Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 20 اکتبر 2015 10:34

په افغانستان کې دداعش دراپنځيدا او فعالیت څرنګوالی

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې  په افغانستان کې دداعش ترهه ګرې اوتکفیری ډلې دراپنځیدو اوفعالیتونو د څرنګو الي په باب  درسره غږیږو ،نو ترپایه راسره مله ووسې

*********************

         دوستانو په وروستیو میاشتو کې  په افغانستان کې  د داعش ترهه ګرې ډلې دراپنځیدو اوفعالیت د دوام په باب  بیلابیل نظزونه او دلیلونه  خپره شوي دي .  ددغې موضوع داثبات لپاره   چې  داعش ترهه ګره ډله په افغانستان کې فعاله ده ،  دهلمند اوننګرهارپشمول په ځينو ولایتونو کې  په بیلابیلو سییمو کې دځينوهغو ډلو  حملو ته   له دغې ډلې سره نسبت ورکړل شوی دی  چې   دعملیاتو په وخت  له ځان سره ددغې ترهه ګرې ډلې بیرغونه اوچتوي .

 په عین حال کې په افغانستان  کې ځيني ناپيژندل شوي ډلې اوپټ مخي کسان   د داعش ترهه  ګرې ډلې بیرغونو په اوچتولو سره داسې بریښوي چې ګواکې  دغه ډله په افغانستان کې هم فعاله ده  او په دغه هیواد کې مرکزونه او پټنځایونه لري .

 په همداوروستیوکې ملګروملتو  په یوه  راپور کې ویلی دي ،  په عراق اوسورئې کې  د داعش  اویا قوماندانان افغانستان  ته تللي  دي څو د افغانستان داعش  منظم کړي . دملګروملتو دراپور په اساس  داعش ترهه ګره ډله  دافغانستان په ۲۵ولایتونو کې فعاله ده .

 خو دافغانستان حکومت  ددغه راپورپه  ردولو سره  وائي چې داعش  ډله  د افغانستان  په یوازې دوو ولایتونو کې  فعاله ده  . داپه دې معنا ده چې  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې  ډلې  دفعالیت  په باب دافغانستان د حکومت او نړیوالو اورګانونو  د راپورونو په باب دنظر جدي اختلافات شته دي . 

       په عین حال کې  په دې باب  دملګروملتو راپور  ، دچیچنیا ، ازبک ، تاجک  قرغیز او دچین  دایغوریانو له ملیتونو څخه په افغانستان کې د داعش ډلې  سره  داړونده ځواک پر فعالیت ناظر دی .  دڅارونکو له نظره ،  دوي  هغه ځواکونه  وؤ چې  په افغانستان کې ئې دالقاعدې ، یا نورو ورانکارو ډلو  او حتی  دطالبانو په څير  په چوکاټونو کې شتون درلود او  اوس دداعش ترنامې لاندې  دبیا منظمیدا په حال کې دي .

 اوس داپوښتنه مطرح ده  هغه کسان چې اوس  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې  په عنوان سره فعالیت  کوي ، آیا واقعا دا کسان معتقد کسان دي ؟

 سیاسی څارونکي په دې اند دي چې  دغه ځواکونه  اعتقادي نه دي ، بلکې هغه تالی څټي اوپيّلي کسان دي چې دپیسو اوشتمنیو لپاره جنګیږي .په عین حال کې هغه ځواک چې په افغانستان کې بریښوي داعشیان دي،ددغې ترهه ګرې ډلې  قساوت  نه لري .  دافغانستان د حکومتي  چارواکو له نظره  داعش ترهه ګره ډله  په بهرنیو ملاتړونو سره بڼه غوره کولی شي .

