Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 26 نوامبر 2015 14:33

د پېرس پېښو ته يوه کتنه

د پېرس پېښو ته يوه کتنه

پېرس د نومبر په ديارلسمه نېټه په وروستيو څو کلونو کښې يوه ډېر خونړۍ ورځ تېره کړه. په پېرس کښې دهشتګردانه حملې په يو وخت په څو ځايونو او له مختلفو طريقو څخه په استفادې سره ترسره شوې. د حملو په وړومبنۍ څپه کښې دوو ځان وژونکو  د فرانسې په اورلي نومې لوبغالي کښې ځانونه وچول. د لوبو په دغه مېدان کښې د فرانسې او جرمني فوټبال ټيمونه په خپلو کښې په سيالۍ بوخت وو. د لوبو د مېدان له پېښې سره په يو وخت يو وسله وال کس په يو رېسټورنټ کښې له کلاشنکوف څخه په استفادې سره په خلقو باندې ډزې شروع کړې او د باتاکالان نومې کنسرټ په هال کښې هم دوه وسله والو کسانو په دغه هال کښې د موجودو خلقو په يرغمالولو سره يو شمېر کسان په ډزو سره وويشتل. د باتاکلان د هال له پېښې نه پينځويشت دقيقې وروسته په کېقون نومې سړک کښې د يو بل وسله وال کس لخوا د حملو رپوټ ترلاسه شو او د لوبو په مېدان کښې له وړومبنۍ حملې نه يوه ګېنټه وروسته د  لوور نومې ميوزيم او لېس هېل نومې مارکيټ په نزديو کشې د نورو ترهه ګرو ډلو لخوا حملې وشوې.

د دغو دهشتګردانه حملو د خبرونو خپرېدو نړۍ ته سخته صدمه ورسوله او خلق يې زيات خفه کړل.

د وروستيو شمېرونو له مخې د وژل شويو کسانو شمېر يو سل او دوه دېرش تنه او د ژوبلو شمېر له درې سوو نه زيات اعلان شوے دے. داعش د چارلي اېبډو نشريې ورځپاڼې په دفتر باندې له حملې وروسته د دويم ځل لپاره د دغو حملو ذمه واري هم په سر واخېسته.

د داعش عمليات د هغو عملياتو ياد  راوړونکي دي چې القاعدې ترهه ګرې ډلې يعنې د داعش معنوي پلار په دوه زرع څلورم او دوه زره پينځم کلونو کښې په اروپائي هېوادونو يعنې د لندن او اسپانيا په مېټروګانو کښې پېښې رامنځته کړې. داعش چې په سوريې کښې د روسيې له پرله پسې حملو وروسته له سختې ماتې سره مخامخ شوے دے، د نړۍ په مختلفو سيمو کښې د خپلو تخريبي عمليات او د قوت د منظموالي په لټه کښې دے. له بلې خوا په نورو هېوادونو کښې د داعش له شور او غوغا نه ډکو حملو د دغې ډلې د غړيو جذبولو امکان هم زيات کړے دے.

د داعش په اروپائي ترهه ګرو غړيو کښې زياتره شمېر د فرانسويانو دے. د وروستيو شمېرنو له مخې پينځۀ سوه يو اويا فرانسويان جګړمارله داعش سره يوځاے شوي دي چې له دغو څخه دوه سوه پينځۀ څلوېښت خپل هېواد ته ورستانه شوي دي. د دغو عواملو ستنېدنه او له فوځي فنونو او خان وژونکو عملياتو سره د هغوي آشنائي د يو بالقوه امکان په صورت کښې دے چې په هرې څړيکې سره دغه امکان په بالفعل شکل کښې راڅرګنديږي.

څو کاله وشول چې د سوريې، عراق، افغانستان او پاکستان په شمول د مېنځني ختيځ ځينې هېوادونه د تکفيري ترهه ګرو له تشدد او تندلاريتوبه د ډکو حملو هدف ګرځېدلي دي. د دغو هېوادونو زيات شمېر ښځې، ماشومان او بې ګناه خلق هره ورځ د ترهه ګرو له وحشيانه جنايتونوسره مخامخيږي. هغه ترهه ګر چې له خپلو وحشيانه جنايتونو څخه څه شرم نه محسوسوي او د خپلو ډېرو بې شرمانه اعمالو برابر کړې شوي فېلمونه په مجازي فضاء کښې خپروي. د دې باوجود لويديځ حکومتونه د خپلو بشري حقوقو د ادعاګانو باوجود د  دغو بشري غميزو په اړه جدي غبرګون ونۀ ښود. ځکه چې زياتره اسنادو دا وښودله چې د تکفيري ترهه ګرو اصلي ملاتړي سعودي او د فارس خليج د  څنډې ځينې هېوادونه دي چې د لويديځو حکومتونو انډيوالان دي.

