Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 29 نوامبر 2015 15:26

دورانکاریو لپاره دتکفیری بهیرونو سناریو

دورانکاریو لپاره دتکفیری بهیرونو سناریو
په مخکینۍ برخې کې مو د تکفیری سلفیّت او وهابیّت د بهیر دخورا مهم فکری شخصیّت تیمیه د ژوند ،افکارو او فیصلو په باب له تحلیلی تفکر ه خبرکړئ
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا د ورانکاریو لپاره دتکفیری بهیرونو دسناریو دلړۍ له ۲۵برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو . په مخکینۍ برخې کې مو د تکفیری سلفیّت او وهابیّت د بهیر دخورا مهم فکری شخصیّت تیمیه د ژوند ،افکارو او فیصلو په باب له تحلیلی تفکر ه خبرکړئ . له ابن تیمیه وروسته محمد بن عبدالوهاب د ابن تیّمیه دلیدتوګو احیاء ته مخه کړه او پخپله ئې هم داسلام له لوړو تعلیماتو خپل انحرافی اخستونونه هم ورزیات کړل . دمحمد بن عبدالوهاب افکار او باؤرونو له هغو تعلیماتو سره ښکاره توپیر درلود چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ئې تبلیغ کاوه . محمد بن عبدالوهاب عقیده درلوده چې یوازې هغه او دهغه پیروکار خدای پرست او مسلمانان دی او د نورو اسلامی مذهبونو ټول پیروکار کافر او مشرکان دی . په ټول کې دعقایدو په ډګر کې دمحمد بن عبدالوهاب آثار پر هغه کم حجم سربیره چې په دې زمینې کې دهغه دآثارو ټولګه شاید تر دوو سوو پاڼو پورې هم نه رسیږی . له دې زیات چې علمی وی ، یوه ګوندی او عملیاتی بڼه لری او له دې زیات چې په دې زمینې کې له مخالفانو سره په چلند کې د دودو علمی رودو او استدلال په باب خبرې وکړی ، دتکفیریت او فیزیکی حذفیدا لاره ئې خپله کړې ده . نن سبا دوهابیَت بزرګان دمحمد بن عبدالوهاب د علمی مقام دښودلو لپاره ډیرې هلې ځلې کاروی دهغه دلیدتوګو په شرحې کې ډیر کتابونه لیکی او دبیلابیلو غونډو اوسمینارونو په جوړولو سره د محمد بن عبدالوهاب علمی مقام لوی بریښوی . له سیاسی قدرت سره وهابیّت ته له پیوند ورکولو پرته دهغه پیژندګلوی یوه ناتمام شوی چاره ده . وهابیّت دنورو اسلامی مذهبونو په اپوټه ،دخلکو ددلچسپیۍ او چانس په علت وده ونه کړه ، بلکې دتورې قدرت او له سیاست سره ئې پیوند د هغو د پراختیا او ودې زمینه برابره کړې ده . له بلې خوا دوهابیّت دتمامیّت غواړی تفکر او د هغه تکفیری اوځیږ ماهیّت ، لامل شوی دهغو په زړونو کې قدرت او تاؤتریخوالی سسټماټیک شی ، او دهغو مخالفانو په ضد له سیاسی قدرته دناوړه استفادې په اساس چې ټول مسلمانان دی ، برابره شی . نو ځّکه که د احمد بن حنبل سلفیّت نقلی ، او دابن تیمیه سلفیّت اعتقادی وی ، نو دمحمد بن عبدالوهاب سلفیّت دهغه ځانګړنو ته په پام سره ،په حقه په سیاسی سلفیّت نومول کیدلی شی . دوهابیّت په پیژندګلوۍ کې پکار ده دقدرت او سیاسیت رول ته اشاره وشی او په داسې بڼه کې دغې مهمې پوښتنې ته ځواب ورکول کیدلی شی چې وهابیّت، د مسلمانانو لپاره دجاذبې نه درلودولو او او له هغو سره له مخالفت سره سره،څرنګه توانیدلی خپل ژوند ته دوام ورکړی او دخپلې بقاء زمینه برابره کړی ..؟
