Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 24 دسامبر 2015 16:19

حضرت عیسی(ع) د الهي رحمت او مهربانۍ بې سارې زیرمه (د حضرت عیسی علیه السلام د ولادت د کلیزې ځانګړی پروګرام)

حضرت عیسی(ع) د الهي رحمت او مهربانۍ بې سارې زیرمه (د حضرت عیسی علیه السلام د ولادت د کلیزې ځانګړی پروګرام)

 

 

 

                ګرانو مینه والو د خدای د یو ډیر غوره او نیکمرغه انسان او د سولې او سلام د پيغمبر او همداشان د بشر د وروستي ژغورنکي او موعود د مرسته کونکي حضرت عسیی مسیح علیه السلام زوکړه دې پر پاکلمنه موحدانو مبارکه وي.

عزیزانو! نن د یو داسې پيغمبر د میلاد کلیزه ده چې د سولې او دوستۍ پیغام راوړونکی او د رحمت او محبت سرچینه و. لکه څنګه چې فرمايي: تاسو اوریدلي دي چې وايي له خپل ګاونډي سره مینه وکړئ او له خپل دښمن سره مهرباني او نرمي وکړئ. خو زه تاسو ته وایم چې له خپلو دښمنانو سره مینه وکړئ او د خپل لعنت کونکي لپاره برکت وغواړئ.

د حضرت مسیح علیه السلام په تعلیماتو کښې په خدای ډوله رحمت، محبت او مینې، تیریدنې او شفقت باندې ټینګار ډير څرګند دی. هلته چې فرمايي: زما وصیت دا دی چې له یو بل سره مینه کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره مینه کړې ده. څوک له دې زیاته مینه نه لري چې خپل سر له دوستانو ځار او قربان کړي. تاسو د یو بل ملګري یئ، دا کوم وصیت چې درته کوم، عمل پرې وکړئ.

                د حضرت عیسی علیه السلام د ژوند په لړ کښې مختلف قولونه نقل شوي او ځیني وختونه په دیني سرچینو او تاریخي کتابونو کښې متضاد ذکر شوي دي. نو غوره مو وګڼله چې د حضرت مسیح علیه السلام ژوند د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د اسماني کتاب قرآن کریم له قوله بیان کړو. قرآن مجید د حضرت عیسی علیه السلام د ژوند او تعلیماتو مهمې برخې زمونږ د خبریدو لپاره بیان کړې دي او په یوه پراخه لیدتوګه کښې د هغه پیغمبرانه رول مونږ ته څرګندوي. هیڅ داسې دیني او تاریخي سرچینه نشته چې طالبو او عاشقو انسانانو ته د ابراهیم خلیل د دغه پاک اولاد د ځلانده ژوند حتی یوه برخه د قرآن مجید په شان وښايي. قرآن پاک د حضرت عیسی د ژوند د لارې د دقیقې انځورونې ترڅنګ چې پخپله د اسلام ریښتونی پیغام راوړونکی او د وروستي پیغمبر د بعثت زیری ورکونکی دی، له هغه پيغمبر سره زمونږ مینه لازیاتوي چې خدای پاک خپل روح نومولی دی.

په قرآن کریم کښې حضرت عیسی علیه السلام د مسیح، روح ا...، عبدا...، مبارک او د کلمة ا... په نومونو یاد شوی دی. عیسی علیه السلام په دې وجه کلمه ا... بلل شوی چې د خدای په مخصوصې ارادې (د کُن په پنځونکې کلمې) سره او په معجزانه توګه زیږیدلی دی. په روایتي سرچینو کښې هم روح ا... د عیسی بن مریم(س) لقب دی. معلم الخیر (د نیکۍ استاذ) او روح الامین د هغه نور لقبونه دي.

                د اسلامي سرچینو څیړنه او لوستنه د بي بي مریم سلام ا... علیها د زوي عیسی د شخصیت په هکله ډیر ګټه ور معلومات راکوي. حضرت مسیح په معجزانه توګه بې د پلار له لرلو وزیږید. هغه حضرت د مریم په نامه د یوې پاکلمنې مور څخه وزیږید په داسې حال کښې چې مریم میړه نه دلود. خدای تعالی جل جلاله په قرآن کریم کښې د عمران د لور مریم خبره کوي چې یوه ډیره پرهیزکاره او سترناکه میرمن وه. دغه قدرمنه میرمن له ماشومتوبه د خدای په پیژندنې سره او د عبودیت او بندګۍ او د نفس د پاکۍ د لارې په وهلو سره د معنوي مرتبو یو داسې موقعیت ته ورسیدله چې ورته به اسماني خواړه او نعمتونه راتلل. خو د مسیح له زوکړې وروسته ورباندې ناروا تهمتونه ولګیدل. په دغه وخت یې خوږ زوي په ځانګو کښې خبرې پیل کړې او د خپلې مور په دفاع کولو سره یې خپل نبوت اعلان کړ.

