Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 29 نوامبر 2015 09:51

د تاریخ پاڼه ۲۵۴

د تاریخ پاڼه ۲۵۴

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه څلور نوېم هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې اتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اوه دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له اولسمې او د دوه زره پینځلسم میلادي کال د نومبر له نهه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

له ننه پینځه کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه اتیایم هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې په اتمه نیټه،  د ایران  د  اټومي فزیک استاد  ډاکتر مجید شهریاري او  ډاکتر فریدون عباسي د دوو بیلابیلو ترهګرو بریدونو هدفونه وګرځیدل .په دې ترهګرو عملیاتو کښې ډاکتر عباسي ټپي شو او د ایران پیاوړئ اتومي پوه ، فزیکپوه او د پوهنتون استاد ډاکټر شهریاري په شهادت ورسید .شهید شهریاري په دیارلس سوه پینځه څلویښتم هجري لمریز کال کښې په زنجان کښې وزیږید او د زده کړو له بشپړولو وروسته ېې خپله ډکټرا  د اټومي انجینیرۍ په برخه کښې د تهران له امیر کبیر پوهنتون څخه تر لاسه کړه . هغه په دیارلس سوه پینځه اتیایم لمریز کال کښې د شهید بهشتي په پوهنتون کښې د اټومي انجینرۍ له جوړیدو وروسته د دغه پوهنځي د علمي پلاوي غړئ شو .د ډاکتر شهریاري یوه مهمه طرحه  د اټومي ري ایکټرونو  د نوي نسل د جوړولو اړوند تیوریکې طراحۍ وې چې د نړۍ په علمي مرکزونو کښې ېې ډیر انعکاس درلود .د دغو دوو بریدونو عامل ترهګر څه موده وروسته ونیول شول او اعتراف ېې وکړ چې د صهیونیسټي رژیم د استخباراتي شبکې موساد غړي دي او له دې ترورونو ېې مقصد د ایران په سوله ایز اټومي پروګرام کښې د اخلال  رامنځته کول ؤ  .

===========

پینځه سوه یو څلویښت کاله پخوا، د اته سوه شپږ نوېم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په اولسمه نیټه، په  ابو السعود مشهور مسلمان مفسر او فقیه محمد مصطفی عمادي له استامبول سره نږدې په  مدرس کلي کښې وزیږید. ابو السعود د زده کړو له ترسره کولو وروسته په تدریس بوخت شو او له تدریس سره سم په یوه وخت ېې  استامبول کښې د قضاوت منصب هم په غاړه درلود  او د ژوند تر پایه په دې مقام پاتې شو .هغه د خپلې ټولنې عرفي او ټولنیزو مسایلو ته پاملرنه کوله او هڅه ېې کوله چې د عثماني امپراطورۍ اداري قوانین د اسلامي شریعت په اساس تنظیم او دفتري اصول اصلاح کړي . ابو السعود له ترکي ژبې سربیره په فارسي او عربي ژبه هم بشپړه برلاسي درلوده او په دغو دواړو ژبو کښې ېې شعر هم وایه. د هغه له آثارو څخه ( ارشاد العقل السلیم ) ، ( دعا نامه ) ، (قانون نامه ) او (مفروضات) ته اشاره کولئ شو .

««««««««««««

یو سلو دوه اتیا کاله پخوا، د دولس سوه پینځه پنځوسم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په اولسمه نیټه، د قران کریم پیاوړئ قاري او د قرآئت د فن پیاوړئ استاد شیخ عبدالرحیم سلطان القراء تبریزي  د ایران په شمال لویدیځ ښار تبریز کښې وزیږید .سلطان القراء له پلار څخه د دغه علم له زده کولو وروسته له شیخ شامیل داغستاني سره آشنا شو او کله چې شیخ شامیل پوځ غونډ کړئ ؤ تر څو د روسیانو په ضد پاڅون وکړي، هغه له دغه غورځنګ سره د یو ځائ کیدو په موخه داغیستان ته  ولاړ. هغه وروسته تبریز ته ستون شو او  د قران کریم د قرائت درسي حوزه یې جوړه کړه او له همهغه وخته ېې د سلطان القراء یا تر ټولو ښه قاري لقب تر لاسه کړ . دغه نامتو قاري په دیارلس سوه شپږ دیرشم هجري قمري کال کښې په تبریز کښې وفات شو  او د تجوید په علم کښې ېې یوه رساله له ځانه په یاد ګار پریښوده.

