Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 17 اکتبر 2015 10:37

دورانکارۍ لپاره دتکفیری بهیرونو سناریو

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیادورانکارۍ لپاره دتکفیری بهیرونو دسناریو دلړۍ له ننني اولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.په تیرو درو مطلبونو کې مو دسلفیّت دجغرافیائي  راپورته کیدا  ځاي ته په پام سره دهغو په باب  خبرې کړي دي .  داسلامی نړۍ دلیدتوګې  او دیوه پرنفوسي  قطب پّ توګه مو دهند براعظمګي خبره کړې وه   او  دشاولی ا...  دهلوي او دهغه د زوي شاعبدالعزیز دهلوي  له لیدتوګو اودهغو اغیزو څخه چې ددیوبندي مکتب  په راپنځیدا کې ئې  درلودې خبرې کړي دي .. ددیوبندي مکتب بیلابیلې  څانګې او دهغو ترمینځ  توپيرونو او وهابیّت په باب څيړنې او ارزونې وشوې .   په هندبراعظمګي په تیره بیا په پاکستان او افغانستان کې دتاؤتریخوالي او  افراط پالنې  په پراختیا کې په عربستان کې   د حاکم وهابیّت   رول  ته اشاره وشوه . په دې باب  په ورپسې پروګرامونو کې  به درسره لازیاتې خبرې وکړو.  اوس  هم په مصر کې دسلفیّت د راپنځیدا په باب درسره  غږیږو

دشلمې پيړۍ  دوهمه لسیزه  داهل سنت په سیاسي لیدتوګې کې یو مهم پيچومی  ؤ.. په دغې لسیزې  کې    دخورا وروستي عثماني خلیفه  نظام سره ګډ وډ او  دخلافت  واکمني په بشپړ ډول  دړې وړې شوه .  دا چې آیا عثماني خلافت داسلامی خلافت په توګه منل شوی ؤ  یا نه ، او ترکومه حده  ئې په اسلامی نړۍ کې رواوالی درلود،یوه بل پروګرام ته اړتیا لري .  په هرحال  خلافت ،دعثماني امپراتورۍ په پړاؤ کې  په اهل سنتو کې د خلافت  سیاسی نظام  که څه هم یو ظاهري تجسم ؤ ،خو  دنولسمې پيړۍ  په وروستیو  او دشلمې پيړۍ په لومړنیو دوو لسیزو کې  عثماني امپراتوري  سوکه سوکه  کمزوری شوه او  په ۱۹۲۴کال کې دعثماني خلیفه په جلاوطنۍسره دهغو ټغر ټول شو  .  دسني متفکرانو  په سیاسی نظریو کې  تل  دخلافت اورګان  داسلامی نړۍ یو خورا مهم   اورګان او  په اسلام کې یوه ډیره مهمه اداره  شمیرل  شوې ده . د انګلستان په پل    پله کیښودونکی وهابی سلفیّت،دعثماني امپراتورۍ د دړې وړې کیدا لپاره ډيرې زیاتې هلې ځلې کړي دي  او په دې زمینې کې دانګلستان په لاس کې  په یوه لوبیدونکي آلې  او آوزار بدل شو.جالبه دا چې  دمسلمانانود  خورا سترمرکز  هند براعظمګي سلفیّت  له نورو زیات دعثمانیانو وفادار پاتې شو .  دنولسمې پيړۍ  په نیمائۍ کې    عثماني خلافت چې ورځ تر بلې  کمزوری کید، او ترخپلې سلطې لاندې سیمې ئې له لاسه ورکولې ، د هندمسلمانانو پام ورواوړید،چې  دهغو په سر کې دیوبندیان  وو .  دهغوي ملاتړونه لامل شول  چې  په ۱۹۱۹کال کې په درست هند کې د : خلافت غورځنګ :  په نامې سره یو ستر غورځنګ  پیل شي  چې دنده ئې ،  د عثماني خلافت دفاع وه .  له بلې خوا   نولسمه اوشلمه پیړۍ  ورو ورو  د اسلامی ټولنو دړنګیدو او  کمزوریکیدو  پړاؤ ؤ  .  دشلمې پيړۍ  په لومړنۍ نیمائي کې  اسلامی هیوادونو سوکه سوکه دخپلواکۍ خوندونه وڅکل  خو  زوړاستعمار  خپل ځاي نوي استعمار ته  ورکړ.