حضرت مسیح علیه السلام په درې کلنۍ کښې پر بندګانو د خدای حجت و. هغه په اوه کلنۍ کښې رسالت او پیغمبرۍ ته ورسید. په همهغه کال ورڅخه ځینې معجزې څرګندې شوې، خو په دیرش کلنۍ کښې ورته د خدای لخوا دنده وسپارله شوه چې خپل رسالت پر بني اسرائیلو څرګند کړي. په ساعیر غره کښې ورباندې د خدای پاک لخوا وحي نازله شوه او اسمان ته د عروج کولو په وخت یې عمر دري دیرش کاله و.

                حضرت عیسی علیه السلام له ظاهري نظره مینځ قده و، سره سپينه څیره یې درلودله او ویښتان یې ول ول وو او د اخلاقي ځانګړتیاو، زهد او تقوا او د عبادت د زیاتوالي له لحاظه مثالي و. ډیرې روژې به یې نیولې. زیږې جامې به یې اغوستې او د اوربشو ډوډۍ به یې خوړله، نه یې کور درلود او نه اولاد او د عمر تر پاې پورې یې هیڅ څه تمه او حرص ونه کړ. کله به چې لمر پریتوه نو هر چرته به چې و، په لمانځه به ودریده او تر لمر خاته پورې به یې عبادت کوه.

امام علي علیه السلام د حضرت عیسی علیه السلام په صفت کښې فرمايلي دي: او که غواړئ چې د عیسی بن مریم(س) په هکله درته ووایم نو واورئ چې کاڼی به یې بالښت کوه او زیږې جامې به یې اغوستې او ساده او یوډول یعنې وچ خواړه به یې خوړل او ښوروا یې، لوږه وه. نه یې ښځه وه چې د هغې په فکر کښې ګیر شي او نه یې کوم اولاد درلود چې غمجن یې کړي نه یې مال او پانګه لرله چې زړه ورله په ځان کښې مشغول کړي او نه یې کومه طمعه دلوده چې خوار او ذلیل یې کړي.  مرکب او سپرلي یې خپلې دوه پښې وې او خدمتکار یې، خپل لاسونه.

                د خدای پاک په پیغمبرانو کښې حضرت عیسی(ع) په پنځو الوالعزمه پیغمبرانو کښې شامل و چې د تقوا، خدای ته د پاملرنې، صبر او د نورو د ګناهونو د بخښلو په شان صفاتو کښې د پيغمبرانو مخکښ و. که څه هم د دغه بزرګواره پیغمبر مخالفانو هغه د خاتم او ورستي پیغبمر(ص) په شان په سحر او جادو تورن کړ خو د مخالفانو ملنډو د هغه د رسالت په تعقیبولو کښې یوه شیبه شک رامینځته نه کړ. د عیسی علیه السلام په عملي روده کښې له ستمګرانو او ظالمانو سره مقابله او د یهود روحانیت په فساد باندې اعتراض بیخي څرګند و. هغه په ځلونو پخپلو پرله پسې خبرو سره یهودي روحانیت په فساد، حرام خوړنې او د اخلاقي فضائلو په کمزورۍ تورن کړی و. حضرت عیسی علیه السلام به د خپل رسالت د تبلیغ لپاره ډیر سفر کوه او د مثال په چوکاټ کښې به یې وعظ او نصیحت کوه. په توحید او یکتا پرستۍ باندې ټینګار او د حقوقو او عدالت محورۍ ترڅنګ پر اخلاقو ټینګار د عیسی علیه السلام ډیر مهم تبلیغاتي تعلیمات وو.