««««««««««««

دوه اویا کاله پخوا، د نولس سوه درې څلویښتم میلادي کال د نومبر په نهه ویشتمه نیټه، د مارشال تیتو په مشرئ د فاشیستې یوګوسلاویا په ضد آزادي غوښتونکې جبهه جوړه شوه .د دغه سازمان چیریکانو د جرمني ځواکونو له خوا د ایټالیا د نیونې په وخت د جرمني ځواکونو ته سخت ګزارونه ورکړل  او په نولس سوه څلور څلویښتم میلادي کال کښې یې د شوروي سره پوځ په ملګرتیا له خپلې خاورې جرمني ځواکونه وشړل .د جرمني ځواکونو له وتلو وروسته مارشال تیتو په یوګوسلاویا کښې واک ته ورسید او جنګ وروسته یې لومړنې حکومت جوړ کړ.

««««««««««««

اته شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال د نومبر په نهه ویشتمه نیټه، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په کم اکثریت د یهودانو او فلسطینیانوتر مینځ د فلسطین د مځکې ویش ته رایه ورکړه .دغه  ظالمانه او غیر منطقي پریکړه  د لودیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا او صهیونیسټي رژیم د ملاتړو تر نفوذ لاندې وشوه . د ملګرو ملتو د دغې مصوبې په اساس د بیت المقدس سیمه نړیواله اعلان شوه .د فلسطین د ویش پریکړه لیک چې د فلسطین په خاوره ېې یوه صهیونیسټي حکومت جوړیدو ته رسمیت ورکړ د عربو او مسلمانانو غوسه او د صهیونیسټانو خوښي په ځان پسې درلوده .انګلیستان د ملګرو ملتو له طرحې سره د مخالفت په پلمه خو په اصل کښې د صهیونیسټي رژیم جوړیدو ته د شرایطو برابرولو په موخه خپل ځواکونه د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د مئ په پینځلسمه نیټه له دې ټاټوبي و ایستل .د انګریزانو له وتلو سم لاسي وروسته صهیونیسټانو د انګریزانو لخوا خالي کړل شوي پوځي مرکزونه ونیول او د فلسطین په خاوره ېې د صهیونیسټي رژیم جوړیدا اعلان کړه .له دغو اقداماتو وروسته د عربو او صهیونیسټانو لومړئ جګړه ونښته .د نومبر نهه ویشتمه نیټه د هغه تاریخي ظلم او ناانصافۍ له امله چې د فلسطین د خلکو پر ضد د ډیموکریسي غواړو    ادعا کونکو لویدیځي حکومتونو رامینځته کړه،  د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ نوموله شوې ده.  

««««««««««««

یویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې په اتمه نیټه، ستر دیني مرجع آیت ا... العظمی شیخ محمد علي اراکي  په یو سلو درې کلنۍ کښې وفات شو . هغه دایران په یوه مرکزي ښار اراک کښې وزیږید او له یو لس کلنۍ یې  په جدي توګه  اوپه ډیر شوق سره  د اسلامي علوم د زده کول لپاره  د خپل  وخت  نامتو استادانو په محضر کښې حاضر شو.  دغه نامتو عالم د آیت ا... العظمی حایري او آیت ا... حاج سیدمحمد تقي  خوانساري  په څیر  د لویو عالمانو له درسه فیض حاصل کړ. هغه دقم په علمیه حوزې کښې د تدریس  په پرله پسې کلونو کښې ډير شاګردان وروزل .  دغه ستر عالم  ډیرپيچلي علمي بحثونه  په ښکلي بیان سره مطرح کړل  او شاګردان ئې په ډيرې آسانۍ سره پرې پوهول . آیت ا... اراکي  همداراز داسلامي انقلاب په بیلابیلو مرحلو کښې   هم  د ده  ملاتړ کاوه  او امام خمیني (رح) ته یې پریمانه علاقه درلوده او تل یې  هغوئ له ډیر په احترام سره یادوه. له دغه لوئ  فقیه اوعالم څخه، ډير آثار په یادګار پاتې دي  چې له هغو څخه  د اجتهاد او تقلید په  باب  یوه رساله  (رسالة فی الاجتهاد والتقلید)  او همداراز پر (عروة الوثقی)  لمن لیک ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

نور په دې برخې کې « تاریخ پاڼه ۲۵۳

Add comment


Security code
Refresh