په حقيقت کښې ويلې شوو چې په دغو کلونو کښې  لويديځ اوس د سعودي عربستان ترملاتړ لاندې د ترهه ګرو ډلو لخوا د سوريې، عراق او يمن وغېره د بې ګناه خلقو د قتل عام په وړاندې د خپلې درنې خاموشۍ تاوان ادا کوي. هغه وسلې چې د سعودي په پېسو سره اخېستې شوې دي دا ځل د سوريې د خلقو په ځاے د پېرس د خلقو په خلاف يې استعمال کړې دي.

عربي او لويديځي نړۍ په دې دليل له دغو ترهه ګرو څخه زياتره ملاتړ وکړ چې په مسلمانو هېوادونو کښې د اسلامي بېدارۍ له بدلونونو څخه مخنيوے وشي. د دغه ملاتړ بنياد غلط او اشتباه وه. لکه د ايران اسلامي جمهوريت له هم هغې ابتداء څخه په ځلونو د لويديځو حکومتونو غوږو ته دا خبره ورسوله چې ترهه ګري مذهب او جغرافيا نۀ پېژني او د هغې د پائېلو او نتائجو اور به د دغې ښکارندې د ملاتړو او راپېدا کوونکو لمنو ته هم ورسي. ځکه چې په ترهه ګرۍ کښې ښه او بده نشته. ترهه ګري د هيڅ ملت، مذهب او نژاد احترام نۀ کوي او ټول په يوځاے د خپلو شرمناکو حملو هدف ګرځوي.

د پېرس پېښه په دقيقه توګه د لبنان په ضاحيه سيمه کښې د ترهه ګرۍ له عملياتو نه يوه ورځ وروسته رامنځته شوه. د جمعې په شپه په لبنان کښې شيعه مسلمانان په داسې حال کښې چې د کمېل د دعا لپاره د يو جومات په خوا کښې راغونډ شوي وو د ترهه ګرو د وحشيانه حملې هدف وګرځېدل. نو ځکه داسې ليدل کيږی چې قربانيان له مذهب، نژاد او ژبې نه وراخوا د حملې هدف ګرځېدلي دي.

له بلې خوا په وروستيو کلونو کښې کوشش وشو چې د ترهه ګرۍ پېښې او د هغو عوامل په يوې دينې په تېره بيا اسلامي څېرې سره وښودل شي او په تبليغاتي چلولونو او نفسياتۍ جنګ سره دا غلط تصور پراخه کړي چې هر ځاے چې اسلام موجود دے ترهه ګري هم موجوده ده او هر ځاے چې ترهه ګر دي د مسلمانانو د پښو پل لېدل کيږي..

دا قياس په کامله توګه غلط دے او د ترهه ګرو اعمال له اسلام سره هيڅ تعلق نۀ لري. دا قياس کټ مټ همداسې دے چې مونږ د هغو پلان شويو او نۀ معاف کېدونکو جرائمو نسبت چې امريکې په ټوله دنيا کښې ترسره کړي دي او د حکومتي ترهه ګرۍ يوه نمونه ده مسيحيت ته ورکړو يا د هغه څه په دليل چې کلونه کلونه يې صهيونېسټان د فلسطين په نيواکي زمکو کښې ترسره کوي او په دې  ورځو کښې يې په خپل ډېر بد شکل کښې په غزه کښې کتونکي يوو وغواړوو د ترهه ګرۍ او يهوديت ترمېنځ يې تعلق جوړ کړو.

ترهه ګري له اسماني دينونو سره هيڅ تعلق نه لري. ځکه چې الهي دينونه د رعب، وحشت او تشدد رامنځته کونه غندي. د اسلام او مسلمانانو په خلاف منفي پروپېګنډه د نړۍ په سطح له اسلامه د ويرونې د زياتولو په لټه کښې ده. په داسې حال کښې چې اسلام د سولې، ارامښت، رافت او مهربانۍ دين دے او د تاوتريخوالي او تشدد له ټولو شکلونو سره مخالف دے.

خداے د قران شريف د سورۀ انعام په يو سل يو پنځوسم مبارک آيت کښې پېغمبراکرم (ص) ته په خطاب کښې فرمائي: ((ووايه، هغه څه چې ستاسو پروردګار په تاسو باندې حرام کړي دي تاسو ته ولولم: دا چې څه له خداے سره شريک ونۀ ګرځوئ او له مور پلار سره نېکي وکړئ، خپل اولاد د فقر (له ويرې) مه وژنئ مونږ، تاسو او هغوي ته روزي ورکوو، بدو کارونو ته مه نزدې کيږئ که هغه څرګند وي او که پټ  وي، او هغه انسان چې خداے محترم ګرځولے دے مه وژنئ، مګر په حقه (او د استحقاق له مخې) دا هغه څيز دے چې خداے يې تاسو ته سپارښتنه کړې ده شايد چې درک يې کړئ.))

