Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 11 نوامبر 2015 14:46

په سعودي عربستان کښې تبعيض او د شيعه ؤ د حقوقو څرګنده خلاف ورزي

سعودي عربستان د دوه ميلين او يولک نهۀ څلوېښت زره کېلوميټره رقبې سره د اېشيا د لويديځ تر ټولو لوے او له الجزائره وروسته دويم پراخه عرب مېشته هېواد دے. دغه هېواد له اويويشټ ميلينو زيات نفوس لري چې يوازې شپاړس ميلينه يې د دغه هېواد ښاريز او باقي بهرني خلق دي.

سعودي يو مذهبي هېواد دے چې قوانين يې د وهابيت د فرقې په بنياد جوړ دي. د وهابيت انحرافي فرقه په عربستان کښې يو ډېر مهم رول لوبوی او په عملي توګه د هېواد ټول سياست د دغه رسمي مذهب په ستنو اېښودے شوے دے. نو ځکه ديني اقليتونه او حتی نور اسلامي مذهبونه که هغه سني دي او که شيعه د ودې او ترقۍ لپاره د سا اخېستو ځاے نۀ لري. په تېره بيا شيعه مسلمانان له هغوي سره د وهابيت د خاص مخالفت او ضديت په خاطر په نامناسبو او له تبعيض او ظلمه ډکو حالاتو کښې ژوند کوي.

په سعودي کښې د شيعه ؤ موجودګي وړومبۍ هجري پېړۍ ته ګرځي. د سعودي عربستان ټول شيعه چې په القطيف، ظهران، العواميه، الاحساء او د مدينې په خواوشا کښې اوسيږي د دغه هېواد تقريباً شپاړس فيصده نفوس تشکيلوي. دغه شمېر له زېديانو، اسماعيليانو او علويانو سره د سعودي تقريباً دويشت فيصده نفوس تشکيلوي. د سعودي عربستان شيعه زياتره د دغه هېواد په ختيځو سيمو کښې ژوند کوي. په دغه هېواد کښې الشرقيه سيمه چې القطيف او الاحساء پکې شامل دي د سعودي د شيعه مسلمانانو اصلي مرکز دے.

رپوټونه او شواهد په ښۀ ډول دا ښودنه کوي چې شيعه ديني اقليت تل د خپلو حقوقو د خلاف ورزۍ او تبعيض په وجه سخت زورول کيږي. د تشيع په رسميت پېژندنه تل د سعودي عربستان د شيعه ؤ له غوښتنو څخه وه او ده. خو وهابيان هغوي د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو عليهم السلام سره د مينې او توسل په وجه هغوي رافضيان، کافران، مرتد او مجوسيان بولي.د علماو د شورا يو لوړ رتبه غړے شېخ عبدا... بن جبېر وائي: ((د يو رافضي (يعنې شيعه کس) په لاسو د  ذبحه شوي پسۀ غوښه حلاله نۀ ده چې رافضيان ټول مشرکان دي.))

د دغې نظريې په وړاندې شيعه حتی له مسيحيانو او يهوديانو څخه هم په ډېر کم مقام کښې راځي، ځکه چې مسيحيان او يهوديان د دغې نظريې له مخې د يو خداے پرستش کوونکي  او شيعه بدعتيان او مرتد دي. تندلاري وهابيان چې شيعه مسلمانان خپل دښمنان ګڼي او له هغوي سره د يو دښمن په څېر سلوک کوي درست له همدې امله دي چې ځينې وهابيان د شيعه ؤ وينه او مال مباح ګڼي.

د بشري حقوقو د نړيوالې اعلانيې اتلسمه ماده داسې بيانوي: ((هر کس حق لري چې د فکر، وجدان او دين له ازادۍ څخه برخور شي، د ازادۍ دغه حق د دين يا عقيدې په بدلولو او همدارنګ د ديني زدکړو، عبادتونو، د ديني مراسمو او دستورو د اجرا کولو په قالب کښې که هغه په انفرادي توګه وي او که په اجتماعي توګه، که په خاصه توګه وي اوکه په عمومي توګه، د دين يا عقيدې د څرګندولو په ازادۍ باندې لازم بولي.))

نن سبا د سعودي عربستان شيعه د سيمې د نورو شيعه ؤ په نسبت له زيات محروميت سره مخامخ دي. هغوي د شيعه توب په جرم په مختلفو طريقو سره زورول او ازارول کيږي. له دغو محروميتونو نه علاوه ځينې  وختونه به د هغوي په ځانونو او مالونو هم حملې او تيري کېدل او وهابي مفتيانو به يې د مرتدوالي او قتل فتوې جاري کولې. دغه زورول او ازارول د دې سبب شول چې د دغه هېواد شيعه د امکان تر حده تقيه اختيار کړي. په تېره بيا په مکه مکرمه ښار کښې شيعه له ډېر بد حالت سره مخامخ دي. هغوي مجبور دي چې خپل مذهبي مراسم په کورونو کښې او له خلقو نه پټ ترسره کړي.