 پاکستان که څه هم  په افغانستان  کې د  داعش دشتون هرکلی کوي  خو  د ابوبکر البغدادي  د داعش  غوښتنه نه کوي .  په حقیقت کې پاکستان   د دغه هیواد داستخباراتي ادارې  آئي ایس آئي   جوړ ه کړائ شوي  داعش  ډله غواړي  . د  ډيرو په اند  د داعش ترهه ګرې ډلې  غړي  دکرائې  پيّلی او تالی څټي  دي او هرڅوک ورته لازیاتې پیسې ورکوي  دهغوي لپاره جنګیږي ، ځکه  په پاکستان کې  ددغه ډول ډلو دلارښونې لپاره لومړنۍ خبره پيسې کوي .

****************

      له امریکا سره دعربستان اړوندوالی  او له اسرائیلو سره ئې ملګرتیا،  لامل شوې ده  دریاض حکومت  په سیمې کې  د داعش ترهه ګرې ډلې پشمول  دترهه ګرو اوغړیدلو ډلو د جوړولو لپاره ډيرې زیاتې پیسې ولګوي .د ځينو خبري ټولنو  په اند ،دافغانستان په طالبانو او داعش کې  داسې ډير توپیرونه شته چې  خورامهم ئې دادی چې طالبان  په خلافت پسې نه دي  او په افغانستان کې  داسلامی امارت په جوړیدا راضي دي .

 خو داعش ترهه ګره ډله  دهغوي دخپلې خوښې  په اسلامی خلافت پسې ده  خپله جغرافیا  ئې  دستر خراسان  په نامې سره مشحصه کړې ده .  په اهل سنت کې خلافت ژورې ریښې لري او داعش ډله   پرې سپاره  شوې  او هڅه کوي  خپلې دسیسې او پروګرامونه پلي کړي .

         په افغانستان کې  له فعالیته  د داعش  ترهه ګرې ډلې موخه  مینځنۍ آسیا اوقفقاز ته  رسیدل دي .په تاجکستان کې  فرغانه دره د داعش ډلې یو سټراټيژیک ځاي  ګڼل کیږي .لکه څنګه چې  داعش په سورئې اوعراق کې نامعلوم راتلونکی لري  او د داعش ډلې دځواکونو ددیره کیدا ځاي د هوار شونې په دلیل دهغوي دنابودۍاحتمال ئې شته، داعش  دافغانستان ، پاکستان  او دمینځنۍ آسیا اوقفقاز  غره ایزو سیموته  دخپل پټنځاي په توګه فکر کوي .

  دپاکستان او افغانستان  دپوله ایزو سیمو او ددغو  هیوادونو دقبایلی سیمو  د غرنۍشونې په دلیل داعش هیله منه ده  په عراق او سورئې کې له ماتې وروسته خپل ځواکونه دپاکستتان قبایلی سیمواوافغانستان شمالی سیمو  ته هدایت کړي  څو له هغه ځایه  مینځنۍ آسیا اوقفقاز ته  لاړ شي او خپل ځواک وساتي .

دې ته دپام وړټکی چې  طالبانو ډله له القاعدې سره بیعت  لري او  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې شتون  نه زغمي.دافغانستان حکومت هم هڅه کوي  دداعش   ډلې په ستر ښودلو سره  له لودیځه  زیاتې پوځي مرستې او پیسې ترلاسه کړي .امریکا اوناټوهم  هڅه کوي  د داعش  په پلمه  په افغانستان کې  خپل پوځي شتون  ته له  ۲۰۱۶کاله وروسته هم  دوام ورکړي .  پّه داسې حال کې چې  په افغانستان کې  دداعش ترهه ګرې ډلې راپنځيدلې او فعالیتونه کوي،نړیواله ټولنه  په افغانستان کې  دیوې اغیزشیندونکي ډلې په توګه  دطالبانو ډلې  دپيژندلو په حال کې ده .

