Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 29 اکتبر 2015 16:51

اسلام زما انتخاب ۹۷

 

 

 

                په دې پروګرام کښې د آسټریلیا له ابوبکر روبن سره بلدیږو چې څه موده مخکښې یې په اسلام ایمان راوړی دی.

                ګرانو مینه والو بیا هم اسلام زما انتخاب او ټاکنه نومې پروګرام سره حاضر شوي یو. عزیزانو په دې لړۍ کښې د هغو کسانو د ژوند خاطرات او یادونه دراوروو چې د ګمراهۍ له دنیا یې د ایمان سرای ته هجرت کړی او خدای تعالی د هغوي زړونه د اسلام په رڼا روښانه کړي دي. د دغو کسانو د برخلیک بدلیدل په دې وجه خوږ او د اوریدو دی چې د هغو کسانو په اپوټه چې له مخکښې نه مسلمانان وو، تازه مسلمان شوي له یو ستر انتخاب سره مخ شوي او د خپل چاپیریال کلتوري او ټولنیز نظام ته په پام سره له ډیرو زحمتونو، دباونو او سختیو سره مخامخ شوي دي خو هغوي هغه ټولې ستونزې حقیقت ته د رسیدو د خوند او لذت، له انساني کرامته د برخمنیدو او ابدي کامیابۍ ته د رسیدو په خاطر وزغملې. د مدیریت او تحقیقاتو لوړرتبه کارپوهه او د آسټریلیا تازه مسلمانه شوې میرمن کارمن باسټین وايي: په علم، پوهې او تحقیق سره مې د اسلام دین غوره کړ او ترڅو چې ژوندی یم د دیني تعلیماتو او اخلاقي اصولو له خیال ساتلو سربیره به د اسلامي کلتور دودونکې ووسم.

البته څوک چې ایمان راوړي، د دین په احکامو عمل وکړي او خپل سرکشه نفساني خواهشات کنټرول کړي نو متعال خدای ورته توفیق ورکوي چې نوره لاره په کلک هوډ  سره ووهي او د هدایت د لارې سختۍ پرې اسانوي او دا توفیق د هغه د عمل نتیجه ده. لکه څنګه چې د عنکبوت سورې په وروستي آیت کښې لولو: او هغه چې زمونږ په لاره کښې (په خالص نیت سره) جهاد وکړي نو خامخا به یې خپلو لارو ته هدایت کړو او خدای له نیکوکارانو سره دی.

                زما د مسلمانیدو کیسه له هغه وخته پيلیږي کله چې زه د پوهنتون په وړومبي کال کښې په زده کړې اخته وم. په هغه کال ماته ډیرې ستونزې راپيښې شوې، مور پلار مې له بله بیل شول او له روحي نظره تر دباو لاندې وم. د هغه کال ترخې پیښې زما په ذهن کښې د ډيرو پوښتنو د رامینځته کیدو سبب شوې چې یوه ډیره پوښتنه پکښې دا وه چې ولې دنیا ته راغلی یم او زما د ژوند هدف او موخه څه ده؟ زما مور او پلار زه لکه د یو ملحد لوې کړی وم، له ماشومتوبه یې ماته ویلي وو چې خدای او قیامت نشته او له مړینې وروسته بل ژوند نشته. خو بیا هم ما پخپل وجود کښې تل د خلا او تشې احساس کوه او د حقیقت په لټه کښې وم.

دا د تازه مسلمان شوي آسټریلیايي ښاریز ابوبکر روبن د خبرو یوه برخه وه چې واوموریدله. د (اسلام زما انتخاب) نومي پروګرام په ننۍ برخه کښې له دغه تازه مسلمان شوي سره لازیات اشنا کیږو.

                له مطالعې سره د روبن مینه سبب شوې وه چې د عیسائيت په هکله ډیر کتابونه ولولي. خو دغه مطالعات او تحقیقات سبب شول چې د هغه پوښتنې لازیاتې شي او د عیسائیت په هکله یې شکونه همهغه شان بې ځوابه پاتې وو. په دې وجه یې خپلې مطالعې زیاتې کړې. هغه وايي: وړومبنی کار چې مې وکړ د عیسائیت دین په هکله تحقیق او څيړنه وه. د تعمید د غسل، کشیشانو یا پادریانو، کاتولیک مذهب او د عیسائیت د کلي اعتقاداتو په هکله د ځینو مسائلو په شمول د عیسائیت ټول اړخونه مې وڅیړل او هر کله چې به مې د خپلو پوښتنو لپاره کلیسا ته مراجعه کوله، پادریانو به بې له دې چې زما د پوښتنو د ځواب لپاره انجیل کتاب ته مراجعه وکړي، زما د ځواب په ځاې به یې خپل شخصي تفسیر راوروه. هر پادري زما د پوښتنې په هکله بیل تفسیر درلود.

                د روبن تحقیقات یوازې په مسیحیت ختم نه شول. هغه د خپل اصلي ورک شوي د موندلو لپاره ډیره هڅه وکړه. د حقیقت د موندلو لپراه د نورو دینونو په هکله تحقیق او څيړنه د هغه ورپسې قدم و. هغه وايي: زما تحقیقات د عیسائيت، یهودیت، بودیزم او هندو ازم دینونو په هکله وو خو په دې کښې هیڅ کوم هغه دین نه و چې زه یې په لټه کښې وم. په حقیقت کښې په دې کښې هر یو دین شاید زما د ځینو پوښتنو ځوابونه لرل خو په هغو کښې موجودو اشکالاتو به زه دغو دینونو ته له ګروهنې منعه کولم.