محمد بن عبدالوهاب دخپل پلار ترمړینې پورې چې دحنبلی مکتب یو عالم ؤ دخپلو اعتقاداتو دڅرګندولو لپاره ئې ډیر فرصت نه درلود. دمحمد بن عبدالوهاب خورا ستر مخالفان او نیوکه کونکی دهغه کورنۍ او د هغه دزیږنځی ښار عالمان وو . دمحمد بن عبدالوهاب پلار او ورور تل هڅه کوله له هغه اود هغه له افکارو لیرې ووسی او دهغه ورور سلیمان دمحمد بن عبدالوهاب پر غلطو عقایدو جدی نیوکې کړی دی .محمد بن عبدالوهاب دخپل پلار له مړینې وروسته په ۱۱۵۳قمری کال کې د انګلستان دحکومت په مرستې سره دخپلو عقایدو دڅرګندولو لپاره زمینه برابره کړه . البته هغه په لومړنی ګام کې دحریملهّ د عامه خلکو له سخت او جدی چلند سره مخامخ شو چې حتی نزدې وه دهغه وینه وبهوی .مجبورا له هغه ځایه خپل زیږنځی عینّه ته ستون شی . محمد بن عبدالوهاب عینّه ښآر ته له ورتلو وروسته دهغه ځای امیر عثمان بن احد بن معمر ته خپلې خبرې وړاندې کړې . امیر دهغه بلنه ومنله او ورسره ئې تړون وکړ چې له هغو هر یو به دیوه بل ملاتړی اوملګری وی . په دې توګه ، امیر اجازه ورکړه چې محمد بن عبدالوهاب خپلې عقیدې مطرح کړی . ددې لپاره چې له امیر سره د محمد بن عبدالوهاب پیوند پیاوړی اوتل پاتې شی ، هغه دامیر له خور سره واده وکړ . په دې توګه ،د امیر او محمد بن عبدالوهاب ترمینځ پیاوړی تړون هم وشو . په دغه پړاؤ کې د عینّه ښار شاوخوا له جوماتونو او د اصحابو او و لیانو زیارتونو ډکه وه . په هغو قبرونو اوزیارتونو کې د حضرت عمر د ورور زید بن خطاب قبر هم ؤ چې خلکو ئې ډیر احترام کاوه محمد بن عبدالوهاب د عثمان بن معمر له یوشمیر عسکرو سره یو ځآی ئې پر هغې هدیرې حمله وکړه او هغه ځای ئې له خاورو سره یکسان کړ . دنجد دتاریخ لیکونکی وائی ، محمد بن عبدالوهاب پخپل لاس دزید بن خطاب قبر له خاورو سره خاورې کړ. دغه کار په سیمې کې ډیر غبرګونونه راوپارول او لامل شو خلک دمحمد بن عبدالوهاب په ضد پاڅون وکړی او دهغه اعتقادات مردود وګڼی .: دوی دحرمیّنو او بصرې او احساء عالمانو ته لیکونه ولیکل او له محمد بن عبدالوهابه ئې شکایت وکړ . عالمانو امیر عثمان بن معمر ته لیک ولیکه او هغه ته ئې حکم ورکړ چې شیخ ووژنی . د عینّه امیر مجبور شو څو محمد بن عبدلوهاب له ښاره وباسی . وهابی شیخ د پیغمبرۍ د دروغجنې ادعا کونکی مسیلمه کذاب زیږنځای درعیهّ سیمه غوره کړه او په ۱۱۶۰قمری کال کې هلته لاړ . محمد بن عبدالوهاب درعیّه ته له ورتلو وروسته ددغې سیمې له امیر (دسعودی کورنۍ نیکه محمد بن سعود ) سره تماس ټینګ کړ او هماغه تړون چې دعینّه له امیر سره ئې کړی ؤ له محمد بن سعود سره هم وکړ . ابن سعود له شیخ سره پخپل تړون ډیر خوشال ؤ ، خو له شیخ سره ئې خپلې دوې اندیښنې مطرح کړې . لومړی داچې ،که مونږ له تاسره ملګرتیا او مرستې وکړو او نور ښارونه ونیسو ، نو ویریږو مونږ بیا پرې ږدې او بلې سیمې کې به هستوګن شې . دوهمه دا چې مونږ په درعیّه ښار کې یو قانون لروو او هغه دا چې دمیوو دموسم په رارسیدا سره له خلکو مالیات اخلو . ویریږم ته هغه مالیات حرام وګرځوې . محمد بن عبدالوهاب د ابن سعود په ځواب کې وویل ، زه به تا له بل هیچا سره بدل نه کړم ، او خدای به په هغو فتحو کې چې مونږ ته ئې رانصیب کوی ، دومره غنیمت ترلاسه کړو چې له دغو ډیرو کمو مالیاتو به دې بې نیازه کړی .
