Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 04 نوامبر 2015 14:39

اسلام زما ټاکنه

   دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په  دې شیبو کې  :اسلام زماټاکنه : نومې  دلړۍ  له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو  په نننۍ برخې کې  دایټالیا یوې نوې مسلمانې شوې میرمنې  خبره درسره شریکه کوو  هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

********************

    دوستانو له یوې بلې نوې مسلمانې شوي لودیځوالې میرمنې سره مو بلدوو . یو داسې میرمن   چې دحقیقت دموندلو لپاره ئې ډیرې هلې ځلې کړي او  ډير مشکلات ئې هم زغملي دي .

=    میرمن سارا تراس  یوه نوي مسلمانه شوي ايټالیائی میرمن ده   چې  د  خپل ځان په باب وائي ، زه یوه ۲۹ کلنه ډاکټره  یم  په کورنۍ کې زه ، او پلار مومسیحیان وو او مور مې یهوده وه .

 میرمن تراس په دوام کې وائي ،ما له هماغه ځوانۍ له ستر سره مینه وه او مناسب حجاب مو درلود او له دې پرته چې  له اسلامه  پر څه خبره شم . په میلمستیاؤ کې مو هڅه کوله دبدن پټونکی یا پوښونکي قالي واغوندم ، ځکه  داکار  دما د آرامښت لامل  ؤ .  تر دې  وخته  مو یو مسلمان  هم له نزدې نه ؤ لیدلی  او له اسلامه هم په څه شي نه پوهیدم . یوازینی شی چې د مسلمانانو په هکله مو آوریدلي وو ،  داوو چې  دما شاوخوا کسانو به وویل  اسلام له میرمنو سره تاؤتریخجن  چلند کوي  او میرمنې  دمسلمانانو په نزد یو ډول مریونه  ګڼل کیږي .  خو له ډيرو زیاتو څيړنو اوسپړنووروسته  متوجه شوم چې  هغه وخت مو تیروتی فکر کاوه  او   اوس خوشاله یم چې حقیقت مو پيداکړی دی::::

    میرمن سارا له ځوانۍله دیني مسئلو سره ګروهنه لازیاتیدله . په عین حال کې دهغې دیني ابهامات او پوښتنې دهغې په ژوندکې د نوو احساساتو  لامل  شوې وې .هغه په دې باب وائي،دما او ټولو انسانانو فطرت الهي دی او له مذهب سره دلچسپي یوه داسې ګروهنه ده چې په ټولو کسانو کې لریدل کیږي  په حقیقت کې  دین  او پر خداي عقیده لرل یو داسې ضرورت دی چې

 که ځواب ورکړل شي ،  انسان ته  امنیت او آرامښت  ډالۍ کوي . زه هم  دخپلې فطري اړتیا  لپاره په یوه ځواب پسې وم . خو هرڅومره مو په بیلابیلو  دینونو کې څيړنې اوسپړنې  کولې ، زما ابهامات او پوښتنې لازیاتیدلې .: 

دغه نوي مسلمانه شوي میرمن  په دوام کې ، ددې په باب چې  څه شا او   څوک  اسلام ته  دهغې دګروهنې لومړنی سپڼکی شوی دی ، وائي :، . زما په شاوخواکې  هیڅ یو مسلمان نه ؤ  او داسې څه شی نه ؤ چې  دمالپاره   رڼا راډالۍ کړي  څو له اسلام سره بلده شم ، تردې چې پوهنتون ته لاړم . د پوهنتون فضا  او دبیلابیلو دینونو او اخلاقو لرونکو ډيرو زیاتو محصیلینو شتون دمالپاره  ډير جالب ؤ . خو  له هغو څخه له ځينو سره بلدتیا   او دهغوي چلندونه دمالپاره ډیر حیرانونکي وو .  په پوهنتون کې  له یوه  کس سره آشنا شوم  چې دهغه فکر او چلندونه  دما لپاره ډیر عجیبه وو . هغه  له نورو سره فرق کاوه  . دهغه پاکي ،صداقت ،تقوا اوزهد  دمالپاره  جالب  ؤ. البته   زه  او بل یو کس هم نه پوهید چې هغه مسلمان دی .  دهغه چلندونه دمالپاره بیلګه  شوي وو .  له دې وروسته چې  متوجه شوم   چې  هغه  مسلمان دی ، نو د ماشاوخوا کسانو راته وویل چې   له هغه لیرې ووسم . خو  ما ددغه کار لپاره هیڅ دلیل نه درلود، ځکه  هغه  له نورو هرچا پآک او لاښه ؤ  چې تر دې دمه  مې لیدلی ؤ.له هغه مو د هغه د ځينو فکرونو اوچلندونو  په باب وپوښتل  او  هغه هم ددې علت دهغه دین  معرفي کړ.  دمالپاره جالبه وه چې  دهغه خبرې اوچلند  داسلام په باب دما دمخکنیي تفکر سره بشپړ فرق درلود. ما ترې وغوښتل  چې دمالپاره دې داسلام په باب څه ووائي  او دې ډول وه چې  له اسلام سره بلد شوم .

