Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 19 نوامبر 2015 14:46

باور مې نۀ شي (1) (د پېرس د چاودنو ترڅنګه)

باور مې  نۀ  شي د مطلبونو د يوې لړۍ نوم دے چې کوشش کوو په هر مطلب کښې له يو خاص نظره د يوې پېښې څېړنه وکړوو. د دې لړۍ وړومبنے مضمون په اسلام باندې د پېرس د پېښو د ترهه ګرو د اعتقاد نه باور والي ته اشاره کوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.

 ((زما نوم ژان ديلان دے. د فرانسې د نيس ښار د پوليسو خاص مامور يم خو په اوس حال کښې له نورو يو نيم عسکرو او مامورانو سره د پېرس ښار د امنيتي حالاتو د کنټرولو لپاره راغلے يم. د خالي په شپه په دغه ښار کښې له پينځو ګېنټو نه په کم وخت کښې د ترهه ګرۍ لږ تر لږه اتۀ بيله بيلې پېښې رامنځته شوې. د ګولوپه باران کښې چې په عامه خلقو يې اوروۀ او همدارنګ په دريوځان وژونکو عملياتو کښې له يو سل دېرشو نه زيات تنه وژل شوي دي او د سر دغه تاوانونه مخ په زياتېدو دي ځکه چې په زخميانو کښې چې له درې نيمو سوو نه زيات وو د سلو تنو حالت سخت بيان شوے دے. ښار له سختې ويرې او وحشت سره مخامخ شوے دے. حکومت درې ورځې عام وير اعلان کړ، د ښونې او روزنې مرکزونه يې تړلي او د لوبو او سياليو په شان عامه فعاليتونه يې د زوړند په حال کښې راوستلي دي د ښار په ګوټ ګوټ کښې عسکر او ماموران ليدل کيږي. مختلف خبري چېنلونه په دائمی توګه له دغو پېښو سره اړوند اطلاعات خپروي. په هغو اطلاعاتو کښې چې په دائمي توګه په دغو رسنيو کښې تکراريږي، يوه داسې موضوع ده چې زما ذهن يې ځان ته جذب کړے دے. د ترهه ګرۍ د دغو اقداماتوځينو عاملانو په خلقو باندې د ړندو سترګو د ډزو په وخت د ا... اکبر نعرې وهلې.))

((زما نوم منصوره دے، يوه ايرانۍ يم چې په مشهد ښار کښې ژوند کوم. د نولس سوه اتۀ اتيايم کال په جولائۍ کښې مې زوے محمد متحده عرب اماراتو ته روان ؤ چې هلته د امريکې له سفارته د خپلو زدکړو د دوام لپاره وېزه واخلي. د امريکې د سمندري ځواک وينس يو اېس اېس نومې بېړۍ چې په هغه وخت کښې په فارس خليج کښې وه د يو توغندي په وېشتلو سره يوه ايراني مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړه او زما بې ګناه زوے يې له دوه سوه نهۀ اتيا نورو عامه خلقو سره ووژۀ. له هغه وخته هيڅ ساعت داسې  نۀ دے تېر شوے چې د هغۀ د جدائۍ غم پرېښودې يم.هر وخت چې مې د زۀ زور ختم شي نو خداے ته پناه وړم چې هغه ذات زما له درده ډېر لوے دے او له خولې مې د ا... اکبر غږ ووځي.