        په همدې دلیل دسیمې هیوادونه اونړیوالې ټولنې  له طالبانوډلې غواړي،دافغانستان له حکومت سره دسولې خبرواترو ته کیښني . طالبانوډله هم  په افغانستان کې دخپلو حملو په زیاتولو سره  دافغانستان له حکومته  په خبرواترو کې  په قدرت ښودلو او لازمو امتیازونو په ترلاسه کولو پسې ده .دافغانستان،امریکا اوپاکستان په څير هیوادونه  هم مدعي دي د داعش ګواښ تر دې دمه جدي نه دی .  البته لودیځي هیوادونه په افغانستان کې دخپل پوځي شتون  ددوام لپاره له داعش  څخه په استفادې پسې دي .

 البته  دافغانستان  دملی پوځ ترڅنګ   مجاهدین هم  په افغانستان کې له داعش ترهه ګرې ډلې سره  دمقابلې لپاره  یو ښه بالقوه ځواک دی . داپه داسې حال کې دي چې په سیاسی اوپوځي ډګر کې دشتون لپاره د مجاهدینو له غوښتنې سره سره،دافغانستان  ولسمشر محمد اشرف غني تراوسه پورې  له مجاهدینو داستفادې لپاره کومه ګروهنه نه ده ښودلې .

 په عین حال کې   د سیاسی ټولنو له نظره  اسلام اباد  په افغانستان کې  د داعش له جوړیدا ګټه پورته کوي  او خپلې موخې ورڅخه تعقیبوي  چې  خورا مهم  ئې  په افغانستان کې دطالبانو په ځاي د داعش راوستل او  د وسله والو ډلو د خوځښتونو  دوام دی . دپآکستان دپوځ استخباراتي ادارې آئي ایس آئي   ښودلې ده چې   په کشمیر او افغانستان کې هیڅکله هم  آرامښت نه غواړي .  پر دې سربیره  داعش  په راتلونکي کې دچین او روسیې لپاره هم  خنډونه رامینځةکولی  او  پاکستان  هم  له دې لارې له لودیځه  ډيرې پیسې  او شتمنۍ ترلاسه کولی شي .

  په عین حال کې   په افغانستان کې  د داعش ډلې پخوانی ویندوي   په ابوابراهیم خراساني مشهور عبدالقادر  واحدي   په افغانستان کې  ددغې ترهه ګرې ډلې  موخه  له مینځه  ،دطالبانو  ویستل  اعلان کړې ده . خو  په افغانستان کې د داعش  ترهه ګرې ډلې  د ریښو او دجوړیدا دڅرنګوالي  په باب  دافغانستان دسیاسی چارو یو کارپوه  اوشناندی وحید مژده  په دې اند دی له دې وروسته چې  دطالبانوډلې په وسیله دپاکستان درې غوښتنې پوره نه شوې ،  دافغانستان په ختیځ کې  یوه ډله سره غونډه شوه چې په پیل کې  ئې دپاکستان  دطالبانو نامه درلوده  او وروسته  پر هغوي د داعش نامه کیښودل شوه . دوي  طالبان  له څو ولسوالیو  وشړل  او طالبانو  په دې خاطر دهغوي په وړاندې مقاومت ونه کړ ځکه چې  له خپل مشر ملاعمره ئې  کوم حکم نه ؤ ترلاسه  کړی او نه پوهیدل چې  څه ورسره وکړي .تردې چې  ملاعمر  دداعش  ترهه ګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادي ته یو لیک ولیږه . 

 هغه ځواب چې ابوبکر بغدادي  طالبانو ته ورکړ یو ډير سخت او تند ځواب ؤ  او لامل شو   په ځينو سیمو کې  د داعش او طالبانوډلې ترمینځ  یو ډول مخامخیدا رامینځة شي .  د وحید مژده په وینا،  په افغانستان کې  له داعش سره په رابطه کې یو شمیر  محدود کسان پيژندل شوي دي چې  په هغو کې  یو عبدالرحیم مسلم دوست  چې دپآکستان داستخباراتو سخت خلاف دی  او  په یوه وخت کې په پاکستان کې دطالبانو قاضي ؤ .

