Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 12 نوامبر 2015 11:38

اسلام اودژوندسټایل

   دتهران دپښتوخپرونې خوږومینه والود اسلام او د ژوند د سټایل :په نامې سره دلړۍله ننني ۷۸مطلب سره ستاسوپه خدمت کې یوو.هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

************************

    دوستانو  په ننني پروګرام کې  په ا قتصادي فعالیتونو  کې دژوند  دسټایل او رودې  په باب  درسره غږیږو ،  که مو په یاد وي ، نوپه مخکیني پروګرام کې مو  داسلامی ژوند په سټایل کې  دهڅې او دکار داهمیّت په باب درسره غږیدلي وو  او  دې ته مو اشاره کړې وه چې   داسلام په تفکر کې   د اقتصادي چلندونوپشمول دژوندپه فعالیتونوکې دیوه مسلمان اعتقادات  ډير  غوره رول لري  .لکه څنګه چې اعتقادات  داسلامی ژوند په سټایل کې د ټولو چارو بنسټ  دی ، هرمسلمان په ځان لازمه  ګڼي چې  خپل اقتصادي فعالیتونه  هم ددیني تعلیماتو په چوکاټ کې ترسره کړي .

     لکه څنګه چې   په اسلامی تعلیماتو کې پرخداي پاک توکل  او یا دهغه په روزي رسونې ټينګار شوی دی ،داغلط ګمان په ځينو کسانو کې راپيداشوی  چې په خدآي باندې توکل  او دهغه په روزي رسونې اعتقاد  په کار او هڅې  باندې له سفارش سره په تضاد کې دی .   دمثال په تو ګه ، دقرآن کریم په هود سورې کې  په شپږم آیت کې راغلي دي ،  چې داسې هیڅ خوځنده نشته مګر دا چې  دهغه روزي دخداي په غاړه   ده . اوس داپوښتنه مطرح د ه چې  که خداي پاک  دموجوداتو  دروزۍ ضمانت کړی دی، نو بیا  انسان ولې  باید  دخپل معاش  په تامینولو کې  زیار وباسي ؟

 ددغې موضوع  په تحلیل او توضیح کې  استاد شهید مرتضی مطهري  داسې وائي ،:

          که خداي  هماغه شان چې وړ   ئې  دی  وپيژنو   او دهغه له لوړو صفتونو سره  دمونږ دخپل توان په حد کې  بلد شو،نو  هغه وخت پوهیږو چې  د خداوندمتعال رازق شونه  دانسان له حقوقو او  دندو سره  تضاد نه لري .  خداي پاک  په قرآن کې  ځان  رازق یعني دروزۍ ورکونکی  بللی دی ، خو   کار او زیار سپارښتنه ئې هم کړې ده .  دخداوندمتعال رازق شونه  په دې معنا ده چې  هریو موجود  په امکاناتو او  توانمنیو سنبال دی  چې  له هغه سره  په ټاکلې   لاره کې    دهغه هدایت او  مرسته کوي . دمثال په توګه ، کله چې یو بوټی  د ریښې   له لارې ، اوبه  او معدني خوراک  دخاورو له مینځه جذب کوي  او کله چې  حیوانات ښکار کوي،نو دا توانمۍ  دخداوندمتعال  د رزاقیّت  بیلګه دی . خداي پاک  هر یو ځناور  یا حیوان  دګروهنو او دلچسپیو  د یوې لړۍ په وسیله  داسې راپنځولی چې  پخپلې روزۍ پسې شي  او  ددغو ګروهنو او غوښتنو دپوره کولو لپاره  دې هڅه وکړي . خداوندمتعال  په قران مجید کې  فرمائي ، دهرخوځنده   روزي دهغه  په غاړه ده ،یعني که  دروزۍ لپاره  دخداي کفالت او ضمانت نه وائ ، نو  په موجوداتو کې  به نه کومه  ګروهنه وه او  نه کومه غریضه (څو فعالیتونه وکړي ) . انسان   به  هم دخپلو حقوقو ساتلو سره کومه دلچسپی نه درلوده .  خداي پاک  دلابرلاسه موجود په توګه  دانسان په  اختیار کې  لازیات امکانات ورکړي دي . انسان   دعقل له نعمته برخمن دی  او باید  پخپل ټول استعداد او قواؤ سره  د روزۍ د موندلو لپاره ترې استفاده وکړي څو  دخپل ضرورت شیان  ترلاسه کړي . انسان دخداوند درزاقیّت   په حکم ، دروزۍ له ترلاسه کولو سره د دلچسپۍ په لرلو سره  پنځول شوی دی .