بيا مې چې کله د دوه زره وړومبي کال په ستمبر کښې په حېرانتيا سره د امريکې د نيويارک له غبرګو برجونو سره د دوو الوتکو جنګېدنه مد ټيلي ويژن په سکرين باندې لېدله د سلګونو امريکائي مائندو غم مې زړۀ راډک کړو چې بچي يې زما د زوے په شان بې ګناه ووژل شول. کله چې د دواړو برجونو چتونه يو يو په يو بل راوغورزېدل نو زړۀ مې د بې ګناه زامنو د وژل کېدو او د هغوي د مائېندو د زړونو د داغدارېدو درد نۀ شو زغملے او  بيا مې هم خداے پاک ته پناه يوړه او هغۀ ته مې فرياد وکړ او ومې ويل: ا...اکبر. له هغه وخته چې هرکله مې د ستمبر د يولسمې خبره اورېدلې او يا مې د هغې پېښې څه تصوير ليدلے دے نو له زړۀ دردېدلو مائندو سره د هغوي په غم کښې شريکه شوې يم او د هغوي د زړونو د ارامښت په آرزو سره مې د خداے پاک مقدس نوم په ژبه راوړے او ويلي مې دي، ا... اکبر. ا... اکبر زما د ټولو شېبو يو تر ټولو انساني ذکر دے او باور مې نۀ شي چې هغه کسان چې د خالي په شپه يې په پېرس کښې په پټو سترګو او بې مقصده په ځوانانو باندې د ګولو باران وکړ همدغه مقدس کلمات به يې په ژبه جاري شوي  وي. هيڅکله باور نه کوم.))

((زما نوم عثمان دے د افغانستان په ارزګان ولايت کښې چمياري کوم. په دوه زره دويم کال کښې مې درې لوڼه د وادۀ مراسمو ته تلې وې او د نېټو په هوائي بمبارۍ کښې ووژلې شوې. د هغوي لوپټې چې د خپلې کوټې په دېوال مې د يادګار په توګه زوړندې کړې دي، وړومبنے هغه څيز دے چې هره ورځ سهار ورته سترګې غړوم. او دغه وخت کښې د بېګناه لوڼو غم مې زړۀ دردوي او زۀ د تل په شان خداے پاک ته پناه وړم او هغه پاک ذات يادوم او فرياد کوم: ا...اکبر.

درې کاله پس مې د خپل همځولي يو پلار تصوير وليدۀ چې د لندن په مېټرو کښې د بم په يوه چاودنه کښې يې لور وژلې شوې وه او د هغې په مړ بدن يې په چغوچغوژړا کوله نو ډېر مې  وژړل چې د هغۀ لورهم زما د لوڼو په شان بې  ګناه قتل شوې ده. له هغه وخته هغه انګرېز سړے هم زما د غم ملګرے شوے دے او هرکله چې مې زړۀ د خپلو بېګناه لوڼو له غمه راډک شي نو هغه رايادوم او د هغۀ د زړۀ د ارامښت په اميد هم مې له زړۀ نه فرياد راوځي او ا... اکبر وايم. د ا... اکبر غږ په هره هغه شېبه کښې زما ملګرے او ډاډ راکونکے دے چې د يو بل انسان له غمه مې زړۀ راډک شوے وي. باور مې نۀ شي چې هغه کسان چې اوس يې په پېرس کښې د بمونو په چاولو سره له انسانانو څخه په تېرېدو په انسانيت هم ظلم کړے دے په خوله باندې يې د ا... اکبر نعره وهلې وي. باور مې نۀ شي.))

((زۀ خالد يم ديارلس کلن يم او د مصر د  اسکندريې ښار په يوه متوسط مېشته محله کښې ژوند کوم. پلار مې د کتابونو دوکان لري. په دوه زره نهم کال کښې کله چې شپږ کلن وم يوه شپه مې پلار کور ته رانغے او فکر مو وکړو چې په دوکان کښې پاتے شوے دے خو نۀ په هغه شپه او نۀ په نورو ډېرو شپو کښې د هغۀ له حاله څوک خبر نۀ شول. لس کلن وم چې پلار مې يوه شپه کور ته راغے. امريکائي عسکرو هغه د خپل دوکان له مخې تښتولے ؤ او په پولېنډ کښې يې يو پټ جېل ته بوتلے ؤ. څلور کاله تېر شوي وو چې هغه ماموران قانع شي چې پلار مې يو کلتوري او ادبي پوهه کس دے او د ترهه ګرۍ په هيڅ اقدام کښې يې ګډون نه دے کړے. پلار مې په هغو درېو کلونو کښې چې راستون شوے دے په  دې اړه چې په جېل کښې په هغۀ څه تېر شوي دي هيڅ خبره نۀ ده کړې خو چې هر څه وو خو زما پلار يې د دنيا په يو ډېر خاموشه انسان بدل کړے دے. هغه اوس هيڅکله خبرې نۀ کوي. بس يوازې د شکنجو او ويروونکي خوبونه ويني. نيا مې ما ته او زما خور او نورو وروڼو ته دا راياد کړي دي چې د شپې په وختونو کښې چې کله مو د پلار په چغو سره له خوبه راويښيږوو نو د هغۀ او د خپلو ځانونو د ارامښت لپاره خپل پاک خداے ته فرياد کوو او وايوو، ا... اکبر.

