Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 03 دسامبر 2015 15:41

د رهبرۍ د دوهم لیک د ویډیو یوه برخه او متن

د رهبرۍ د دوهم لیک د ویډیو یوه برخه او متن

هغه ترخې پیښې چې ړندې ترهه ګرۍ په فرانسې کې وپنځولې، یو ځل بیا زه له تاسو ځوانانو سره خبرو ته وهڅولم.

په لویدیځو هیوادونو کې ټولو ځوانانو ته

هغه ترخې پیښې چې ړندې ترهه ګرۍ په فرانسې کې وپنځولې، یو ځل بیا زه له تاسو ځوانانو سره خبرو ته وهڅولم. زما لپاره خواشینوونکې ده چې د خبرو زمینه په دغه ډول پیښو سره برابریږی، خو حقیقت دادی چې که دردوونکې مسایل د یوې چارې د لټولو لپاره زمینه او د هم فکرۍ لپاره لاره برابر نه کړی تاوان دوه چنده کیږی. د نړۍ په هر یو ځای کې د هر یو انسان غم په خپله د نورو انسانانو زړونه غمجنوی. دهغه ماشوم نظاره چې د خپلوانو په وړاندې ساه ورکوی ، هغه مور چې د کورنۍ ښادی یې په غم بدلیږی، هغه میړه چې د خپلې میرمنې بې روحه تنه په منډه یوې خوا او بلې خوا ته زغلوی، او یا هغه نندارچی چې نه دی خبر څو شیبې وروسته به د خپل ژوند د نندارې وروستۍ پرده وینی، دا داسې منظرې نه دی چې انسانی احساسات او جذبات راونه لړزوی. هر انسان چې له محبت او انسانیته لږ شان هم برخمن وی ددغه صحنو په لیدلو متاثره او غمجنیږی. که هغه په فرانسې کې وشی که په فلسطین اوعراق او لبنان او سوریې کې، قطعا یو نیم میلیارد مسلمانان همدا احساس لری او ددغه غمیزو له عاملانو او مسببانو کرکه او ویزاری لری. خو خبره دا ده چې که د نن غمونه د ښه او امنه راتلونکې د جوړولو سبب نه شی یوازې په ترخو او بې ثمره یادونو بدلیږی. زه یقین لرم یوازې تاسو ځوانان یئ چې له نننیو ناخوالو په درس اخستلو سره د راتلونکې د جوړولو لپاره نوې لارې پیدا کولې شئ او دهغو بې لاریو مخه نیولې شئ چې لویدیځ یې نن دې حال ته رسولی دی.
سمه ده چې نن ترهه ګری زمونږ او ستاسو ګډ درد دی، خو ضروری ده پوه شئ هغه ناامنی او پریشانی چې په وروستیو پیښو کې مو تجربه کړې، له هغو کړاوونو سره چې د عراق ، یمن ،