       په دې توګه ، ویل کیدلی شي دعقل ، فیزیکي  او فکري توانمنۍ په څير له امکاناتو برخمنیدا ،دالهي رزاقیّت یا رازق شونې  نښه ده . خداي پاک  روزي رسان دی ، خو پر پنځون دواکمنو قوانینو  او دطبیَعت  دبهیر  په اپوټه نه ، پر هستۍ یا پنځون  واکمن یو قانون  دادی چې لازیات امکانات،په هڅې او زیار سره  دموجوداتو لپاره  برابریږي .   دانسان برخمنیدا  هم په زیاترو موردونو کې  دهغه دهڅې اوکار معلول دی .

 اوس  دمعاش دترلاسه کولو لپاره په هڅې کې ددین دلویانو  دژوند  دسټایل د ټيټو هسکو  په باب درسره غږیږو::::::

**********************

         هماغه ډول چې  ومو ویل ، پیغمبر اکرم او دهغه بزرګوار اهل بیت علیهم السلام  په خبرو او عمل کې  په کار اوزیار ټينګار کړی د ی  او پخپله هم د روزۍ په تکل کې  فعال وو .  یوه ورځ  حضرت امام  کاظم علیه السلام  په خپلو پټّیو کې  په کار بوخت ؤ . دعلی بن ابی حمزه په نامه یو کس  ورغی او عرض  ئې وکړ،:  ولې دغه کار پر نورو نه سپارې ؟   امام بزرګور ورته په ځواب کې وفرمائیل :،  ولې کار دنورو په غاړه واچوم ؟  په داسې حال کې چې  له ما لاښه کسان تل په همدغه شان کارونو بوخت وو . : علی بن ابی حمزه  وپوښتل ،ائ دما مولا، دچا په باب خبره کوې  ؟ . امام کاظم علیه السلام  وفرمائيل :،  د خداي درسول ، علی ،  او دما پلار نیکه  خبره کوم ،پر مځکو کې کار کول  او فعالیت،دپيغمبرانو او والیانو او دخدای پاک دغوره بندګانو  سنت دی .:

         حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  فرمائي :،لکه چې  دطلاق سورې  دوهم او دریم آیتونه نازل شوي  چې  خداي پاک  فرمائی ، هرڅوک تقوا ته مخه کړي ، خداوند له هغه ځایه چې  دهغه په ګمان کې هم نه وي ،  هغه  ته روزي  ورسوي ، : دخدای درسول داصحابو یو ې ډلې په ناسم اخستون سره ،  له کاره لاس واخست ، او په عبادت اولمنځ ئې لاس پورې کړ.کله  پیغمبر اکرم ته دغه خبر ورسید،نو هغه بزرګوار وفرمائيل :، هغه څوک دما دښمن  دی چې  خوله وازه کړي اودعا غواړي   او وائي  چې ماته روزي راکړه  ،خو کار کسب ئې پریښودلی وي  :.

 همداراز  له پیغبمر اکرمه  نقل شوي دي ،  چې فرمآئي :،  دما دامت د یوې ډلې دعا نه قبلیږي   دهغه چا پشمول چې  په کور کې ناست وي  او وائي  پروردګاره ! ماته روزي راکړې  او د روزۍ په ترلاسه کولو پسې نه ګرځي .:

         دحضرت امام علی علیه السلام  دژوند دپړاؤ په باب نقل شوي دي  چې هغه بزرګوار هرکله دحکومت له چارو فارغ کیدو ،نو دقضاؤت او یا دتعلیم او تدریس کار به ئې کاوه  او کله ئې دغه کارونه هم ترسره کولئ  ، نو بیا به ئې کرهڼيزو کارونو ته مخه کوله  .دخرماؤ ډیرې ونې ئې پخپل لاس لګولې .  حضرت امام علی علیه السلام   دمدینې  په لودیځ  کې په یوې سیمې کې  په پټیو کې  یوه څا وکندله، چې  پکې ډيرې اوبه   راووتې .  دغه سیمه  دسختو بادونو  په دلیل  دکار لپاره ډيره سخته وه . په همدې  دلیل  هرڅوک  پکې کرّهڼيزو کارو ته  نه تیارید، خو  امام علی  هغه مځکه واخسته  او  هلته د کارونو سختوالو  هغه هیڅکله هم له زیار اوکاره  ونه غړاوه .  امام بزرګوار  په دغې سیمې کې چې : ینبع نومیدله ،  په لسګونو څاګانې وکنلې او د خرماؤ ډيرې ونې ئې ولګولې . 