بيا په وروستيو وختونو کښې مې د ايزدي مذهب د پېروکارو تصويرونه وليدل چې داعشيانو يرغمل کړي  او بندي کړي وو، د هغو کسانو غم مې چې بې ګناه اسيران شوي وو زړۀ يو ځل بيا راډک کړ. نو دغه وخت مې د هغوي د ازادېدو او د هغوي د اولادونو د ارامښت لپاره بيا هم خداے ته پناه يوړه او د هغۀ پاک نوم مې په ژبه راوړۀ  او ومې ويل، ا... اکبر.

نو اوس مې باور نۀ شي چې د پېرس په حملو کښې د عامه انسانانو قاتلان کوم ډول کسان وو چې دغه مقدس نوم يې په خوله راوړے دے. باور مې نۀ شي.))

((زۀ ماريه نوميږم. اصالتاً عراقۍ يم خو څو کاله وشول چې د جرمني په مونېخ کښې ژوند کوم خاوند مې چې له لېبيائي مور پلاره زېږدلے دے د فوټبال زيات شوقين کس دے. هغه د فرانسې او جرمني د ټيمونو د لوبې د نندارې لپاره پېرس ته تلے ؤ چې په سټېډيم کښې د بم په چاودنه کښې ژوبل شو. اوس هغه په کما کښې پروت دے وجود مې له لاسه د هغۀ د ورکولو له ويرې له دردنه ډک شوے دے. په خپلو بچو مې ډېر زړۀ سوزيږي چې مورنے نيکۀ يې يعنې زما پلار په بغداد کښې د امريکې په جېل کښې وژل شوے دے. دوه ترونه يې د لېبيا په طرابلس باندې د نېټو په حملو کښې وژل شوي دي. اوس اندېښمنه يم چې هسې نه د پېرس دهشتګردانه پېښه ترې پلار هم واخلي. نو له دغې اندېښنې څخه د خلاصي او د خپل اميد د ساتلو لپاره خداے پاک ته پناه وړم او د هغۀ پاک نوم په خوله راوړم او د ا... اکبر غږ کوم.

ټيلي ويژني چېنلونه د پېرس د خالي د شپې د حملو له تصويرونو ډک دي. سترګې ورته غړوم او ځان د هر هغه کس خواخوږې بولم چې په هغه ښار يا بل ځاے يې څوک عزيز وژل شوے وي او يا زما او زما د بچو په شان اندېښمن وي چې عزيز يې مړ شي.

نو د تل په شان د سختۍ په شېبو کښې خداے پاک ته پناه وړم او د قربانيانو د خپلوانو د صبر او زغم او د هرې هغې کورنۍ چې له دغو پېښو څخه زيانمنې شوې دي د نااميد نه کېدو لپاره خداے پاک ته فرياد کوم او وايم ا... اکبر. زۀ په دغونوراني کلماتو سره د ټول انسانيت لپاره د الهي رحمت د ورونو د خلاصېدو آرزو کوم او هيڅ کله مې باور نۀ شي چې هغه  کسان چې په پېرس کښې د خالي د شپې د ړندو سترګو په ډزو  سره يې زيات اميدونه نااميده کړي وي د ا... اکبر غږ په ژبه راوړے وي. باور مې نۀ شي.))

------------------

Add comment


Security code
Refresh