سوریې، او افغانستان خلکو په تیرو کلونو کې زغملې دوه لوی فرقونه لری. لومړی دا چې اسلامی نړۍ په لا ډیرو پراخو اړخونو، په لا زیاته اندازه او د لا اوږدې مودې په مخه د ترهه ګرۍ او تاوتریخوالی قربانی پاتې شوې ده، او دوهم دا چې په خواشینۍ سره ځینو لویو طاقتونو همیشه په مختلفو ډولونو او اغیزمنه بڼه د دغه تاوتریخوالو ملاتړ کړی دی. نن به ډیر لږ کسان داسې وی چې د القاعدې ، طالبانو او ورپسې نورو ډلو په پیدا کولو، پیاوړلو او په وسلې سنبالولو کې د امریکا د متحده ایالتونو له روله نه وی خبر. د دغه نیغ په نیغه ملاتړ په څنګ کې د تکفیری ترهه ګرۍ ښکاره او پیژندل شوې ملاتړی د ډیرو شاته پاتې سیاسی نظامونو له لرلو سره سره همیشه د لویدیځ د متحدانو په صف کې پاتې شوې دی، او دا په داسې حال کې دی چې په سیمه کې له خوځنده ولسواکۍ راپورته شوې ډیرې مخکښې او رڼې لیدتوګې په ډیرې بې رحمۍ سره ځپل کیږی. په اسلامی نړۍ کې د بیدارۍ له غورځنګ سره د لویدیځ دوه ګونی چلند په لویدیځو سیاستونو کې د تضاد ښکاره نمونه ده .
د دغه تضاد بل مخ د اسراییلو له دولتی ترهه ګرۍ په ملاتړ کې لیدل کیږی. د فلسطین مظلوم خلک تر شپیتو کلونو زیات وشول چې د ترهه ګرۍ ډیره بده روده تجربه کوی. که د اروپا خلک نن یوازې څو ورځې په خپلو کورونو کې پناه اخلی او د ګڼې ګوڼې په ځایونو او مرکزونو کې له غونډیدو ډډه کوی،یوه فلسطینۍ کورنۍ لسګونو کلونه کیږی چې حتی په خپلو کورونو کې د صهیونیسټ رژیم له وژونکی او ویجاړوونکی مشینه په امن کې نه ده. نن د قساوت او سخت زړه توب له نظره کوم یو تاوتریخوالی د صهیونیسټ رژیم له خوا د ښارګیو له جوړولو سره پرتله کولی شو؟ دغه رژیم هره ورځ بې له دې چې هیڅکله په جدی او اغیزمنه توګه د خپلو نفوذ لرونکو متحدانو او یا لږ تر لږه په ظاهره د خپلواکه نړیوالو ادارو له خوا و غندل شی، هره ورځ د فلسطینیانو کورونه ورانوی او کروندې او باغونه یې ویجاړوی، بې له دې چې حتی هغوی ته د


کور د سامان د لیږدولو او یا د کرهڼې د محصولاتو د ټولولو فرصت ورکړی شی. او دا هر څه زیاتره وخت د ښځو او ماشومانو د ژړیدلو او ترهیدلو سترګو په وړاندې ترسره کیږی. چې د خپلې کورنۍ د غړیو د د وهلو ټکولو او په ځینو مواردو کې یې ویروونکو شکنجه ځایونو او ټارچر سیلونو ته د لیږلو لیدونکی دی. آیا په نننۍ نړۍ کې په دومره لویه اندازه او پراخه او دوامداره توګه کوم ظلم او قساوت پیژنئ؟ د سړک په مینځ کې د یوې ښځې په ډزو ویشتل یوازې په دې جرم چې له سر تر پښو په وسلې سنبال عسکر باندې اعتراض کوی، ترهه ګری نه ده نو څه دی؟ دا ظلم او بربریت له دې امله چې د یو نیواکګر دولت د پوځی ځواک له خوا ترسره کیږی بایدافراطیت ونه بلل شی؟ یا ښایی دا فلمونه یوازې په دې سبب چې شپیته کاله کیږی بیا بیا د ټیلی ویژن په مخ ښودل کیږی نور باید زمونږ ضمیرونه راونه لړزوی.؟
په اسلامی نړۍ د وروستیو کلونو لښکر کشۍ چې ډیر کسان پکې قربانیان شول، د لویدیځ د متضاد منطق یوه بله بیلګه ده .تر یرغل لاندې راغلو هیوادونو پر انسانی تلفاتو سربیره، خپل اقتصادی او صنعتی بنیادونه او انفراسټرکچر له لاسه ورکړی دی. د ترقۍ او پراختیا په لور دهغوی حرکت دریدلی یا غړند شوی او په ځینو مواردو کې لسګونه کاله شاته تللې دی. سره له دې په ډیر سپین سترګې توب له هغوی غوښتل کیږی چې ځانونه مظلوم ونه ګڼی. څنګه ممکنه ده چې یو هیواد په کنډوالې بدل او ښارونه او کلی یې خاورې ایرې کړی شی بیا ورته وویل شی چې ځانونه مظلوم مه ګڼئ! په غمیزې د ځان نه پوهولو او یا یې دهیرولو په ځای یوه رښتینی بخښنه او عذر خواهی ښه نه ده ؟ هغه کړاوونه چې په دغو کلونو کې اسلامی نړۍ د یرغلګرو له دوه مخې توب او مخ بدلولو زغملې دی تر مادی تاوانونو کم نه دی.
خوږو ځوانانو! زه هیله لرم چې تاسو په اوس وخت یا راتلونکې کې دغه په تزویر ککړ ذهنیت بدل کړئ، هغه ذهنیت چې هنر یې د لرو اهدافو پټول او د موذی او ناوړه موخو ښکلې ښودل دی. زما په خیال د امنیت او ارامښت په راوستلو کې لومړۍ مرحله د دغه زیږوالی او