خداے پاک د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) ته خطاب کوي چې اے پېغمبره! ټولو هغو کسانو ته چې له اسلامه بغېر بل دين لري غږ وکړه او ورته ووايه مونږ چې په هر څه کښې اختلاف ولروو خو په پينځو څيزونو کښې اختلاف نۀ لروو او د هغو په حراموالي کښې په هيڅ يو دين کښې شک موجود نه دے، له  هغو څخه يو مورد دا دے چې انسان وژله د ټولو له نظره منعې ده. له دې مبارک آيته استفاده کيږي چې ترهه ګري نه يوازې له اسلام سره بلکې له هيڅ يو بل اسماني دين سره تړاو نه لري.

اسلام د يو انسان حرمت او کرامت د ټول بشريت د حرمت او کرامت په  اندازه بولي. خداے پاک د سورۀ مائدې په دوه دېرشم مبارک آيت کښې اشاره کوي چې هر چا چې په ناحقه په تشدد لاس پورې کړ او يو کس په ناجائزه توګه د ژوند له نعمته بې برخې کړي داسې دے لکه چې له ابتداء نه تر انتهاء پورې يې ټول انسانان وژلي دي.

البته پکار دي دې ته پاملرنه وکړوو چې ترهه ګري په لازمي توګه د قتل په معنا نه ده. د ترهه ګرۍ اصلي مقصد رعب او وحشت رامنځته کول دي. د سورۀ مائدې په درې دېرشم مبارک آيت کښې د هغه کس لپاره چې په ټولنه کښې وحشت او ويره زياتوي څلور سزاګانې اټکل شوې دي. د دغه آيت له مخې د تاوتريخوالي اعمال ترسره کول او ټرور که هغه د هر کس پۀ خلاف وي محاربه (يعنې له خداے سره جنګ او دښمني) ګڼل کيږي.

نو بيا څه ډول منلې شوو چې د داعش د ترهه ګرو په شان افراط پالي او تندلاري اقدامات له اسلام او مسلمانانو سره منسوب کړوو؟

د پېرس د حملو ترټولو مهمې پائېلې او نتيجې له اسلامه د ويرونې او له اسلام سره د دښمنۍ زياتول دي. دغه عمليات کولې شي د مختلفو هېوادونو مسلمانان په امنيتي او حتی د ښاريزوالي په تنګۍ کښې راولي. همدارنګ زياتره تندلارې، سياسي او نژاد پرسته ډلې او بهيرونه لويديځ د اسلام په خلاف راوپاروي او له اسلامه د ويرونې د ښکارندې د پراختيا لپاره په لويديځ کښې زيات تبليغاتي حالات رامنځته کړي. لکه چې له چارلي اېبډو دهشتګردانه حملو وروسته د نړۍ په  مختلفو سيمو کښې د مسلمانانو په خلاف  تقريباً يو سل څوارلس عمليات او سپکاوي وشول.

د دغو حملو يوه بله نتيجه په اروپائي هېوادونو کښې د وطن پرستۍ او نيشنلېسټۍ د لفاظيو پراختيا ده. په تېر يو کال کښې زياترو کډوالو د تکفيري ترهه ګرو له ويرې خپل وطنونه پرېښودي دي او ځانونه يې شين براعظم ته رسولي دی. د پېرس خلقو او لويديځو حکومتونو هم څو شېبې د سوريې او نورو اسلامي هېوادونو د خلقو د ناامنيو او ترهه ګرۍ تريخ خوند وڅکلو. هغه ترهه ګر چې هم د دوي په مالي ملاتړونو سره يې پرورش وشو.

له بلې خوا له کډوالو سره بدچلندي د اروپائي حکومتونو د بشري حقوقو په کارنامه کښې يو تور داغ ګڼل کيږي. په دا ډول چې ملګرو ملتو په ځلونو د مهاجرينو په اړه دغو حکومتونو ته د انساني او بشردوستانه چلند د غوره کولو په نسبت خبردارے ورکړے دے. اټکل کيږي چې د پېرس له چاودنو وروسته به مهاجران له زياتو مشکلاتو سره مخامخ شي. ځکه چې ښي لاسي تندلارو تل د مهاجرينو د شتون په اړه تند او افراطي دريځونه لري دي.

حقيقت دا دے چې ترهه ګري په هره سيمه کښې غندل شوے دے، هم په ضاحيه سيمه کښې هم په سوريې کښې، هم په عراق کښې او هم په پېرس کښې. ځکه چې د بې ګناه انسانانو وژله په هيڅ يو ځاے کښې د توجيه وړ نه ده. له دې امله د تندلارو ډلو د جرړو وېستولو لپاره په رښتيا سره نړيوالې ارادې ته ضرورت لروو. په دې مبارزه کښې وړومبنے څيز چې پکار دي څنګته کېښودلې شي له ترهه ګرۍ سره تاکتيکي او دوه ډوله چلند دے او همدارنګ پکار دي د ترهه ګرو پېښو له قربانيانو او بې ګناه خلقو څخه ملاتړ وشي..

---------------------------------------

نور په دې برخې کې « اسلام وپیژنو ۷۰

Add comment


Security code
Refresh