هغه زیاتوي: له دغو پلټنو او تحقیقاتو تقریباً نهیلې شوی وم تر دې چې یوه ورځ زما د پوهنتون یو ملګري رانه پوښتنه وکړه چې آیا د اسلام په هکله مې هم تحقیق کړی دی؟ زه د هغه په خبره ډیر حیران شوم او ومې ویل، اسلام؟ نه ، زه به هیڅکله د اسلام په هکله تحقیق او پلټنه و نه کړم ځکه چې مسلمانان ترهګر او لیونیان دي. په حقیقت کښې د اسلام په خلاف د رسنیو منفي تبلیغاتو او پروپاګنډو د دغه دین په هکله حتی فکر کول هم زما لپاره سخت کړي وو.

                که څه هم ابوبکر روبن اسلام یو متعصب او قهرجن دین باله خو تجسس یې هغه مجبور کړ چې د اسلام په هکله هم مطالعه وکړي. هغه وايي: له خپل ملګري سره له خبرواترو وروسته د اسلام دین په هکله تحقیق ته وهڅیدم. که څه هم دا کار راته سخت و خو غوښتل مې چې په تحقیق او مطالعې سره ځانته ثابته کړم چې زما خیال او فکر صحیح دی. په همدې موخه د ښار یو جومات ته لاړم، یو کس مې په لمانځه ولاړ ولید، بې له دې چې پيزار وباسم جومات ته دننه شوم او د هغې مخې ته ودریدم چې په دغه وخت په سجده و. سره له دې چې د هغه له حرکاتو او حالاتو په هیڅ نه پوهیدم خو په ځیر سره یې په تماشه وم تر دې چې د جومات عالم زما خوا ته راغی. باید ومنم چې هغه وخت د اسلام او مسلمانانو په هکله د خپل ډیر منفي لید په وجه مې فکر کوه چې نن مې د ژوند وروستی ورځ ده. خو دغه ټول تصورات هغه وخت غلط ثابت شول کله چې ملا امام ابو حمزه په ورین تندي زما هرکلي ته راغی.

روبن زیاتوي: ابو حمزه زه خپل دفتر ته وروبللم. هلته مې د خدای او د اسلام د دین په هکله خپلې پوښتنې وکړې او هغه د پادریانو په اپوټه، زما د پوښتنو ځواب له قرآنه راکوه. د قرآن د لوستلو په وخت مې فکر کوه چې څوک زما د لارښوونه کولو او ماته د سمې لارې د ښودلو په حال کښې دی. مینه مې پیدا شوه چې د قرآن او د هغه د محتویاتو په هکله لازیات خبر شم او د همدې لپاره مې د قرآن یوه نسخه له ابوحمزه قرض کړه.

                روبن د شوق او تجسس له امله فیصله کوي چې په همدغه شپه قرآن ولولي. هغه وايي: هغه شپه یوه ارامه شپه وه، زه د قرآن په لوستلو لګیا وم. ناګهانه مې قرآن لوستل بند کړل او خدای ته مې وویل: خدایه، زه د مسلمانیدو په حال کښې یم او ستا په قرآن مې ایمان راوړی دی خو د خپلې عقیدې د زیاتیدو او پخیدو لپاره له تا څخه یوه نښه غواړم. بیا مې خپلې سترګې پټې کړې او د هغه لخوا د نښې په تمه شوم. خو هیڅ و نه شول، ومې ویل خدایا یوه وړه نښه راوښايې، او بیا مې سترګې پټې کړې خو بیا هم هیڅ ونه شول. بیا مې په اتفاقي توګه قرآن خلاص کړ او د جاثیه سورې په وړومبنیو آیتونو مې سترګې ولګیدې چې فرمايي: بې شکه په اسمانونو او ځمکه کښې د مومنانو لپاره (ډیرې) نښې شته دي او هم ستاسو او د خوځیدونکو په پنځون کښې چې(په ټوله ځمکه کښې) مو خواره کړي دي، یولړ نښې نښانې دي د هغه خلکو لپاره چې د یقین خاوندان دي. او هم د شپې او ورځې په بدلیدو رابدلیدو کښې او په هغه رزق (او باران) کښې چې خدای له اسمانه نازل کړی او د هغه په وسیله یې ځمکې ته له مړینې وروسته ژوند وروبخښه او همداشان د بادونو په الوتو کښې ډیرې روښانه نښې دي د تفکر د خاوندې ډلې لپاره.

د جاثیه مبارکې سورې له دریم نه تر پنځم پورې دا آیتونه په حقیقت کښې زما لپاره یوه نښه وه چې پوه شم ټوله ځمکه او اسمان او ټولو مخلوقات او موجودات پخپله د یکتا او واحد خدای د شتون او وجود نښې نښانې دي. قرآن پخپل روان او زړه راکښونکي متن سرا ما ته ارامښت راکړ او زما د ډیرو پوښتنو ځواب یې راکړ. په حقیقت کښې ورو ورو پوه شوم چې د اسلام په خلاف د منفي تبلیغاتو په اپوټه هغه ترټولو بشپړ او ترټولو غوره دین دی چې خدای د انسان د هدایت لپاره رالیږلی دی.

                روبن له خپلو پراخو تحقیقاتو وروسته بلآخره د مسلمانیدو فیصله کوي. د روژې د مبارکې میاشتې په وړومبی ورځ جومات ته ورغی او د ابوحمزه په مخکښې یې شهادتین وویل. بیا په جومات کښې موجود مسلمان وروڼه د مبارکۍ په ویلو سره د هغه هرکلي ته ورغی او د اسلام په دین د هغه د تشرف مبارکي یې وویله. اوس د مسلمانانو په هکله د هغه فکر بیخي بدل شوی و.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

 

Add comment


Security code
Refresh