  داسلامی غورځنګونو  دراپنځيدا یو عامل اوانګیزه ،  داسلامی ټولنو دپخوانیو وختونوسره داوسني وضعیت پرتله کول دي . داستبدادي نظامونو تردباؤ لاندې داسلامی نړۍ  د وړتیاؤ  له مینځه تللو او دهغې له اوسنیو ناکامیو  او وروسته پاتیوالي سره  داسلام دتیرو وختونو له کامیابیو ،  پاتې آثارو او دغه راز  لوي او غوړیدونکي  او بډاي  تمن سره پرتله کول،  په اسلامی هیوادونو په تیره بیا په اسلام کې دسیاسی نظریه  راپورته کیدونکي دځاي په توګه  په مصر کې داصلاحي ،انقلابي او سرزورو  غورځنګونو  د راپورته کیدا لامل  شول .  دمصر متفکرانو ،  په اسلامی هیوادونو کې دبحرانونو په غبرګون کې  اسلامی ارزښتونو او تعلیماتو ته ستنیدا وړاندیز کړه  او په دې معنا چې دمسلمانانو ددړې وړې کیدا او وروسته پاتیوالي  علت ،  له دیني  تعلیماتو څخه  دهغوي مخ اړول  دي . په همدې علت ، ضروری ده چې  مسلمانان تیرو وختونو ته یو نظر واچوي  او یو ځل بیا خپل دیني ارزښتونه ژوندي کړي . سلفیّت  په دې معنا،له وهابی سلفیّت  او حتی دهندبراعظمګي سلفیّت  سره مختلف ؤ ،ځکه  دلته هیڅکله د صحابه ، تابیعینو  او دتابیعینو دتابیعینو کوم موردي  چلند او دریځونو باندې استناد نه کیده ، بلکې  مراد  اسلامی اصول او  د  دین روح  ؤ چې   په کتاب او سنت کې ذکر شوي  وو  او  دادی اوس د ورځې له شرائطو او  دعقل له عنصر  سره  وړاندې کیدل .په بله وینا،د مصر سلفیّت   دارتجاع او تیرې زمانې ته جار وتل  نه وو ،بلکې  د مسلمانانو  اصلي هویّت ته ستنیدا  او  د ورځې  له شرائطو څخه استفاده وه .

له دې امله  حتی که  دمصر داسلام پالنې روده  سلفیّت ونومووو، نو مسلما  له اعتقادي سلفیّت سره  چې  دهغه خورامهم مصداق  وهابی تکفیری سلفیّت دی ، اساسا فرق لري . په بله ژبه ، دمصر دسلفیّت ا صلی  اندیښنه ،داسلامی حکومت جوړیدا او  داسلامی نړۍ دپراختیا او ودې لپاره  دیوې لارې ټاکل دي،په داسې حال کې چې  دتکفیری سلفیّت   اندیښنه ددین له محتوا  دیوډول بدعت  دودول    او له هرآوزار څخه استفاده کول دي .   که  څه هم دمسلمانانو په تکفیر ولو سره  دغه لیدتوګه دودیږي  . په هغو متفکرانو کې چې   په مصر او نورو اسلامی هیوادونو کې   د نظرئې  په غوړیدا او داسلامی غورځنګونو په رامینځةکیدا   ئې غوره رول درلودلی دی ،  دایران دیو لوي عالم  سید جمال الدین اسد آبادي  دی . سید جمال ا لدین اسد آبادي   په اسلامی نړۍ کې   دنزدیوالي  یو لوي  جارچي  او ددیني تفکر داصلاح   یو مخکښ  دی چې  داسلامی نړۍ دیووالي اواتحاد لپاره ئې  خپلې تولې هڅې کارولي دي .  هغه که څه هم    په مصر کې نه ؤ زیږیدلی او زده ئې  هم هلته نه وې ترلاسه کړي ،  په هغو نهو کلونو کې  چې  په الازهر پوهنتون کې ئې تدریس ورکاوه ، وتوانید ددیني اصلاح مفکوره راوپنځوي . هغه په دغه لنډ وخت کې داسې شاګردان وروزل چې    په ورپسې پړاؤنو کې  دمصر اصلاحي  او انقلابي لیدتوګو په رامینځةکیدا کې  ئې مهم رول ولوبوه . داسلامی نړۍ په لوړاوي کې  دسید جمال الدین اسد آبادي  روده ، ریښتیني اسلام ته  ستنیدا او خپل پوه باطن ته کتنه ،  له هرډول خرافاتو اوبدعته لیرې والی  ؤ .په همدې دلیل،هغه پخپلو آثارو کې لازیات  دمسلمانانو دعقلونو اونفوسو دویښتیا،  اروپا او لویدیځ ته دهرډول  ګروهنې  په وړاندې د  په ځان باورۍ  غوښتنه کوله   .