تشدد زیږوونکی فکر اصلاح کول دی. تر څو چې دوه ګونی معیارونه د لویدیځ پر سیاست واکمن وی او تر څو چې ترهه ګری د هغې د پیاوړو ملاتړو په نظر کې په ښه او بده تقسیمیږی ، او تر څو چې د دولتونو ګټو ته پر انسانی او اخلاقی ارزښتونو ترجیح ورکول کیږی د تاوتریخوالی جرړې په بل ځای کې مه لټوئ.
په خواشینۍ سره دغه جرړې په تیرو اوږدو کلونو کې تدریجا د لویدیځ د کلتوری سیاست ژورو ته غځیدلې او یو نرم او غلی یرغل یې برابر کړی دی. د نړۍ ډیر ولسونه په خپل ځایی او ملی کلتور ویاړ کوی، هغه کلتورونه چې د غوړیدو او زیږیدو تر څنګ یې په سلګونو کلونه بشری ټولنې ښې تغذیه او مړې کړې دی. اسلامی نړۍ هم له دې خبرې مستثنی نه ده .خو په اوس مهاله پړاو کې لویدیځه نړۍ له پرمختللو وسایلو په استفادې سره د نړۍ د کلتورونو په یو شانته والی او مشابه کولو ټینګار کوی. زه پر نورو ولسونو د لویدیځ د کلتور تپل او د خپلواکه کلتورونو وړوکې او سپک ګڼل یو خاموشه او ډیر تاوان رسوونکی تاوتریخوالی ګڼم ، د بډایه کلتورونو سپکاوی او د هغوی ډیرو محترمو او درنو برخو ته سپکاوی په داسې حال کې کیږی چې په ځای یې راوستونکی کلتور بیخی د هغې په ځای د راتللو وړتیا نه لری . مثلا د « زیږوالی» او «اخلاقی بې لاریتوب او لغړتوب» دوه عناصر چې متاسفانه د لویدیځ کلتور په دوو اصلی توکو بدل شوې خپل مقام او مقبولیت حتی په خپل زیږنځای کې هم له لاسه ورکړی دی . اوس پوښتنه دا ده چې که مونږ یو جګړه غواړی ، مبتذل بې معنا او ماده پاله فرهنګ ونه غواړو آیا ګناه مو کړې ده؟ که د هغه ویجاړوونکی سیلاب مخه ونیسو چې د تش په نامه هنری محصولاتو په چوکاټ کې زمونږ پر ځوانانو راروان دی، ګرم یوو؟ زه د کلتوری پیوندونو د اهمیت او ارزښت انکار نه کوم دا پیوندونه هر کله چې په طبیعی شرایطو او په احترام سره منونکې ټولنې ته وړاندې شوې د ترقۍ ودې او بډایتوب سبب شوې دی . د دې په اپوټه ، نا غږمله او تپلی پیوندونه ناکامه او زیانمنوونکی پاتې شوې دی.