 د مژده په وینا،  په افغانستان کې د داعش د ځواک  ګمارلو  له رودې سره په ارتباط کې هغه څه چې نن سباپه دغه هیوادکې د داعش له خواوینو، کومه فطري غوښتنه نه ده بلکې  دپيسو  په خاطر  ګمارل دي .

    په همدې دلیل  دافغانستان  په خلکو کې د داعش پلي کیدا تر یوه حده ګرانه ده  او خلک  هغوي نشي منلی .  په دې توګه چې   په هلمند کې ویل کیږي  خلکو د داعش په ضد پاڅون کړی دی . ددغې ترهه ګرې ډلې  مشکل دادی چې تراوسه پورې ئې  دخلکو په بلنې کې دعقیدتې موضوع په توګه  څه نه دي درلودلي  او یوازې دآئيډیالوجیکو مسئلو په ځاي ئې مادي  مسئلې  مطرح کړي دي .

 د وحید مژده په وینا،پاکستان دطالبانوډلې دبدنامۍ دمخنیوي په خاطر   د هغو له ملاتړو عالمانو اودیني مدرسو غوښتي دي  چې جګړه مار طالبان دې په افغانستان کې د داعش په نامه فعالیتونه وکړي  چې په ډيره اندازه بدنامه ډله ده .

 دهغه په وینا،دسیاست دغه بدلون  د ۲۰۱۵کال  له لومړیو پیل شوی دی .

 ښاغلی وحید مژده دحکمتیار له قوله هم ویلی دي هغه کسان چې  د طالبانو په ضد ئې پاڅون کړی دی  هغه کسان نه دي چې له بهره ورغلي وي، بلکې هماغه طالبان دي چې خپل بیرغ ئې بدل کړی او له ملاعمر ئې خپل بیعت بیرته اخستی دی . هغه نزدیوالي ته په پام سره چې  دوي ئې له پاکستان سره لري ،  داسې ښکاري  چې تراوسه پورې دلوبې پیل دی ، تر نن  ورځې پورې چې  څوک  په افغانستان کې د دغې ډلې د امیر په نامې سره نه دی لیدل شوی  خو ممکنه ده  په راتلونکي  کې   مینځ ته ځيني کسان راشي او  په دغې نوي لوبې کې وکارول شي .  په هرحال   په افغانستان کې دغه بهیرونه  دسناریوګانو او لوبو پیل دی .

 په پیل کې دملاعبدالرؤف  خادم په نامه یو کس په افغانستان کې د داعش   بلوه ګرو رهبر  ونومول شو  چې  له یوې مودې پټو فعالیتونو وروسته   په ناڅاپي توګه  دافغانستان په جنوبی سیمو کې ووژل شو .

      له خادمه وروتسه ،  وار  دنورو کسانو راورسیدڅو  هریو ځان په افغانستان او پاکستان کې  د داعش ترهه ګرې ډلې رهبر یا ویندوي ونوموي . په افغانستان کې  له داعش ترهه ګرې ډلې سره  اړونده عناصر و په هماغه پیل کې دخپلو عملیاتو پیلیدا اعلان کړه  چې  دافغانستان له حکومت ، ددغه هیواد امنیتي ځواک ، او همداراز په دغه هیواد کې دیره  له بهرنیو عسکرو سره  هیڅ  کار نه لري  او دهغوي موخه  یوازې دطالبانو ډلې کسان دي  او له دغې ډلې سره  به وجنګیږي . دافغانستان طالبانو ډلې  هم له یوې مودې چپتیا وروسته  د داعش په وړاندې دریځ غوره کړ او  اعلان ئې وکړ  که ددغې ډلې وګړي  دافغانستان په خاورې کې فعالیت  وکړي نو له هغوي سره به جدي چلند وکړي .