*******************

    بیلابیلو هیوادونو ته دسید جمال الدین اسد آبادي  سفرونه  داسلامی نړۍ ترمینځ  د وحدت لپاره دهغه  داصلاح پال فکر   له هرډول تعصب  او خرافاتو څخه دلیرې والي  ښودنه کوي . پر دې اساس  که څه هم دسید جمال الدین اسد آبادي  لیدتوګه اوفکر  سلفي بلل شوی دی ،  خو له دود شوي  سلفیّت سره  په بشپړ   تضاد کې ؤ .  هغه څه چې  دسید جمال الدین اسدآبادي  دلیدتوګې سپړلو  اهمیّت   ضروری کوي .  دا واقعیت دی چې  د مصر دسلفیّت  دلیدتوګې یوه برخه  دهغه شاګردانو بیان کړه .  محمد عبده  دسید حمال یونامتوشاګرد ؤ  چې دمصر دمفتي تر مقامه هم ورسید. دسید جمال الدین اسد آبادي  لیدتوګو  دمحمد عبده  پر لیدتوګې ډيرې اغیزې شیندلی وې . شیخ محمد عبده  دسید جمال په اپوټه چې انقلابی رودو ته ئې ګروهنه درلوده ،پر اصلاحي رودې ئې ټينګار کاوه . د هغه په عقیده،دټولنې داخلاقي اومعنوي ودې او تعلیماتو په رودې کې  په بدلون سره  یوه آئيډیالي اسلامی ټولنه  ترلاسه کیدلی شي.محمد عبده هم دسید جمال  په څیر ددین اصل او دهغه تعلیماتو ته بیرته ستنیدا باندې ډير ټينګار درلود. محمدعبده  شاید د لیدتوګې دماهیّت له پلوه ، دسلفي مفهوم ته لانزدې  وي ،  خو  هغه هم   هغه فرقه پالنه چې  د دود شوي  سلفیّت  یوه ځانګړنه ده ،  نه درلوده .   هغه د فرقه پالنې سلفیّت  په اپوټه   پر ا جتهاد او دشریَعت  له سرچینو،کتاب اوسنت څخه په  استنباط کولو ټينګار کاوه    اویوازې د څلورو امامانو  له تقلیده ئې سرغړاوه.دهغه له نظره،اسلامی مذهبونه دشریعت  له سرچینو د احکامو د استنباط او اجتهاد لپاره یوازینۍ رودې او لارې دي .  او د هغوی  څلور امامان  دخپل وخت   اړتیاؤ ته په پام سره  دهغو  د رودو  په چوکاټ کې ئې داحکامو استنباط ته مخه کړې  او حتی  هغوي پخپله  له خپل ځانه دپيروۍ دلزوم مدعي نه شول . .

 پر دې چارې ټینګار   دهغه په تفسیر کې په ځينو ځایونو کې ترسترګو کیږي . دمحمدعبده فکر  اولیدتوګې  داسې زمینه برابره کړه،څو  الازهر  د شیعه امامیه مذهب او شیعه زیدیه مذهب   د دوو اسلامی مذهبونو په توګه   په رسمیّت وپيژني . دمحمد عبده  یو بل مهم فرق  دهغه عقل پالنه وه .هغه حتی    په حسن وقبح عقلی عقیده درلوده ،یعنی له عقلي پلوه په ښه والي او بدوالي باندې ئې اعتقاد درلود او دغه لیدتوګه  په بشپړ ډول  له د سلفیّت  له فکر سره مخالفه ده.  همداراز دجبر او اختیار  او الهي قضا اوقدر کې  هم د دودوشوي سلفیَت سره  بشپړ مخالف فکرونه لري . محمد عبده دخپل فعالیت په کلونو کې دمصر دخلکو په کلتوری ودې او لوړاوي کې  ډيرې هلې ځلې وکړې  او  دمصر په اسلامی متفکرانو کې   په اسلامی نړۍ کې دیوه مصلح  او نزدې کونکي شخصیت  په توګه  وپيژندل شو .

   دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو  په ورپسې مطلب کې به  دمحمد عبده دیوه نامتو شاګرد  رشید رضا په باب  درسره وغږیږو نو ترهغه پرو ګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپاروو

(سیماب)

*******************************************************************************************  

Add comment


Security code
Refresh