                حضرت مسیح د تیرو پيغمبرانو رسالت ته دوام ورکونکی او د هغوي د نړۍ لید او آئیډیالوجۍ بشپړونکی و. لکه څنګه چې فرمايي: زه د دې لپاره نه یم مبعوث شوی چې د تورات احکام باطل کړم بلکې د هغو د بشپړولو لپاره رالیږل شوی یم.

هغه یو داسې پیغمبر و چې ګفتار او کردار یې له هر هغه څه سره سمون خوړه چې له هغه مخکښې راغلي وو او یا یې ورسته راغلي دي. د هغه تعلیمات د تیرو پیغمبرانو د خبرو تصدیق او د هغو بیا څرګندونه وه. هغه په عین حال کښې د وروستي او خاتم پیغمبر(ص) د ظهور لپاره زمینه برابره کړه. د بقرې د مبارکې سورې ۸۷ آیت د دې حقیقت بیانونکی دی چې عیسی د تیرو پیغمبرانو لارې ته دوام ورکونکی دی او همهغه مبارزه او مخالفت چې له تیرو پیغمبرانو سره شوی، له هغه سره هم شوی دی، او فرمايي: مونږ موسی ته کتاب (تورات) ورکړ او له هغه وروسته مو پرله پسې پیغمبران ولیږل او د مریم زوي عیسی ته مو روښانه دلیلونه ورکړل او د روح القدس په وسیله مو تائيد کړ، آیا داسې نه ده چې هر کله یو پیغمبر ستاسو د نفساني خواهشاتو خلاف یو څیز راوړي نو د هغه په وړاندې مو تکبر وکړ (او پر هغه مو له ایمان راوړلو ډډه وکړه)، نو بس ځیني مو دروغجن وبلل او یوه ډله مو ووژل.

د حضرت عیسی علیه السلام برخلیک هم د تیرو پیغمبرانو په شان و. هغوي به د زمانې له مستکبرانو څخه له تکذیب پرته بل ځواب نه اوریده او د هغوي د کینې او دښمنۍ له تورې په امان کښې نه و. مسیح هم د هغوي له قهر او دسیسو سره مخ شو او د هغه د قتل او په صلیب د ځړولو پلان یې جوړ کړ.

خو د مقدس کتاب په اپوټه، قرآن کریم او اسلامي روایتونه په صلیب د حضرت عیسی علیه السلام ځړول کیدل نه تائیدوي. د اسلامي سرچینو له مخې متعال خدای خپل رسول د هغه د قتل د دسیسې له عملي کیدو مخکښې اسمان ته بوولی څو په یو مناسب وخت یوځل بیا ځمکې ته راستون شي.

د اسلامي سرچینو له مخې، حضرت عیسی علیه السلام په نړۍ کښې د عدالت د پراختیا لپاره د خدای ذخیره او زیرمه ده، په دې وجه خدای پاک د ټاکلې نیټې تر رارسیدو پورې هغه خپلې خوا ته وباله. حضرت عیسی علیه السلام به د حضرت مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف له ظهور وروسته ځمکې ته راستون شي.

                عیسایان د هغه زیری ورکونکي راتلونکي په تمه دي چې پکښې حضرت مسیح علیه السلام ځمکې ته راستون شي او په ځمکه باندې د خدای باچاهي جوړه کړي. مسلمانان هم د هغې نیکمرغه ورځې په انتظار دي چې حضرت مهدي علیه السلام ظهور وکړي او د نړیوال مهربان حکومت په جوړولو سره په ټوله نړۍ کښې د خدای پاک حکم اجرا کړي.

هو، حضرت عیسی علیه السلام د عطوفت او مهربانۍ بیرغچي دی چې ټولو دینونو ته د سوچه عشق او محبت تعلیم ورکوي او حضرت مهدی(عج) هغه بې مثاله الهي زیرمه او ذخیره ده چې په ټوله دنیا کښې رحماني رحمت او مینه خوروي او د نړۍ په ټولو خلکو کښې د حضرت عیسی او ټولو الهي پیغمبرانو علیهم السلام ارمانونه پوره کوي.

مهدي موعود(عج) د عیسوي رسالتونو او فضیلتونو وارث او د هغه د میسحايي ارمانونو مامور دی. هغه به د حضرت عیسی علیه السلام ټول ارمانونه او آرزوګانې پوره کړي او د عبودیت او معرفت او د عشق او مینې شین بیرغ به یوځل بیا په نړۍ کښې ورپوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

 

رسنۍ

Add comment


Security code
Refresh