شيعه ديني عالمان حتی اجازت نۀ لري چې په خصوصي توګه د  شيعه تعليماتو او زدکړو تعليم ورکړي، له دې امله زياتره ديني عالمان خپلې زدکړې په ايران يا عراق کښې حاصلوي او بيا سعودي ته ستنيږي. سعودي حکومت همدارنګ په شيعه عالمانو او د هغوي په پلويانو باندې په حملو سره هغوي نيسي او قانوني چاره جوئي ورسره کوي.

په داسې حال کښې چې سعودي عربستان درې زره اوۀ سوه جوماتونه لري او تر اوسه په ټوله دنيا کښې يې له يو زر شپږو سوو نه زيات جوماتونه جوړ کړي دي، خو د دغه هېواد شيعه مسلمانان حق نۀ لري چې د ځان لپاره يو جومات جوړ کړي. له دې نه علاوه په مختلفو ښارونو کښې د شيعه زياتره جوماتونه او امامباړې ويجاړې کړې شوې دي او شيعه و خپل کورونه په پټه توګه په جوماتونو يا امامباړو بدل کړي دي.

په سعودي کښې مشهور شيعه عالم او د کلتوري او تعليمي انجمن مشر حجت الاسلام عادل بوخمسين  په سعودي کښې د تشيع د علميه حوزو د عمل د ازادۍ په باره کښې وائي: ((دغه حوزې په طبيعي توګه بشپړه ازادي  نۀ لري او د هېواد تر شرائطو پورې محدودې دي. علميه حوزې د کتابتون په شان امکاناتو او وسائلو ته ضرورت لري چې زده کوونکي ترې استفاده وکړې شي، خو کتابونو ته لاس رسائي او سعودي ته د کتابونو وړل محدود دي، له دې نه علاوه علميه حوزې  علمي بحثونو او خبرو اترو ته ضرورت لري خو مونږ په دې اړه له محدوديتونو او بنديزونو سره مخامخ يوو.))

په مدرسو او پوهنتونونو کښې هم د زدکړو له لحاظه د ډېرې اوچتې درجې تبعيضونه ليدل کيږي. شيعه محصيلين د وهابي استادانو د تعصب او دښمنۍ له لاسه چې تل ورته کافران، مشرکان او رافضيان ويل کيږي په عذاب کښې دي. هغوي په پوهنتونونو کښې په ډېرې سختۍسره قبليږي او د اجرائي يا تعليم ورکونې په توګه په کار نه اخېستل کيږي. د تکميلي زدکړو په مراحلو کښې په تېره بيا د محمد بن سعود پوهنتون يا د مدينې اسلامي پوهنتون په شان د ديني علومو په پوهنتونونو کښې هغه محصيلين چې د شيعه ؤ په خلاف تيسېز وليکي هڅول کيږي او تيسيز يې په سرکاري پېسو چاپ او خپريږي.

په مدرسو او سکولونو کښې حالت له پوهنتونونو هم زيات بد دے او شيعه معلمان او زده کوونکي دواړه تر دباو او تبعيض لاندې ژوند کوي. د درس په کلاسونو کښې له زده کوونکو غوښتل کيږي چې شيعه دې د رافضي په عنوان سره يادوي او هغه درسي متنونه چې د وهابي عالمانو لخوا د هغوي د تفسيرونو په بنياد برابرکړې شوي او خپريږي د شيعه ؤ په خلاف له کينه ورو مضامينو ډک دي. په هغو کښې په شيعه ؤ لعنت ويل شوے او ورته کافران ويل شوي دي. شيعه معلمانو ته خبردارے ورکړے شوے دے چې خپل عقائد دې په ذاتي توګه وساتي، او د دې په غېر صورت کښې له سزائي اقدامات سره مخامخيږي. هغوي د اداري مراتبو په لړۍ کښې ترقي نه کوي يعنې ګرېډ يې نه اوچتيږي او په هغوي کښې هيڅوک مدير او ډائرېکټر نۀ ليدل کيږي.

له اقتصادي لحاظه هم سره له دې چې شيعه په ختيځه سيمه کښې د دنيا د تېلو په ترټولو لويو ذخيرو باندې ژوند کوي خو د سعودي تر ټولو بې وزله او بې برخې اوسېدونکي ګڼل کيږي. شيعه مېشته سيمې د سعودي عربستان ترټولو فقيرې  سيمې ګڼلې کيږي.

حکومت له نورو سيموسره په پرتله کښې په ختيځه صوبه کښې د ابادونې، سړکونو، روغتيا او زدکړو د پروژو د اجرا لپاره ډېرې کمې پېسې لګولي دي. شيعه مېشته ښارونه او سيمې هم هغه شان له امکاناتو، وسائلو او د روغتيائي او طبي ماډرن اسانتياو څخه بې برخې دي  او اکثر شيعه د تبعيض له لاسه درديږي.