*****************
د درعیّه امیر د دوو کورنیو ترمینځ داړیکودپیاوړتیا لپاره دمحمد بن عبدالوهاب لور خپل زوی عبدالعزیز ته واده کړه،او له دې لارې د دغو دواړو کورنیو ترمینځ پیوند پیاوړی شو او تر دې دمه هم دغه اړیکه په پراخو برخو کې هماغه شان محفوظه پاتې ده . له دغه تړون وروسته ، محمد بن عبدالوهاب دنجد دقبایلو مشرانو اوټولو خلکو ته لیک ولیکه او هغوی ئې دخپل نوی مذهب منلو ته وبلل . ځینو ترې پیروی وکړه او ځینو ډلو ورځینې مخ واړوه . وهابی شیخ وروسته ورپسې د ابن سعود په مرستې سره دکفر اوشرک او د بدعتیانو په ضد دجهاد په عنوان سره یو لښکر جوړ کړ او دمسلمانانو په ضد ئې پاڅون وکړ او په مسلمان میشته ښارونو او کلو په حملو سره ئې خلک په وینو کې لیت پیت کړل او دهغوی مالونه ئې د جنګی غنیمتونو په توګه لوټ اوچورتالان کړل . په دې توګه دوهابیّت فرقه رامینځة شوه ،خو معلومه ده چې دهغوی جنګونه او نښتې دهغو کسانو په ضد وې چې ټولو لااله الا ا.... محمد رسول ا.... په خولې ویل او په دوامدار ډول ئې د پاک پروردګار عبادت کاوه او الهی فرایض ئې ترسره کول . محمدبن عبدالوهاب په کشف الشبهات نومې رسالې کې په ځلونو مسلمانان مشرکان ، کافران ، بت پرست ،مرتد ،دتوحید منکر،، دتوحید دښمنان ، دخدای دښمنان منافق ، اهل باطل ، نادان او شیطانان بللی دی ،هغه روښآنه کوی ، چې دمونږ د زمانې مشرکان (یعنی مسلمانان ) دتیرو وختونو له مشرکانو او بت پرستو لا زیات سخت مشرکان دی ، ځکه دتیرو وختونو مشرکانو په هوساینې کې شرک کاوه او دښکیلیدا په وخت ئې اخلاص ته مخه کوله ، خو دمونږ دزمانې مشرکان په هردواړو حالاتو کې له خدای سره شرک ته مخه کوی .د وهابیّانو تکیه کلام څلور شیان دی ، یعنی کفر ، شرک ،کذب ، بدعت :؛که څوک دهغوی یوازې دکفر او شرک ټکی راغونډ کړی ، نو دشرک او کفر له ټکو یو کتاب جوړیږی . هرچرته مسلمانانو دهغوی په ځواب کې په استدلالونو اوروایتونو سره دهغوی اعتقادات محکوم کړل،هغه ځواب چې له هراستدلال مخکې ئې پرې تکیه کړې ، د :کذب دی : کلمه ده . دوی هر هغه روایت چې دهغوی له عقیدو سره سمون ونه خوری دروغ ګڼی . د کلام خلاصه دا چې وهابیّان په دغو افراطی بې محتوا او ځیږو عقایدو پسې په تلویحی او یا روښانه توګه ، ځان او خپل پیروکار موحد او مسلمان ګڼی او نوره ټوله مسلمانې ډلې مشرک او کافران ګڼی . له دې امله دهغوی وژله هم جایزه او دهغوی مالونه او شتمنۍ هم حلالې ګڼی . په ټول کې دمحمد بن عبدالوهاب او دمحمد بن سعود ترمینځ پیوند ، د دواړو کورنیو لپاره ګډې ګټې لری . له یوه پلوه ابن عبدالوهاب خپلو هغو موخو ته چې دمسلمانانو له عقیدې سره مبارزه وه ، رسید او له بل پلوه ابن سعود له دغو شرائطو دخپل قدرت دپراختیا لپاره ترې استفاده کوله . هغه څه چې په دې ملګرتیا اوغږملتیا کې دپام وړ ده ، د پولو او داختیاراتو د حدودو دقیق ډل ویشل کیدل دی . په دې معنا چې له هماغه پیله دیانت او دعوت دمحمد بن عبدالوهاب او دهغه دکورنۍ (ال شیخ ) په لاسونو کې او سیاست او حکومت هم دمحمد بن سعود او د هغه د کورنۍ (آلسعود) په اختیار کې شو او دآل سعود دپاچائی نظام لپاره د وهابیّت مکتب کړنې ، یعنی درواوالی رامینځةکول دی او آل سعود ددغې آئیډیا د دودیدا لپاره دامنیت او قدرت لازمه برابروی .
دوستانو په ورپسې پروګرام کې به له محمد بن عبدالوهاب سره دآل سعود په پیوند او دعربستان په ټاپووزمه کې د وهابیّت دبهیر په قدرتمنیدا او د مسلمانانو ترمینځ ددرز اونفاق په رامینځةکیدا کې دانګلستان درول او مقام په باب درسره وغږیږو نو ترهغه وخته بریاووسئ .
ا.... مو مل او ملګری
(سیماب)
****************************************************************

Add comment