******************

    میرمن ساراتراس  له یوه مسلمان سره له بلدتیا وروسته پوهیږي چې  اسلام په هغه تعریف اوپيژندګلوۍ سره چې  له دې مخکې ئې ددغه دین په باب  آوریدلي وو ، ډير زیات توپير لري .  په نتیجه کې مطالعه او سپړنې کوي ، البته  په دې لاره کې  له یوه مسلمان سره بلدتیا  داسلام په باب  دهغې په لازیاتې ژورې اوښې  پيژندګلوۍ   کې ډيره مرسته کوي . هغه  داسلام  په باب مطالعه کوي او  هرچرته ورته چې پوښتنه راولاړه کیږي ، نو له هغه ملګري مرسته  غواړي . هغه وائي ،اسلام  هغه دین دی چې  دانسانانو له فطرت سره غږمله دی او هرڅوک واقعاکه په حقیقت  پسې وي ، نو  خداوندمتعال  ورسره مرسته کوي لکه څنګه چې  ما هم دخداي   پاک  په مهربانۍ سره خپل بې درکه شوی شی  په اسلام کې وموند.:

 میرمن ساراتراس   ددې پوښتنې په ځواب کې چې ، په پیل کې چې مسلمانه شوې وې ،  نو ددیني فرایضو ترسره کول درته ګران نه وو .؟   او آیا  داسې کومې شیبې پيښې شوي  چې  پخپلې فیصلې پښمانه شوي وې ؟ ، په چورلټ ډول  په ځواب کې وائي ،  نه ، داسې هیڅکله هم کومه شیبه نه وه چې پخپلې فیصلې پښمانه شوي وائ .کله له اسلام سره بلده شوم،  نو احساس مو کړه  لکه چې تازه زیږیدلي   او آرامښت ته رسیدلي  وم   او نور  دخداي پاک له خپګان  پرته بله یوه اندیښنه مو هم نه درلوده  او دقرآن تلاؤت  راته ډير آرامښت ډالۍ کاوه . قرآن کریم پخپلو حیرانونکو آیتونو سره   راته د پوښتنو ځوابونه راکول  او زه ئې  له اسلام سره لانزدې کولم :::::    هغه زیاتوي،  اسلام  باید له قرآن کریم څخه  زده کړائ شي  او له  هرهغه  چا ،چې  له دغه سپيڅلي کتاب سره مینه ولري  . قرآن هغه کتاب دی چې   خورا غوره لارې  انسان ته ورښئ .

   په داسې حال کې چې  په اروپا کې مسلمان شونه ،  مخ په وده بهیر شوی دی ،  لودیځي کارپيژاند  دخلکو دغه دین ته دګروهنې د راز  په لټولو پسې دي . ځیني کارپيژاند، اسلام ته د اروپائي میرمنو  ګروهمنیدا ،  په لودیځي او اروپائي ټولنو کې داخلاقي فساد ،بې هویَتۍ او  اخلاقي ګډوډیو  غبرګون ګڼي .دوي باوري دي،چې د ارواپيژندنې  له پلوه ،میرمنې له ارتباط درلودلو ،خیال ساتلو او  ورځيني ملاتړ کولو سره  مینه لري  او دغه هماغه شی دی چې  اسلام  پخپلو تعلیماتو کې ورته په ښه ډول پام کړی دی .