په ډیر افسوس سره باید ووایم چې د داعش په شان پریوتې ډلې له وارداتی ( تپلو) فرهنګونو سره د ناکامو وصلتونو زیږنده دی. که ستونزه واقعا د عقیدې وه باید د استعمار له زمانې مخکې هم دغه شان ډلې په اسلامی نړۍ کې لیدل شوې وې ، حال دا چې تاریخ د دې په اپوټه ګواهی ورکوی. د تاریخ مسلم مستندات په ډیره واضحه توګه ښیی چې څرنګه په یوې بدوی قبیلې کې له یو افراطی او شړل شوې تفکر سره د استعمار یو ځای کیدو په دې سیمه کې د تندلارۍ ( افراط ګرۍ) تخم وشینده . که نه وی څنګه ممکنه ده چې د نړۍ تر ټولو د زیات اخلاقی او انسانی دینه چې په خپل بنیادی متن (اصولو) کې د یو انسان وژل د ټول انسانیت د وژلې په شان ګڼی، د داعش په شان خځله راووځی؟
له بلې خوا باید وپوښتو ولې هغه کسان چې په اروپا کې پیدا شوې او په هماغه ماحول او چاپیریال کې فکری او روحی تربیت شوې ، په دغه شان ډلو کې شاملیږی ؟ آیا باور کولی شو چې ځینې کسان جنګی سیمو ته په یو دوو سفرونو سره ناڅاپه دومره افراطی او تندلارې شی چې خپل وطنوال په مشین ګنو سوری کړی؟ قطعا په یو ککړ او د تاوتریخوالی په زیږوونکی چاپیریال کې د یوه عمر فرهنګی تغذیې اثرات باید هیر نه کړی شی. باید په دې مساله کې جامع تحلیل ولرو . داسې تحلیل چې د ټولنې پټې او ښکاره ککړتیاوې پیدا کړی، ښایی هغه ژوره کرکه چې د صنعتی او اقتصادی ترقۍ په کلونو کې د نابرابریو او کله هم د قانونی او ساختاری توپیرونو په وجه د لویدیځو ټولنو د ځینو پرګنو په زړونو کې زرغونه شوې ، داسې غوټې او عقدې پیدا کړی چې کله ناکله د دغه شان ناروغیو په شکل کې پرانستل کیږی.
په هر حال دا تاسو یئ چې باید د خپلې ټولنې ظاهرې استرونه راوسپړئ، غوټې او کینې پیدا کړئ او وې توږئ. درزونه باید د ژورولو په ځای وګنډو. له ترهه ګرۍ سره په مقابله کې لویه غلطی هغه بیړنی غبرګونونه دی چې دغه درزونه نور هم زیاتوی. هر جذباتی او د وارخطایۍ اقدام چې په


اروپا اوامریکا کې استوګنه مسلمانه ټولنه چې له میلیونونو فعالو او مسوولیت منونکو انسانانو جوړه ده ، په ګوښه توب ، ویرې یا پریشانۍ کې راولی او تر پخوا زیات هغوی له خپلو اصلی حقوقو محرومه کړی او د ټولنې له ډګره یې څنډې ته کړی، نه یوازې ستونزه هواروی نه بلکې فاصلې به لازیاتې او زړه بدۍ به لا ژورې کړی. سطحی او غبرګونی تابیاوې په تیره بیا که قانونی بڼه هم ومومی، بې له دې چې د موجودو قطب بندیو په زیاتولو سره د نورو بحرانونو لپاره لاره پرانیزی ، بله فایده نه لری. د رارسیدلو خبرونو له مخې ، په ځینو اروپایی هیوادونو کې داسې قوانین ایښودل شوې چې ښاریز د مسلمانانو په خلاف جاسوسۍ ته مجبوروی . دغه کړنې ظالمانه دی او ټول پوهیږو چې ظلم ارو مرو د ستنیدو خاصیت لری. نو ځکه مسلمانان د دغه ناقدریو لائق نه دی. پیړۍ کیږی چې لویدیځه نړۍ مسلمانان ښه پیژنی . هم هغه ورځ چې لویدیځوال په اسلامی خاوره کې میلمانه شول او د کور د څښتن مال ته یې سترګې خړې کړې او بله ورځ چې کوربه وو او د مسلمانانو له کار او فکره یې ګټه پورته کړه، زیاتره یې بې له مهربانۍ او صبره بل څه ونه لیدل. پر دې اساس زه له تاسو ځوانانو غواړم په یو سم شناخت او ژور نظر سره او له ناخوښو تجربو په عبرت اخستلو سره له اسلامی نړۍ سره یو صحیح او شرافتمندانه تعامل ولرئ . که داسې وشی په نزدې راتلونکې کې به ووینئ چې کومه ودانۍ مو په دغه بنیاد ودرولې، د سازوونکو په سر د اطمینان او باور سیوری غوړوی ، هغوی ته د امن او ارامښت تودوالی ډالۍ کوی او د نړۍ په مخ د ځلانده راتلونکی د هیلې ډیوه بلوی.
سید علی خامنه ای
د ۱۳۹۴ کال د لیندې ۸ نیټه

رسنۍ

Add comment