          حضرت امام علی علیه السلام  پخپله  پخپل ژوند کې  دهڅې او کار  د یوې خاطرې په بیانولو کې فرمائي :،    په مدینې کې ډیر وږی شوم ،  دکار کسب لپاره  له کوره وواتم  او دمدینې په شاوخوا کې  مو یوه ښځه ولیدله  چې  څه ناڅه وچې خټې ئې غونډې کړې دي . پوه شوم چې    ددغو خټو د لندولو نیّت  ئې درلود،دهغې وخوا ته ورغلم  او وړاندیز مو وکړ  چې  دغه کار ماته راوسپاري   په دې شرط چې  داوبو دهر یوه لوښي  په بدل کې  چې  له څا ئې راوباسم ،  یو خرما ماته راکوې ،  ما له هغه څا شپاړس لوښي (بالټۍ)  اوبه راوباسلې  په دې توګه  چې  لاسونه مو تڼاکې شول . ددغو شپاړسو  ډولچو  په بدل کې   مو شپاړس خرما واخستل ، خرما مو ټول پیغمبر اکرم ته یوړل  او په دوو   مو وخوړل .:

           همداراز نقل شوي دي  چې یوه ورځ یو کس  حضرت امام علی علیه السلام ولیدچې دخرماؤ د   زړو ستر پيټی له ځان سره وړي .  له هغه ئې  وپوښتل، دا څه دي  چې له ځان سره ئې وړې ؟  حضرت امام علی ورته په ځواب کې وفرمائيل ،:  انشاا....دخرما ونې «   هغه کس ووائي  حضرت  علی  هغه ټول زړي  پخپل لاس سره  وکرل .:

 حضرت امام علی علیه السلام  په یوې وینا کې فرمائي :،  مومن انسان تل  په کار لګیا وي .  څو ک چې  کارکوي ، ځواک   او توان  ئې نور هم  زیاتیږي . روزۍ  د دکار لاملونه دي ، پر دې اساس دروزۍ دګټلو لپاره  به په ښې او غوره رودې  عمل وکړئ .   تاسو ته سپارښتنه کوم  چې  له کار او زیاره لاس نه اخلئ ،که ستړي یاست او یا تاند یاست ، پوه شئ چې  ستړیا او لټي  آخرت تباه کوي :.

 په دې توګه  وینو چې  ددین دلویانو په سیرت کې ،  کار اوزیار هم  له ډير اهمیّته برخمن دی.حضرت امام علی علیه السلام  په یوې جملې کې فرمائي:،بې شکه  خداوندمتعال دکار کسب کونکو سره مینه لري :.

         داسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص) هم په دې اند ؤ چې د زیارکښو  په نصیب کې خورا غوره انعامونه  وي  او  په دې باب فرمائي :، هرڅوک له حلالې لارې خواړه وخوري ،دهغه لپاره دجنت  دروازې پرانیستل کیږي  چې  له کومې دروازې وغواړي  جنت ته داخل شي .

د پیغمبراکرم په سیرت اوګفتار کې یودپام وړټکی دکارروزګار په باب  پوهیدا وه .مسلما هغه کسان چې  په پوهیدا اومهارت سره کارکوي،لاښه نتیجه ترلاسه کوي . داسلام  ګران پیغمبر  په دې باب د ابن مسعود په نامه یوه کس ته فرمائي :،

 ائ ابن مسعوده ! کله چې  د کار لپاره  ځان تیاروې،نو هغه کارپه فکر او پوهې سره ترسره کوه او له دې چې کار له دقت او پوهیدا پرته ترسر ه کړې  ډډه کوه:.

 (سیماب)

********************************************************************************************

Add comment


Security code
Refresh