په ټول کې دغه سپړنې او څيړنې  اسلام   په اروپا کې  دیوه اغیزشیندونکي  دین په توګه بریښوي . په حقیقت کې  داسلام له خوا  دسړي  یا ښځې شونې مشخص کیدا او د واقعي بیلګې وړاندې کیدا دکسانو دجذبیدو لامل شوې ده ،پر دې سربیره  په اسلام کې دکورنۍ او میّندو لپاره  لاښه اوبرلاسه  ځاي شته  او میرمنې کوم جنسی شی نه دی .

   په لودیځ کې داسلام غوړیدا  بیلابیلې بیلګې لري چې  په هغو کې ،  په میرمنو او  انجونو کې  دستر یا سکارف پراختیا ده .   هغه غیر مسلمانې چې   اسلام ته مخه کوي ، حجاب یا سکارف  دخپل روحي اونفسیاتي  امنیت په رامینځةکیدا کې  دیوه مهم عامل په توګه   ګڼي،داسې امنیت  چې  په لودیځ کې په  بداخلاقۍ  اولوڅ کیدا سره ګواښل  شوی دی .  لودییځي میرمنې  دې حقیقت ته رسیدلي  دي  چې جنسي فساد او د  خوندونو ډولوالو  دودیدا  د هغوي شخصیت لړزانه کړی دی  او اوس دادی  داسلام  دمعنوي سیوري په پناه کې هڅه کوي  خپل  انساني عظمت  ترلاسه کړي .

 ستر مسلمان متفکر او فلسوف استاد شهید مرتضي مطهری  وائي ،  د اسلام ځانګړنه  په دې کې ده چې  دښځې اوسړي   له شخصي ظرافتونو  او د هغوي له نفسیاتي  خصوصیاتو  څخه بشپړ پيژندګلوي لري .  داسلام له نظره  ښځې  اوسړي آزاد دي  چې  خپل خاص خلاقیتونه  او وړتیاوې  دټولنې د غوړیدا او ودې لپاره نندارې ته وړاندې کړي ، خو  دا چاره  له منطقې او پاکو اړیکو او سالمو راشه دیرشه درلودلو سره  اړونده  ده څو ټولنه د نفساني خواهشاتو له کبله له هرډول انحرافاتو  لیرې  دنیکمرغۍ لاره کچ کړي . 

میرمن سارا  چې   داسلام ددین  له منلو وروسته  له اسلامی ستر یا حجاب څخه   هم  له کوره په بهر کې  استفاده کوي  ، باوري ده چې  اسلام دهغې لپاره  نه یوازې  دخپلو ټولنیزو  فعالیتونو دترسره کولو لپاره کوم خنډ نه دی  بلکې  هغه د ستر په ساتلو  یا د سکارف   په اچولو   سره دخپلې خوښې  وړ  کارونو ته  د هماغه تیر وخت په څير دوام ورکوي . هغه په دوام کې دستر یا حجاب په باب وائي ،  اسلام او دهغه  قواعد  د یوه پاک انسان  دفطرت په اساس  دی او ستر د اسلام یو واجب اوفرض  دی . دخځلتیا لامل ده  چې  داسې  کسان هم شته چې په پټو سترګو سره فیصله کوي  او حجاب یا سکارف  چې  د انساني روح یوه لازمه او  له تباهۍ اوفساده دټولنې دساتنې لامل ده  منع کوي .:

         میرمن ساراتراس  وائي ، هیڅکله  مو داخیال نه کاوه چې  یوه ورځ مسلمانه کیږم ، اوس متوجه  کیږم چې  هغه ډير بد ذهني انځور  چې  د 7مسلمانانو په باب مو  درلود،  په بشپړ ډول غلط ؤ  او دما ددغه تفکر او لیدتوګې  علت هم رسنئ وې .  ځکه هغه مهال  هرهغه څه چې  رسنیو مونږ  ته ویل ، مونږ هم پرې باؤر کاوه . هیڅکله مو خیال نه کاوه چې  زه  دمسلمانې ټولنې  برخه کیږم ، خو اوس  پخپلې مسلمان شونې ویاړم  او له دې ډيره خوشاله یم   :::::::::::::::::::::::::::::::::

 (سیماب)

*******************************************************************************************************

نور په دې برخې کې « اسلام زما انتخاب ۹۷

Add comment


Security code
Refresh