د دې باوجود چې د تېلو زياتره اجرائي کارونه شيعه ترسره کوي يعنې باچامېشته ثروتونه او سرمائې د شيعه ؤ په لاسو برابريږي خو د نورو سيمو په نسبت په ختيځو سيمو کښې د سرمائې ناعادلانه تقسيم د هغه يو تبعيض څرګندوے دے چې وهابيانو د شيعه و په خلاف عملي کړے دے.

له سياسي لحاظه ديني اقليتونه په حکومت کښې هيڅ مقام نۀ لري. سعودي واکمنان ټول مهم کارونه او شغلونه په خپل خاندان کښې منحصر کړي دي. په دې مېنځومان کښې شيعه مسلمانان له نورو فرقو نه زيات محروم او بې وزله دي. نۀ يوازې په فوځ، پوليسو او بهرنيو او دفاعي ادارو کښې د هغوي له شتون څخه مخنيوے کيږي بلکه حتی په شرکتونو، کارخانو او مهمو حکومتي برخو کښې او يا هم د پائيلټۍ په شان پوسټونو باندې د بهرتي کېدو لپاره له ډېرو زياتو خنډونو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

له شيعه اقليت سره د سعودي حکومت سلوک په دغه هېواد کښې د شيعه ؤ د حقوقو د  څرګندې خلاف ورزۍ او تبعيض ښودنه کوي او دا تبعيضونه په داسې حال کښې بڼه نيسي چې د نړيوالو قوانينو له مخې د نۀ تبعيض د اصل په رڼا کښې ديني اقليتونه د نړيوالو حقوقو ترملاتړ لاندې راځي.

د ملګرو ملتو منشور له اقليتونو څخه د ملاتړ د نظام اصل د نۀ تبعيض په ستنو اودرولے دے. د ملګرو ملتو د مشور ذ وړومبۍ مادي د دريم بند او د پينځمې مادې د ((ج)) بند مطابق د ملګرو ملتو ټول غړي حکومتونه به د نژاد، جنس، ژبې او يا دين له لحاظه بې له څه تبعيضه د ټولو لپاره د بشري حقوقو او بنيادي ازاديو په خيال ساتنې ژمن وي.))

همدارنګ د بشري حقوقو د نړيوالې اعلانيې د دويمې مادې مطابق هر کس له هر ډول فرق او توپير نه بغېر په تېره بيا د نژاد، رنګ، جنس، ژبې، مذهب، سياسي عقيدې يا د بلې هرې عقيدې او همدارنګ د مليت، اجتماعي حالت، ثروت، زېږېدنې يا بل هر موقعيت له لحاظه په دغه اعلانيه کښې له اعلان شويو ټولو حقوقو او ټولو ازاديو څخه برخور دے.))

له نړيوال کنونشنه علاوه مدني او سياسي حقوق هم د حکومتونو لپاره لازموي چې پکې درج شوي حقوق، د پوستکي د رنګ، جنسيت، ژبې، مذهب، د سياسي وغېره عقائدو په بنياد له هر ډول تبعيضه بغېر اجرا کړي. (دويمه ماده)

 دغه معاهده همدارنګ د حکومتونو لپاره لازموي چې په خپل قانون کښې دې د هر ملي، نژادي، نسلي يا مذهبي نفرت چې د تبعيض، دښمنۍ او تاوتريخوالي سبب کيږي ممنوع کړي.)) (شلمه ماده)

لکه څنګه چې ورته اشاره وشوه له شيعه اقليت سره د سعودي حکومت له تبعيضه ډک چلندونه د بشري حقوقو او د بشري حقوقو د معاهداتو څرګنده خلاف ورزي ده. خو لويديځ حکومتونه د سياسي ګټو او د سعودي واکمنانو د سرمائې په دليل په دغه هېواد کښې د بشري حقوقو مسئلې ته بې پامي کوي. هغه څه چې واقعيت لري دا دي چې په دغه هېواد کښې ډېر انسانان له خپلو وړومبنيو حقوقو څخه بې برخې دی. شيعه مسلمانان له ډېر سخت حالت سره مخامخ دي او د هغوي مشران د هيڅ اعتراض او احتجاج اجازه نه لري.د بشري حقوقو فعالان او د حکومت له مستبدانه سياست سره مخالف کسان نيولې، شکنجه او بالاخره اعداميږي. سعودي خاندان د ساډوبۍ رامنځته کولو او د مخالفينو ځپلو ته دوام ورکوي او ورځ په ورځ لا زيات انسانان قرباني کيږي.

په هر حال هغه څه چې د پتمنو انسانانو، د بشري حقوقو د فعالانو او د ملګرو ملتو لپاره مسئوليت او ذمه واري رامنځته کوي له هغو ښاريزو څخه ملاتړ دے چې د انسانانو د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ له داسې پراخه يرغل سره مخامخ دي.

-----------------------------------------------------

Add comment


Security code
Refresh