 دغو نښتو دخبرواترو میز ته دستنیدو په باب دطالبانوډلې د راضي کولو لپاره  دکابل اسلام اباد  دحکومتونو دهلوځلو  په وخت دغه ګونګوسه  پیاوړي کړه چې  په افغانستان اوپاکستان کې  له  داعش سره اړونده عناصر  یو  ډل ددغه هیواد له امنیتي  ادارو یعني دپوځ له استخباراتي ادارې  آئي ایس آئي  سره اړوندوالی لري  او دهغوي له ملاتړه برخمن دي  څو له دې لارې طالبانو ډله کمزوری کړي  او  د کابل له حکومت سره ئې  روغې جوړې ته  اړباسي .

 وحید مژده  ویلی دي دافغانستان دطالبانو ډلې  یوه پخواني مشر  او د دغې ډلې د چارو   کارپوهانو  هم دغه خبرونه تائيد کړي دي  . هغه  په دې اند دی چې  دافغانستان  داعش  دپاکستان  په لاس  جوړه شوې  څو  د افغانستان دطالبانو لپاره د دباؤ یو اړم وي .

=     په افغانستان کې  د   داعش ډلې دشتون په باب  دملګروملتو  له وروستي راپورخپریدا وروسته  دامریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې   په یوې مقالې کې داسې عنوان کړه چې  په افغانستان کې  د داعش شتون او فعالیت  ممکنه ه   په افغانستان کې دامریکایانو تراوږدې مودې پورې د شتون لامل شي .

  همداراز په افغانستان کې دامنیتي چارو دیوه بل کارپوه  جاوید کوهستاني  په وینا،دهغو اختلافاتو په اساس چې  په طالبانو ډلې کې رامینځة شوي دي،په عملی او رسمي توګه دذاکر قیوم او ملاعبدالرؤف خادم  په مشرۍ  د جنوب لودیځي حوزې دطالبانو یوې برخې    چې زیاتره  د علیزیو قوم دي او په کجکي ،موسی قلا ولسوالیو کې اوسیږي  او همداراز دکویټې شورا دځینو سیمو اوسیدونکو  له داعش سره بیعت کړی دی  یا د داعش په نامې سره  خپلو فعالیتونو ته دوام  ورکوي .

دهغه په وینا،طالبان په څلورو ډلو ویشل کیږي . د ذاکر قیوم ډله چې له داعش سره دیو ځاي کیدا په حال کې ده ، دملااختر محمد منصور ډله چې  د اسلامی امارات مسئول  دی . دملاحسن او ملامنصور دادا... په مشرۍ ډله  چې یو ډول په کورونو کې ناست دي  او دهغوي فعالیتونه  ختم شوي ګڼل کیږي . او څلورمه ډله هم دعبدالرزاق چنته  ډله ده چې  دطالبانو یو پخوانی والی هم و او له قومه اڅکزي دي .

  په افغانستان کې دیمن والو،سوډانیانو اوکویتي والو په څير ځيني  فعال عربانو په غیر مستقیم ډول له  داعش  سره بیعت کړی دی .

 دافغان کارپوهانو په  وینا،دطالبانوپروژه نوره په افغانستان کې  دجنګ د دوام لپاره  ځواب نه ورکوي . دطالبانولوبه  دافغانستان په داخل کې  یوه  واړه شان ته لوبه ده خو هغه پروګرام چې  د د اعش ترهه ګرې ډلې لپاره پلان شوی دی،یوه پراخه پلانونه او د ساړه جنګ  دوخت په څير پراخ پروګرام دی چې غواړي دمینځنۍ آسیا او قفقاز  په لور ئې وکاږي .  داعش  دومره پراخه لمن لري  چې  دطالبانو ټوله ډلې  داسلامی خلافت په نامې سره دترخپل بیرغ لاندې  غونډولی  او پرمخ بیوللی شي .

(سیماب)

***************************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh