذهبونو  سره په مبارزې کې د افراطي وهابیانو لاسپوڅي  او تالی څټي  شوي دي . وهابیان له دغو ډلو سره له ډيرو زیاتو عقیدتي اختلافاتو سره سره  ، دخپلو سپیروموخولپاره  ورځيني یوه آوزاري استفاده کوي . همدااوس دسلفي وهابیانو او دهغو افراطي اوسرزورو دیوبندیانو ترمینځ  چې دترهه ګرو او تاؤتریخجنو ډلو په چوکاټ کې جوړې شوي دي،پیاوړی پيوند موجود دی .

= دوستانو ددغې لړۍ په ورپسې برخې کې به  په مصر کې دسلفیّت دنوي بهیر دراخوټيدونکي څانګې  په باب درسره وغږیږو نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو

 (سیماب)

*****************************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh